کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ کله چې ستاسو څښتن خدای هغه خلک تباه کړي چې ځمکه یې تاسو ته درکوي او تاسو د هغوی ښارونه او کورونه ونیسئ او په کې واوسېږئ، ۲-۳ نو هغه سیمه په درېو برخو ووېشئ. په هرې برخې کې یو داسې ښار غوره کړئ چې خلک وکولای شي د خوندي پاتې کېدلو دپاره ورته لاړ شي. دغو ښارونو ته لارې جوړې کړئ، ترڅو خلک وکولای شي په اسانۍ سره هغو ځایونو ته ورورسیږي. بیا که څوک یو کس ووژني هغه به وکولای شي چې د دې ښارونو څخه کوم یو ته وتښتي او خوندي پاتې شي.
۴ که چېرې څوک په سهوې سره یو کس ووژني چې د هغه دښمن نه ؤ، هغه کولای شي چې دغو ښارونو ته وتښتي او خپل ژوند وژغوري. ۵ د مثال په ډول، که چېرې دوه تنه د لرګیو د ماتولو دپاره ځنګل ته لاړ شي او په داسې حال کې چې یو تن ونه په تبر وهي، د تبر سر د لاستي څخه ووځي او بل کس ورباندې ووژل شي، بیا هغه کولای شي چې د دغو درېو ښارونو څخه یو ښار ته وتښتي او خپل ژوند وژغوري. ۶ که چېرې د پناه اخیستلو ښار ډېر لېرې وي، نو کېدای شي چې هغه بدل اخیستونکی چې ډېر په قهر دی، وکولای شي په هغه قاتل پسې ورورسیږي او هغه ووژني. که څه هم لومړنی قتل یوه تصادفي پېښه وه، خو هغه به ووژل شي. ۷ په دې خاطر زه تاسو ته حکم کوم چې د پناه اخیستلو دپاره درې ښارونه بېل کړئ.
۸ کله چې ستاسو څښتن خدای ستاسو سیمه پراخه کړي لکه څنګه چې هغه ستاسو نیکونو ته ویلي وو او هغه ټوله ځمکه درکړي چې د هغوی سره یې وعده کړې ده، ۹ نو باید تاسو درې نور ښارونه غوره کړئ. هغه به په دې شرط دا ځمکه درکړي چې تاسو هغه ټول امرونه په ځای کړئ چې زه یې نن درکوم او د خپل څښتن خدای سره مینه وکړئ او تل د هغه د تعلیم سره سم ژوند وکړئ. ۱۰ دا کار وکړئ، ترڅو بې ګناه خلک مړه نه شي او تاسو په هغه خاوره کې چې څښتن یې درکوي د هغوی د وژلو مجرم نه شئ.
۱۱ خو فرض کړئ یو کس خپل دښمن په قصدي توګه ووژني او بیا د هغو ښارونو څخه یو ښار ته د خوندي پاتې کېدلو دپاره وتښتي. ۱۲ په داسې حالت کې دې د قاتل د ښار مشران هغه راوغواړي او د وژل شوي کس خپلوانو ته دې چې د قتل د بدل اخیستلو مسوولیت په غاړه لري وسپاري، ترڅو هغه ووژل شي. ۱۳ په هغه باندې هېڅ رحم مه کوئ. تاسو باید اسراییل د بې ګناه وینې توېدلو د جرم څخه پاک کړئ، ترڅو ستاسو هر کار په ښه ډول په مخ لاړ شي.
۱۴ په هغه خاوره کې چې څښتن یې تاسو ته درکوي، هلته له مخکې څخه تیږې ودرول شوې دي چې ستاسو او ستاسو د ګاونډیانو د پټیو ترمنځ د جایداد حد په نښه کړي. نو هغه تیږې مه بېځایه کوئ.
۱۵ د دې دپاره یو شاهد بس نه دی چې په یو چا باندې د جرم تور ثابت کړي، دوه یا درې شاهدان ضرور دي چې په یو چا باندې جرم ثابت کړي. ۱۶ که چېرې څوک دا هڅه وکړي چې بل چاته په دروغو د تور لګولو په وسیله زیان ورسوي، ۱۷ هغه دواړه دې هغه ځای ته لاړ شي چې د څښتن عبادت کیږي او د کاهنانو او د هغه وخت د قاضیانو له خوا دې ورباندې فیصله وشي. ۱۸ قاضیان باید د دعوې پوره څېړنه وکړي او که چېرې چا په خپل اسراییلي ورور باندې د دروغو تور لګولی وي، ۱۹ هغه ته دې هغه سزا ورکړل شي چې تورن شوي کس ته به ورکړل شوې وای. په دې ډول به تاسو خپل ځانونه د دې بدکارۍ څخه خلاص کړئ. ۲۰ بیا به نور ټول خلک د دې پېښې څخه خبر شي او وبه وېریږي او هېڅوک به بیا هېڅکله داسې بد کار نه کوي. ۲۱ په داسې حالت کې هېڅ رحم مه کوئ: د ژوند په بدل کې سزا ژوند دی، د سترګې په بدل کې سترګه، د غاښ په بدل کې غاښ، د لاس په بدل کې لاس او د پښې په بدل کې پښه.