د تثنیې کتاب

دولسم فصل

یوازېنی ځای چې د څښتن عبادت په کې وشي

۱ کله چې تاسو هغې خاورې ته ورننوځئ چې ستاسو د نیکونو څښتن خدای تاسو ته درکړې ده، نو ترڅو پورې چې ژوندي یئ په دې قوانینو باندې باید عمل وکړئ. ۲ خو هغه قومونه چې هلته اوسیږي د نورو خدایانو عبادت کوي. نو کله چې تاسو هغه خاوره ونیوله باید د هغوی د عبادت ځایونه په پوره توګه وران کړئ یعنې هغه ځایونه چې په غرونو او په غونډیو باندې دي او یا د شنو ونو لاندې دي. ۳ د هغوی د قربانۍ ځایونه راوغورځوئ او هغه لویې تیږې چې د هغوی د عبادت دپاره ورڅخه کار اخیستل کیږي، ټوټې ټوټې کړئ. د هغوی د اشیره بتان وسوځوئ او نور بتان یې راچپه کړئ، ترڅو بیا هېڅکله په هغو ځایونو کې د هغو بتانو عبادت ونه شي.

۴ د خپل څښتن خدای عبادت په داسې ډول مه کوئ لکه څنګه چې دا خلک د خپلو خدایانو عبادت کوي. ۵ ستاسو د ټولو قبیلو د سیمو څخه به څښتن یو ځای غوره کړي او هلته باید تاسو د هغه حضور ته راشئ او د هغه عبادت وکړئ. ۶ تاسو باید هلته خپلې سوځېدونکې نذرانې او نورې قربانۍ، خپل عشرونه او هدیې، هغه سوغاتونه چې د نذر په توګه یې څښتن ته ورکوئ، د خپلې خوښې نذرانې او د خپلو پادو او رمو لومړني زېږېدلي بچیان وړاندې کړئ. ۷ تاسو او ستاسو کورنۍ او نوکران به هلته د خپل څښتن خدای په حضور کې چې برکت یې درکړی دی خوراک کوئ او د هغو ښو شیانو دپاره به خوشحالي کوئ چې تاسو د هغو دپاره کار کړی دی.

۸ په هغې خاوره کې چې تاسو یې نیسئ، باید داسې کارونه ونه کړئ لکه څنګه چې دلته یې کوئ. تر اوسه پورې تاسو ټول د خپلې خوښې له مخې عبادت کوئ، ۹ ځکه چې تاسو لا تر اوسه هغې خاورې ته چې ستاسو څښتن خدای یې درکوي او تاسو په کې په سوله کې ژوند کولای شئ، نه یئ ننوتلي. ۱۰ کله چې تاسو د اردن د سیند څخه تېر شئ، څښتن به تاسو پرېږدي چې هغه خاوره ونیسئ او هلته واوسېږئ. هغه به تاسو د خپلو ټولو دښمنانو څخه په امن کې وساتي او په سوله کې به ژوند کوئ. ۱۱ څښتن به د خپل عبادت دپاره یوازې یو ځای غوره کړي او تاسو باید هلته هغه ته هر هغه شی چې ما یې امر کړی دی راوړئ یعنې ستاسو سوځېدونکې نذرانې او نورې قربانۍ، عشرونه او هدیې او هغه ځانګړي سوغاتونه چې د نذر په توګه یې څښتن ته ورکوئ. ۱۲ هلته د هغه په حضور کې د خپلو اولادونو، نوکرانو او د هغو لاویانو سره خوشحالي کوئ چې ستاسو په ښارونو کې اوسیږي. په یاد لرئ چې لاویان به هېڅ خپله ځمکه ونه لري. ۱۳ په هرځای کې چې ستاسو خوښه وي باید هلته خپلې قربانۍ وړاندې نه کړئ. ۱۴ تاسو باید یوازې په یو ځای کې هغه قربانۍ وړاندې کړئ یعنې هغه ځای چې څښتن به یې ستاسو د قبیلو څخه په یوې قبیلې کې غوره کړي. تاسو باید یوازې په هغه ځای کې خپلې سوځېدونکې نذرانې وړاندې کړئ او هغه ټول کارونه وکړئ چې ما یې درته امر کړی دی.

۱۵ خو تاسو په ازادانه ډول کولای شئ چېرته چې اوسېږئ هلته حیوانات حلال کړئ او ویې خورئ. څومره چې څښتن درکوي هغه وخورئ. تاسو ټول که په مذهبي لحاظ پاک یئ یا ناپاک کولای شئ چې هغه داسې وخورئ لکه څنګه چې د هوسۍ یا د غرڅه غوښه خورئ. ۱۶ خو د هغوی وینه باید ونه خورئ، تاسو باید هغه د اوبو په شان په ځمکه باندې توی کړئ. ۱۷ هېڅ شی چې تاسو یې څښتن ته وړاندې کوئ باید ستاسو د اوسېدلو په ځایونو کې ونه خوړل شي، یعنې ستاسو د غلو دانو عشر، د شرابو یا د زیتونو د تېلو عشر، د پادو او رمو لومړني زېږېدلي بچیان، هغه سوغاتونه چې څښتن ته یې د نذر په توګه ورکوئ، د خپلې خوښې یا داسې نورې نذرانې. ۱۸ تاسو او ستاسو اولادونه دې ستاسو د نوکرانو او هغو لاویانو سره چې ستاسو په ښارونو کې اوسیږي دا نذرانې یوازې د خپل څښتن خدای په حضور کې یعنې د عبادت په هغه ځای کې وخورئ چې د هغه له خوا غوره کړای شوی دی. په هر کار کې چې کوئ یې د هغه په حضور کې خوشحالي وکړئ. ۱۹ ترڅو پورې چې تاسو په خپله خاوره کې اوسېږئ، پام کوئ چې لاویان هېر نه کړئ.

۲۰ کله چې ستاسو څښتن خدای د خپلې وعدې سره سم ستاسو سیمه پراخه کړي، هر وخت چې هرڅومره غوښه وغواړئ تاسو یې خوړلی شئ. ۲۱ که چېرې د عبادت ځای ستاسو څخه لېرې وي، نو لکه څنګه چې مې درته ویلي دي تاسو کولای شئ چې د خپلې پادې یا رمې یو حیوان چې څښتن درکړی وي حلال کړئ او غوښه یې په خپلو کورونو کې وخورئ. ۲۲ هرڅوک که په مذهبي لحاظ پاک وي یا ناپاک، کولای شي چې هغه غوښه داسې وخوري لکه څنګه چې د هوسۍ یا د غرڅه غوښه خوري. ۲۳‏-۲۴ پام کوئ چې وینه ونه خورئ، ځکه چې دا د هغه حیوان ژوند دی، نو پرېږدئ چې هغه د غوښې د خوړلو څخه مخکې د اوبو په شان په ځمکه باندې توی شي. ۲۵ که چېرې تاسو د دې امر اطاعت وکړئ، دا به د څښتن په نظر سم کار وي او ستاسو او ستاسو د اولادې هر کار به سم شي. ۲۶ هغه نذرانې او سوغاتونه چې څښتن ته یې د نذر په توګه ورکوئ، هغه ځای ته یوسئ چې څښتن یې د خپل عبادت دپاره غوره کوي. ۲۷ هلته هغه قربانۍ چې د څښتن د قربانۍ په ځای باندې په پوره توګه سوځول کیږي وړاندې کړئ. همدارنګه هغه قربانۍ هم وړاندې کړئ چې غوښه یې خورئ او وینه یې د قربانۍ په ځای باندې تویوئ. ۲۸ په وفادارۍ سره د دغو ټولو شیانو چې ما درته امر کړی دی اطاعت کوئ، نو ستاسو او ستاسو د اولادې هر کار به د تل دپاره سم وي، ځکه چې تاسو به هغه کارونه کوئ چې ستاسو د څښتن خدای په نظر کې نېک او سم وي.

د بت پرستۍ په ضد خبرداری

۲۹ څنګه چې تاسو د هغوی په خاوره باندې حمله وکړئ، نو ستاسو څښتن خدای به هغه قومونه تباه کړي او تاسو به هغه ځای ونیسئ او په کې به اوسېږئ. ۳۰ کله چې څښتن هغه قومونه تباه کړل، پام کوئ چې د هغوی د مذهبي رواجونو څخه پیروي ونه کړئ، ځکه چې دا به ستاسو دپاره یو وژونکی دام وي. د دې خبرې د معلومولو هڅه مه کوئ چې هغوی په کوم ډول د خپلو خدایانو عبادت کوي، د دې دپاره چې تاسو هم همدا ډول عبادت وکړئ. ۳۱ د خپل څښتن خدای عبادت په هغه ډول مه کوئ لکه څنګه چې هغوی د خپلو خدایانو عبادت کوي، ځکه چې هغوی په خپل عبادت کې ټول هغه ناوړه کارونه کوي چې څښتن ورڅخه کرکه کوي. هغوی حتی د قربانۍ په ځایونو باندې خپل اولادونه هم په اور کې قرباني کوي.

۳۲ ما چې کوم حکمونه تاسو ته درکړي دي په هغو باندې عمل کوئ. د هغو څخه مه څه کموئ او مه یې ورزیاتوئ.