د تثنیې کتاب

یوولسم فصل

د څښتن سره مینه کوئ او د هغه اطاعت کوئ

۱ د خپل څښتن خدای سره مینه کوئ او تل د هغه د ټولو قوانینو څخه اطاعت کوئ. ۲ نن ورځ دا په یاد ساتئ چې دا تاسو وئ، نه ستاسو اولادونه چې د خپل څښتن خدای اصلاح، د هغه لویي، خپل قوي مټ، ټول قدرت ۳ او معجزې مو لیدلې دي. تاسو ولیدل چې هغه د مصر د پاچا فرعون او د هغه د ټول هېواد سره څه وکړل. ۴ تاسو ولیدل چې څښتن څنګه د مصریانو لښکرې د هغوی د اسونو او جنګي ګاډیو سره تباه کړې او هغوی یې په داسې وخت کې په سره بحیره کې ډوب کړل کله چې تاسو یې تعقیبولئ. څښتن هغوی د داسې تباهۍ سره مخامخ کړل چې تر اوسه پورې دوام لري. ۵ تاسو پوهېږئ مخکې له دې چې تاسو دلته راورسېدلئ، څښتن ستاسو دپاره په دښته کې څه وکړل. ۶ در په یاد کړئ چې هغه د روبین د قبیلې د الیاب په زامنو یعنې په داتان او ابیرام باندې څه وکړل. د ټولو خلکو په مخکې ځمکه پرانیستل شوه او هغوی یې د خپلو کورنیو، خېمو او ټولو غلامانو او حیواناتو سره ژوندي تېر کړل. ۷ هو، تاسو هماغه خلک یئ چې دا ټول لوی لوی کارونه چې څښتن کړي دي، هغه مو لیدلي دي.

د وعده شوې ځمکې برکتونه

۸ د هغو ټولو قوانینو اطاعت کوئ چې نن مې درکړل. نو بیا به د دې قوت پیدا کړئ چې د اردن د سیند څخه تېر شئ او هغه خاوره ونیسئ چې تاسو ورننوځئ. ۹ تاسو به په هغې غني او حاصلخېزه خاوره کې ډېره موده ژوند وکړئ چې څښتن یې د ورکولو وعده ستاسو د نیکونو او د هغوی د اولادې سره کړې ده. ۱۰ کومه خاوره چې تاسو یې اوس نیسئ د مصر د خاورې په شان نه ده چې مخکې په کې اوسېدلئ. تاسو چې کله هلته تخم کرلو، مجبور وئ چې پټیو ته د اوبو ورکولو دپاره ډېر زیار او زحمت وباسئ. ۱۱ خو هغه خاوره چې تاسو به ورننوځئ، هلته غرونه او درې دي او د باران په وسیله ورته اوبه ورکول کیږي. ۱۲ ستاسو څښتن خدای په دې ځمکه باندې پام کوي او ټول کال هغه تر خپل نظر لاندې ساتي.

۱۳ نو بیا د هغو امرونو اطاعت کوئ چې نن مې درکړل. د خپل څښتن خدای سره مینه کوئ او د زړه له کومي د هغه خدمت کوئ. ۱۴ که چېرې داسې وکړئ، نو هغه به د اړتیا په وخت یعنې په مني او پسرلي کې ستاسو په ځمکه باندې باران ووروي، ترڅو تاسو ته غلې دانې، شراب او د زیتونو تېل درورسیږي ۱۵ او حیواناتو ته به مو واښه ورورسیږي. هرڅومره خواړه چې غواړئ تاسو ته به درورسیږي. ۱۶ پام کوئ. که نه، نو تاسو به وغولېږئ او بې لارې به شئ او د نورو خدایانو عبادت به وکړئ او هغو ته به سجده وکړئ. ۱۷ که چېرې تاسو داسې وکړئ، نو څښتن به درباندې په قهر شي. هغه به درباندې باران ودروي، ستاسو ځمکه به وچه شي او فصلونه به په کې نه راشنه کیږي. که څه هم هغه ځمکه چې هغه یې تاسو ته درکوي ښه ده، خو تاسو به په کې زر مړه شئ.

۱۸ دا قوانین په خپلو زړونو او فکرونو کې په یاد ساتئ او د هغو په هکله فکر کوئ. هغه ولیکئ او په خپلو مټو او تندیو باندې یې وتړئ چې د هغو په اطاعت کولو کې درسره مرسته وکړي. ۱۹ هغه خپلو اولادونو ته ورزده کړئ. هر وخت د هغو په هکله خبرې کوئ، که په کور کې یئ یا په لاره روان یئ یا ارام کوئ یا کار کوئ. ۲۰ دا قوانین د خپلو کورونو د دروازو په چوکاټونو او د خپلو ښارونو په دروازو باندې ولیکئ. ۲۱ بیا به تاسو او ستاسو اولاده په هغه خاوره کې ډېره موده ژوند وکړئ چې څښتن ستاسو د نیکونو سره د هغې د ورکولو وعده کړې ده. ترڅو پورې چې ځمکه او اسمان وي، تاسو به هلته ژوند کوئ. ۲۲ د هغو ټولو قوانینو څخه چې ما درکړي دي په وفادارۍ سره اطاعت کوئ. د خپل څښتن خدای سره مینه کوئ، د هغه هر امر په ځای کوئ او هغه ته وفادار اوسئ. ۲۳ بیا به څښتن هغه ټول قومونه ستاسو له مخې څخه لېرې کړي او تاسو به د هغو قومونو ځمکه ونیسئ چې ستاسو څخه لوی او قوي دي. ۲۴ په هرځای باندې چې تاسو قدم ږدئ هغه به ستاسو وي. ستاسو سیمه به د جنوبي دښتې څخه په شمال کې د لبنان تر غرونو پورې وغزیږي او د فرات د سیند څخه به چې په ختیځ کې دی، د مدیترانې تر بحیرې پورې چې په لوېدیځ کې ده وغزیږي. ۲۵ د هغې خاورې هرځای ته چې تاسو لاړ شئ، ستاسو څښتن خدای به د خپلې وعدې سره سم د هغو خلکو په زړونو کې وېره واچوي چې ستاسو څخه ووېریږي او هېڅوک به ونه شي کولای چې ستاسو په وړاندې ودریږي.

۲۶ زه نن تاسو ته دا موقع درکوم چې د څښتن څخه برکت غواړئ یا غواړئ چې لعنت درباندې وشي. ۲۷ که چېرې د خپل څښتن خدای د حکمونو څخه چې زه یې نن درکوم اطاعت وکړئ، برکت به ومومئ. ۲۸ خو که چېرې د دغو حکمونو څخه سرغړونه وکړئ او د هغو نورو خدایانو عبادت وکړئ چې مخکې مو هېڅکله د هغو عبادت نه دی کړی، نو څښتن به درباندې لعنت ووایي. ۲۹ کله چې څښتن تاسو هغې خاورې ته ورولي چې تاسو یې نیسئ، نو د جرزیم د غره څخه به د برکت اعلان وکړئ او د عیبال د غره څخه به د لعنت اعلان وکړئ. ۳۰ تاسو پوهېږئ چې دا دوه غرونه د اردن د سیند په لوېدیځ کې په هغې خاورې کې دي چې اوس د هغو کنعانیانو تر واکمنۍ لاندې ده چې د اردن په دره کې اوسیږي. دا غرونه د جلجال بلې خواته د موره سپېڅلو ونو ته نژدې دي. ۳۱ تاسو به زر د اردن د سیند څخه تېر شئ او هغه خاوره به ونیسئ چې ستاسو څښتن خدای یې درکوي. کله چې تاسو هغه خاوره ونیسئ او په کې اوسېږئ، ۳۲ نو تاسو به په غور سره د هغو ټولو قوانینو اطاعت کوئ چې زه یې نن درکوم.