کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د دانیال کتاب
درېم فصل
نبوکدنصر او د سرو زرو مجسمه
۱ نبوکدنصر پاچا د سرو زرو یوه مجسمه جوړه کړه چې دېرش متره یې لوړوالی او درې متره یې سور ؤ او هغه یې د بابل په ولایت کې د دورا په ډاګ کې ودروله. ۲ بیا پاچا خپلو والیانو، د والیانو مرستیالانو، مشاورانو، خزانه دارانو او قاضیانو یعنې د ولایتونو ټولو مامورینو ته امر وکړ چې راشي او د هغې مجسمې د وقفولو په مراسمو کې برخه واخلي چې نبوکدنصر پاچا ودرولې وه. ۳ کله چې ټول مامورین د وقفولو دپاره راټول شول او د مجسمې په مخکې ودرېدل، ۴ جارچي په لوړ اواز سره اعلان وکړ: «ای قومونو او ملتونو په کومه ژبه چې تاسو خبرې کوئ، واورئ! ۵ څنګه چې تاسو د سرني، شپیلۍ، رباب، چنګ او هر ډول موسیقۍ اواز واورېد، تاسو باید په سجده پرېوځئ او د هغې سرو زرو مجسمې عبادت وکړئ چې نبوکدنصر پاچا ودرولې ده. ۶ هرچا چې سجده ونه کړه او عبادت یې ونه کړ، هغه به سمدلاسه د اور څخه ډک داش ته وغورځول شي.» ۷ نو څنګه چې هغوی د موسیقۍ د الاتو اواز واورېد، ټولو قومونو او ملتونو په کومه ژبه چې هغوی خبرې کولې، د سرو زرو هغې مجسمې ته چې نبوکدنصر پاچا ودرولې وه، په سجده پرېوتل او عبادت یې وکړ.
د اور نه ډک داش
۸ نو ځینو بابلیانو د دې موقعې څخه ګټه واخیستله او د نبوکدنصر پاچا په وړاندې یې په یهودیانو باندې تور ولګاوه. ۹ هغوی پاچا ته وویل: «ای اعلیحضرته، تاسو دې تل ژوندي اوسئ! ۱۰ تاسو اعلیحضرت امر وکړ څنګه چې د موسیقۍ د الاتو اواز پیل شو، هر یو باید په سجده پرېوځي او د سرو زرو مجسمې ته عبادت وکړي ۱۱ او که چېرې څوک هغې ته په سجده پرې نه وځي او د هغې عبادت ونه کړي، نو هغه به د اور څخه ډک داش ته وغورځول شي. ۱۲ خو ځینې یهودیان چې تاسو د بابل د اداري چارو آمران ټاکلي دي یعنې شدرک، میشک او عبدنغو، هغوی ستاسو اعلیحضرت د امر څخه سرغړونه کوي. هغوی ستاسو د خدای عبادت نه کوي او هغې مجسمې ته سجده نه کوي چې تاسو ودرولې ده.»
۱۳ په دې خبره باندې پاچا ډېر په غضب شو او امر یې وکړ چې هغه درې کسان دې هغه ته راولي، نو هغه درې کسان د پاچا حضور ته راوستل شول. ۱۴ پاچا هغوی ته وویل: «ای شدرک، میشک او عبدنغو، ایا دا رښتیا دي چې تاسو زما خدای ته د عبادت کولو او هغې د سرو زرو مجسمې ته چې ما ودرولې ده، د سجدې کولو څخه انکار کړی دی؟ ۱۵ اوس زه تاسو ته یوه بله موقع درکوم. کله چې تاسو د موسیقۍ اواز واورېد، که چېرې مو مجسمې ته سجده وکړه او د هغې عبادت مو وکړ، نو هر څه به سم شي او که داسې ونه کړئ، تاسو به سمدلاسه د اور څخه ډک داش ته وروغورزول شئ. ایا فکر کوئ کوم خدای شته چې کولای شي تاسو زما د لاسه وژغوري؟»
۱۶ شدرک، میشک او عبدنغو ځواب ورکړ: «ای اعلیحضرته، مونږ دې ته اړتیا نه لرو چې د خپلو ځانونو څخه دفاع وکړو. ۱۷ که چېرې هغه خدای چې مونږ یې خدمت کوو د دې توان ولري چې مونږ د اور څخه ډک داش او ستا له لاسونو څخه وژغوري، نو هغه به مونږ وژغوري. ۱۸ خو حتی که هغه مونږ ونه ژغوري، تاسو اعلیحضرت په دې پوه شئ چې مونږ به ستاسو خدای ته عبادت او هغې سرو زرو مجسمې ته سجده ونه کړو، کومه چې تاسو ودرولې ده.»
د دانیال په درې ملګرو باندې د مرګ حکم
۱۹ نو نبوکدنصر ډېر په غوسه شو او په شدرک، میشک او عبدنغو باندې له قهره د هغه مخ سور واوښت. نو هغه امر وکړ چې داش دې د عادي وخت څخه اووه چنده زیات ګرم کړای شي. ۲۰ هغه د خپل لښکر ډېرو قوي عسکرو ته امر وکړ چې دا درې کسان وتړي او هغوی د اور څخه په ډک داش کې وروغورځوي. ۲۱ نو دا درې کسان په خپلو چپنو، پرتوګونو، لونګیو او نورو کالیو کې وتړل شول او د اور څخه ډک داش کې وغورځول شول. ۲۲ په دې خاطر چې پاچا ډېر جدي امر کړی ؤ چې داش دې له اندازې څخه زیات ګرم شي، نو ځکه د اور لمبو هغه عسکر ووژل چې دا درې کسان یې داش ته وړي وو. ۲۳ نو شدرک، میشک او عبدنغو په داسې حال کې چې تړل شوي وو، د اور نه په ډک داش کې وغورځول شول.
۲۴ یوناڅاپه نبوکدنصر پاچا په حیرانتیا سره د خپل ځای څخه پورته شو او د خپلو مشاورانو څخه یې پوښتنه وکړه: «ایا مونږ درې کسان تړلي نه وو او د اور په داش کې مو نه وو اچولي؟» هغوی په ځواب کې وویل: «هو اعلیحضرته، مونږ همداسې کړي وو.» ۲۵ هغه پوښتنه وکړه: «نو بیا ولې زه وینم چې څلور کسان په اور کې ګرځي؟ هغوی تړل شوي نه دي، هېڅ کوم تاوان ورته نه دی رسېدلی او څلورم کس یې د فرښتې په شان ښکاري.»
د دانیال د ملګرو ازادېدل او د هغوی د مقام لوړېدل
۲۶ نو نبوکدنصر د اور د داش دروازې ته ورغی او چیغې یې کړې: «ای شدرکه، میشکه، عبدنغو، ای د خدای تعالی خدمتګارانو، راووځئ او دلته راشئ!» نو هغوی د اور د داش له منځه راووتل. ۲۷ د پاچا ټول والیان، د والیانو مرستیالان او مشاوران سره راټول شول. هغوی ولیدل چې اور د هغوی بدنونو ته ضرر نه ؤ رسولی، نه د هغوی د سر ویښتان او نه د هغوی کالي سوځېدلي وو. حتی د هغوی نه د اور د سوځېدو بوی هم نه راته.
۲۸ نبوکدنصر پاچا وویل: «د شدرک، میشک او عبدنغو خدای ته دې ثنا او صفت وي! خدای خپله فرښته راولېږله او دا درې کسان یې چې د هغه خدمت کوي او په هغه باندې توکل کوي، وژغورل. هغوی زما د امرونو څخه سرغړونه وکړه او پرته له خپل خدای څخه یې کوم بل خدای ته عبادت او هغه ته د خدمت کولو څخه دا غوره وګڼله چې مړه شي. ۲۹ نو اوس زه امر کوم چې که د ټولو خلکو، ملتونو یا ژبو څخه څوک د شدرک، میشک او عبدنغو د خدای په هکله سپکې خبرې وکړي، نو هغه به ټوټې ټوټې کړای شي او د هغه کور به په کنډواله باندې بدل شي. ځکه چې د دې خدای په شان بل خدای نشته چې څوک داسې وژغوري.»
۳۰ بیا پاچا شدرک، میشک او عبدنغو ته د بابل په ولایت کې لوړ مقامونه ورکړل.