۰:۰۰ / ۰:۰۰

د تثنیې کتاب

یوویشتم فصل

نامعلومه قتل

۱ فرض کړئ د هغه هېواد په یوه ځمکه کې چې خپل څښتن خدای یې تاسو ته درکوي، یو قتل شوی کس موندل کیږي او تاسو نه پوهېږئ چې هغه چا وژلی دی. ۲ ستاسو مشران او قاضیان دې لاړ شي او د هغه ځای څخه چې مړی په کې موندل شوی دی تر شاوخوا ښارونو پورې دې فاصله اندازه کړي. ۳ بیا د هغه ښار مشران چې هغه ځای ته د ټولو نه نژدې وي چې مړی په کې موندل شوی وي، یوه داسې خوسی غوره کړي چې هېڅ کار ورڅخه اخیستل شوی نه وي او جغ ورباندې نه وي ایښودل شوی. ۴ هغوی دې دا خوسی یوې داسې ویالې ته نژدې یو ځای ته ورښکته کړي چې هېڅ نه وچیږي او چېرته چې ځمکه هېڅکله قلبه شوې نه وي او څه په کې کرل شوي نه وي، نو هلته دې هغوی د هغه ورمېږ مات کړي. ۵ لاوي کاهنان دې هم هلته لاړ شي، ځکه چې هغوی د هرې قانوني دعوې پرېکړه کوي چې ظلم او زیاتی په کې وي. ستاسو څښتن خدای هغوی د عبادت ځای د ځانګړي خدمت دپاره او د دې دپاره غوره کړي دي چې د هغه په نوم برکت ورکړي. ۶ بیا به د هغه ښار ټول مشران چې هغه ځای ته تر ټولو نژدې وي چې مړی په کې موندل شوی وي، خپل لاسونه د مړ خوسي دپاسه ووینځي ۷ او داسې اعلان دې وکړي: ‹مونږ دا کس په قتل نه دی رسولی او په دې نه پوهېږو چې چا دا قتل کړی دی.› ۸ څښتنه، خپل قوم اسراییل چې تا د مصر څخه ازاد کړی دی وبخښه. مونږ وبخښه او د یو بې ګناه کس د قتل مسوولیت زمونږ په غاړه مه اچوه. ۹ نو تاسو به خپل ځانونه د بې ګناه وینې د تویولو د جرم څخه پاک کړئ، ځکه چې تاسو داسې کار وکړ چې د څښتن په نظر کې سم دی.

د یوې اسیرې انجلۍ سره واده کول

۱۰ کله چې تاسو ته خپل څښتن خدای په جګړه کې بری درکړي او تاسو خلک اسیران کړئ، ۱۱ نو کېدای شي چې د هغوی په منځ کې یوه داسې ښایسته انجلۍ ووینئ چې ستاسو خوښیږي او غواړئ چې واده ورسره وکړئ. ۱۲ هغه خپل کور ته راولئ. هلته به هغه خپل سر وخرایي، خپل نوکان به پرې کړي ۱۳ او خپل د اسیرتوب کالي به وباسي. هغه دې یوه میاشت ستاسو په کور کې پاتې شي او د خپل مور او پلار دپاره دې وژاړي. له هغې وروسته تاسو کولای شئ چې واده ورسره وکړئ. ۱۴ وروسته که چېرې تاسو د هغې سره خوشحاله نه وئ، نو طلاق ورته ورکړئ او هغه پرېږدئ چې هر چېرته چې غواړي لاړه شي. هغه د یوې وینځې په توګه نه شئ خرڅولی او نه یې خپله وینځه جوړولی شئ، ځکه چې تاسو د هغې سره یوځای شوي یئ.

د مشر زوی حقونه

۱۵ فرض کړئ یو سړی دوه ښځې لري چې یوه ورباندې ګرانه وي او بله ورباندې ګرانه نه وي او هغوی دواړه هغه ته زامن وزېږوي، خو مشر زوی یې د هغې ښځې اولاد وي چې د هغه خوښه نه ده. ۱۶ کله چې هغه سړی پرېکړه کوي چې څنګه به هغه د خپلو زامنو ترمنځ خپل جایداد ووېشي، نو هغه دې د مشر زوی د برخې په ورکولو سره د خپلې هغې ښځې د زوی طرفداري نه کوي چې هغه یې خوښه ده. ۱۷ هغه دې د خپل مال څخه مشر زوی ته دوه چنده برخه ورکړي، که څه هم هغه د هغې ښځې زوی نه دی چې د هغه خوښه ده. یو سړی باید خپل مشر زوی قبول کړي او هغه برخه ورته ورکړي چې هغه یې په قانوني توګه لایق دی.

یو سرکښ زوی

۱۸ فرض کړئ یو سړی یو سرزوری او سرکښ زوی لري، سره د دې چې مور او پلار ورته سزا هم ورکوي، خو د هغوی اطاعت نه کوي. ۱۹ د هغه مور او پلار دې هغه د ښار دروازې ته چې د ښار مشران غونډه کوي، ورولي. ۲۰ هغوی دې مشرانو ته داسې ووایي: ‹زمونږ زوی سرزوری او سرکښ دی او زمونږ اطاعت نه کوي، هغه پیسې بېځایه مصرفوي او شرابي دی.› ۲۱ بیا دې د ښار خلک هغه سنګسار کړي چې مړ شي او په دې ډول به تاسو خپل ځانونه د دې بدکارۍ څخه خلاص کړئ. په اسراییلو کې به ټول خلک د دې پېښې څخه خبر شي او وبه وېریږي.

د یوه مجرم مړی

۲۲ که چېرې یو کس د یو جرم له امله وژل شوی وي او د هغه مړی په یوه ونه کې ځوړند وي، ۲۳ دا مړی باید ټوله شپه هلته پاتې نه شي. هغه باید په هماغه ورځ ښخ شي، ځکه چې یو داسې مړی چې په ونه کې ځوړند وي په وطن باندې د خدای لعنت راولي. نو هغه مړی ښخ کړئ، ترڅو تاسو هغه وطن ناپاکه نه کړئ چې خپل څښتن خدای یې درکوي.