د دانیال کتاب

دوهم فصل

د نبوکدنصر لومړنی خوب

۱ نبوکدنصر د خپلې پاچاهۍ په دوهم کال خوب ولیده. دې خوب هغه دومره پرېشانه کړ چې هغه نه شو کولای چې ویده شي. ۲ نو هغه خپل فال کتونکي، جادوګران، کوډګران او نجومیان راوغوښتل چې راشي او هغه ته ووایي چې هغه څه خوب لیدلی دی. کله چې هغوی راغلل او د پاچا په مخکې ودرېدل، ۳ پاچا هغوی ته وویل: «د هغه خوب په اړه چې ما لیدلی دی، زه پرېشان یم. زه غواړم په دې پوه شم چې د هغه معنی څه ده.»

۴ هغوی پاچا ته په آرامي ژبه ځواب ورکړ: «ای اعلیحضرته، تاسو دې تل ژوندي اوسئ! مونږ ستاسو په خدمت کې یو. مهرباني وکړئ خپل خوب مونږ ته ووایئ، مونږ به یې تاسو ته ووایو چې هغه څه معنی لري.» ۵ پاچا هغوی ته وویل: «ما ټینګه پرېکړه کړې ده چې تاسو باید ما ته زما خوب بیان کړئ او بیا ما ته ووایئ چې د هغه معنی څه ده. که تاسو ونه شو کولای چې داسې وکړئ، نو تاسو به ټوټې ټوټې کړای شئ او ستاسو کورونه به په کنډوالو باندې بدل شي. ۶ مګر که تاسو وکولای شول چې خوب او د هغه تعبیر دواړه راته بیان کړئ، نو زه به تاسو ته انعام او سوغاتونه درکړم او زیات عزت به مو وکړم. نو اوس ما ته ووایئ چې ما کوم خوب لیدلی او د هغه معنی څه ده.»

۷ هغوی بیا پاچا ته په ځواب کې وویل: «که چېرې تاسو اعلیحضرت مونږ ته یوازې دا ووایئ چې تاسو کوم خوب لیدلی ؤ، نو مونږ به د هغه معنی تاسو ته ووایو.» ۸ په دې خبره پاچا په ټینګار سره وویل: «لکه څنګه چې ما فکر کاوه! تاسو هڅه کوئ چې د وخت څخه ګټه واخلئ، ځکه تاسو پوهېږئ چې ما ټینګه پرېکړه کړې ده ۹ چې که تاسو ما ته خوب بیان نه کړئ، نو تاسو ټولو ته به یوشان سزا درکړای شي. تاسو په خپل منځ کې پرېکړه کړې ده چې ما ته به دروغ ووایئ، ځکه چې تاسو په دې هیله یئ چې د وخت په تېرېدلو سره به هر څه بدل شي. ما ته ووایئ چې هغه کوم خوب ؤ، بیا به زه پوه شم چې تاسو کولای شئ دا هم ووایئ چې د هغه معنی څه ده.»

۱۰ فال کتونکو په ځواب کې وویل: «د ځمکې په مخ باندې هېڅ داسې څوک نشته چې هغه وکولای شي تاسو اعلیحضرت ته د دې غوښتنې سره سم ځواب درکړي. هېڅ یو پاچا، حتی ډېرو لویو او قدرتمنو پاچاهانو د خپلو فال کتونکو، جادوګرانو، کوډګرانو او یا نجومیانو څخه کله داسې غوښتنه نه ده کړې.» ۱۱ هغه څه چې تاسو اعلیحضرت یې غواړئ هغه دومره ستونزمن دي چې پرته له خدایانو څخه بل هېڅوک هغه ستاسو دپاره نه شي سرته رسولی او هغوی د انسانانو په منځ کې نه اوسیږي. ۱۲ په دې خبره پاچا ډېر سخت په قهر شو او د بابل د ټولو شاهي مشاورانو د اعدامولو امر یې وکړ. ۱۳ نو امر جاري کړای شو چې هغوی ټول دې ووژل شي، چې دانیال او د هغه ملګري هم په هغوی کې شامل وو.

د خوب څرنګوالی او تعبیر

۱۴ کله چې د پاچا د ساتونکو قوماندان اریوک چې د بابل د مشاورانو د وژلو دپاره روان ؤ، دانیال د هغه سره په حکمت او هوښیارۍ سره خبرې وکړې. ۱۵ هغه د اریوک څخه پوښتنه وکړه: «پاچا ولې داسې سخت امر جاري کړی دی؟» نو څه چې پېښ شوي وو اریوک هغه دانیال ته بیان کړل.

۱۶ دانیال سمدلاسه ورغی او پاچا ته یې وویل: «که تاسو ما ته یو څه وخت راکړئ، نو زه به ستاسو د خوب تعبیر تاسو ته ووایم.» ۱۷ بیا دانیال کور ته لاړ او هغه څه چې پېښ شوي وو هغه یې خپلو ملګرو حننیا، میشاییل او عزریا ته وویل. ۱۸ دانیال هغوی ته وویل چې د اسمانونو خدای ته دعا وکړي چې په هغوی باندې رحم وکړي او د هغه څخه وغواړي چې دا راز هغوی ته څرګند کړي، ترڅو هغوی د بابل د نورو مشاورانو سره یو ځای ونه وژل شي. ۱۹ نو په همدې شپه دا راز دانیال ته په رویا کې ورڅرګند شو او هغه د اسمانونو د خدای ثنا او صفت بیان کړ او ویې وویل:

۲۰ تل ترتله دې وشي د خدای د نوم ثنا او صفت

ځکه دی هغه حکیم او قادر

۲۱ د هغه سره دی واک د وختونو او فصلونو

کښېنوي په تخت پاچاهان او لېرې کوي یې

دا هغه دی چې ورکوي حکمت او پوهه

۲۲ ښکاره کوي ژور او پټ رازونه

پوهیږي هغه چې څه شی پټ دی په تیارو کې

او د هغه راچاپېره ده رڼا

۲۳ ای زما د نیکونو خدایه

کوم ثنا صفت او شکرګزاري ستا

ځکه دې ماته دی راکړی حکمت او قدرت

قبوله کړې دې ده زمونږ دعا

او راودې ښودل مونږ ته د پاچا د خوب تعبیر

د پاچا د خوب د څرنګوالي او تعبیر بیانول

۲۴ نو دانیال اریوک ته چې پاچا ورته د شاهي مشاورانو د اعدامولو امر کړی ؤ، ورغی. دانیال هغه ته وویل: «هغوی مه اعداموه. ما پاچا ته وروله او زه به هغه ته ووایم چې د هغه د خوب معنی څه ده.» ۲۵ اریوک سمدلاسه دانیال د نبوکدنصر پاچا حضور ته وروست او پاچا ته یې وویل: «ما د یهودي جلاوطنو څخه یو کس راپیدا کړی دی چې هغه کولای شي تاسو اعلیحضرت ته ستاسو د خوب معنی ووایي.»

۲۶ پاچا دانیال ته چې د بلطشصر په نوم هم یادېده، وویل: «ته کولای شې ما ته ووایې چې ما څه خوب لیدلی او د هغه معنی څه ده؟» ۲۷ دانیال په ځواب کې وویل: «ای اعلیحضرته، هېڅ یو مشاور، جادوګر، فال کتونکی او نجومي نشته چې وکولای شي هغه راز چې تاسو یې غواړئ هغه تاسو ته بیان کړي.» ۲۸ خو په اسمان کې داسې خدای شته چې پټ رازونه ښکاره کوي. هغه څه چې په راتلونکې کې به پېښ شي د هغه څخه یې تاسو اعلیحضرت خبر کړي یئ. اوس به تاسو ته هغه خوب ووایم. کله چې تاسو ویده وئ، تاسو دا رویا ولیدله.

۲۹ کله چې تاسو ویده وئ، د راتلونکې په هکله مو خوب ولیده او هغه پټ رازونه چې خدای یې ښکاره کوي، هغه تاسو ته وښودل چې څه به پېښ شي. ۳۰ خو دا راز ما ته په دې خاطر راښکاره شوی نه دی چې زه د نورو څخه ډېر پوه یم، بلکې په دې خاطر چې تاسو اعلیحضرت د خپل خوب په معنی باندې پوه شئ او په هغو خیالونو باندې پوه شې چې ستاسو ذهن ته راغلي دي.

۳۱ ای اعلیحضرته، تاسو په خپل خوب کې ولیدل چې ستاسو په مخکې یوه لویه مجسمه ولاړه ده چې ډېره ځلېدونکې او وېروونکې ښکاره کېدله. ۳۲ د هغې سر د سوچه سرو زرو څخه جوړ شوی ؤ، د هغې سینه او مټې د سپینو زرو څخه جوړې شوې وې، د هغې ورنونه او خېټه د برنجو څخه جوړه شوې وه، ۳۳ د هغې د پښې پورتنې برخه د اوسپنې څخه او لاندېنې برخه یې د اوسپنې او خټو څخه جوړه شوې وه. ۳۴ په هغه وخت کې چې تاسو مجسمې ته کتل، د غره څخه یوه لویه تیږه جدا کړای شوه، خو نه د انسان د لاسونو په وسیله. هغه لویه تیږه د مجسمې د اوسپنې او خټې څخه جوړې شویو د پښو په لاندېنیو برخو باندې ولګېدله او هغه یې ټوټې ټوټې کړه. ۳۵ له هغې وروسته اوسپنه، خټه، برنج، سپین زر او سره زر ټوټې ټوټې شول او د هغو بوسو په شان شول چې په اوړي کې په درمند ځای کې وي. باد هغه داسې جارو کړل چې نښه یې پاتې نه شوه. خو هغه تیږه چې مجسمه یې وهلې وه د هغې څخه یو لوی غر جوړ شو او ټوله ځمکه یې ونیوله.

۳۶ دا خوب ؤ او اوس به تاسو اعلیحضرت ته د هغه معنی ووایم. ۳۷ ای اعلیحضرته، تاسو د پاچاهانو پاچا یئ. د اسمانونو خدای تاسو پاچا کړي یئ او تاسو ته یې قدرت، قوت او عزت درکړی دی. ۳۸ هغه تاسو د نړۍ په ټولو خلکو او په ټولو حیواناتو او مرغانو باندې حاکم کړي یئ. هغه د سرو زرو سر تاسو یئ. ۳۹ ستاسو څخه وروسته به بله پاچاهي پیل شي، خو هغه به ستاسو په شان ځواکمنه نه وي. د هغې څخه وروسته به درېمه پاچاهي وي، هغه به د برنجو پاچاهي وي او په ټوله نړۍ باندې به حکومت کوي. ۴۰ بیا به څلورمه پاچاهي وي، هغه به د اوسپنې په شان قوي وي چې ټول شیان به ټوټې ټوټې او مات کړي. لکه څنګه چې اوسپنه ټول شیان میده میده کوي، هغه به ټولې مخکینۍ پاچاهۍ ماتې او میده میده کړي. ۴۱ همدارنګه تاسو هغه پښې او ګوتې ولیدلې چې یوه برخه یې د خټو څخه او بله برخه یې د اوسپنې څخه وه. د دې معنی دا ده چې هغه پاچاهي به ووېشل شي. لکه اوسپنه چې د خټو سره ګډه شوې وه، هغه به څه ناڅه د اوسپنې په شان قوي وي. ۴۲ د ګوتو یوه برخه چې د اوسپنې څخه او بله برخه یې د خټو څخه وه، د هغې معنی دا ده چې د هغې پاچاهۍ یوه برخه به قوي وي او بله برخه به یې کمزورې وي. ۴۳ د ګوتو یوه برخه چې د اوسپنې څخه او بله برخه یې د خټو څخه وه، د هغې معنی دا ده چې د هغې پاچاهۍ حاکمان به هڅه وکړي چې خپلې کورنۍ د ودونو له لارې سره یو موټی کړي، خو هغوی به د دې کار توان ونه لري، لکه څنګه چې اوسپنه او خټه له یو بل سره نه نښلي. ۴۴ د هغو پاچاهانو په وخت کې به د اسمانونو خدای یوه داسې پاچاهي رامنځته کړي چې هېڅکله به پای ته ونه رسیږي. هغه به هېڅکله فتح نه شي، بلکې هغه به ټولې پاچاهۍ په پوره توګه له منځه یوسي او په خپله به تلپاتې وي. ۴۵ په هغه وخت کې چې تاسو مجسمې ته کتل، د غره څخه یوه لویه تیږه جدا کړای شوه، خو نه د انسان د لاسونو په وسیله. هغه لویه تیږه د مجسمې د اوسپنې او خټې څخه جوړې شویو د پښو په لاندېنیو برخو باندې ولګېدله او هغه مجسمه چې د اوسپنې، برنجو، خټو، سپینو زرو او سرو زرو څخه جوړه شوې وه، هغه یې ټوټې ټوټې کړه. لوی خدای تاسو اعلیحضرت ته وایي چې په راتلونکې کې به څه پېښ شي. ما تاسو ته کټ مټ هغه څه وویل چې تاسو په خوب کې لیدلي وو او تاسو ته مې د هغې رښتینې معنی وکړه.

د دانیال د مقام لوړېدل

۴۶ نبوکدنصر پاچا په ځمکه باندې پرېوت او دانیال ته یې د درناوي سر ټیټ کړ او امر یې وکړ چې دانیال ته دې نذرانې وړاندې کړای شي او خوشبویۍ دې وسوځول شي. ۴۷ پاچا وویل: «اوس زه پوه شوم چې ستاسو خدای د خدایانو خدای دی او د ټولو پاچاهانو څښتن دی او پټ رازونه ښکاره کوي، ځکه چې هغه تا ته دا قدرت درکړی دی چې دا راز څرګند کړې.»

۴۸ بیا پاچا دانیال ته لوړ مقام ورکړ، هغه ته یې ډېر ښه او زیات سوغاتونه ورکړل او د بابل د ولایت والي او د ټولې پاچاهۍ د مشاورانو مشر یې وټاکه. ۴۹ د دانیال د غوښتنې له مخې پاچا شدرک، میشک او عبدنغو د بابل د اداري چارو آمران وټاکل، خو دانیال په شاهي دربار کې پاتې شو.