کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ فرض کړئ دوه اسراییلیان محکمې ته ورځي چې یوه دعوه حل کړي او یو تن یې بې ګناه او بل یې مجرم وګڼل شي. ۲ که چېرې په مجرم باندې د وهلو حکم وشي، قاضي دې هغه پړمخې څملوي او په قمچینه باندې دې ووهي. د قمچینې د ګوزارونو شمېر به د هغه په جرم پورې اړه ولري. ۳ هغه به د څلوېښتو ګوزارونو څخه زیات نه وهل کیږي، د هغې څخه زیات به په عام محضر کې د هغه د سپکاوي سبب شي.
۴ د غلو دانو د غوبل کولو په وخت کې د غویي خوله مه تړئ.
۵ که چېرې دوه ورونه په یو جایداد باندې ژوند کوي او د هغو څخه یو تن مړ شي او هېڅ زوی ورڅخه پاتې نه شي، بیا دې د هغه کونډه د کورنۍ څخه دباندې د بل چا سره واده نه شي. دا د مړه شوي سړي د ورور وظیفه ده چې د هغې سره واده وکړي. ۶ د هغوی اول زوی چې پیدا شي، هغه به د مړ شوي سړي زوی ګڼل کیږي، ترڅو د هغه نوم د اسراییلو د قوم څخه ورک نه شي. ۷ خو که چېرې د مړ شوي سړي ورور نه غواړي چې د هغې سره واده وکړي، نو هغه ښځه دې د ښار مشرانو ته چې د ښار په دروازه کې غونډه کوي، ورشي او داسې دې ورته ووایي: ‹زما لېور زما په حق کې خپل مسوولیت نه تر سره کوي، هغه د دې خبرې څخه انکار کوي چې د هغه ورور دې د اسراییلو په قوم کې اولاده ولري.› ۸ بیا دې د ښار مشران د هغې لېور راوغواړي او خبرې دې ورسره وکړي. که چېرې بیاهم د هغې سره د واده کولو څخه انکار کوي، ۹ نو د هغه د ورور کونډه دې د ښار د مشرانو په حضور کې هغه ته ورشي، د هغه یوه څپلۍ دې وباسي، په مخ دې ورته لیاړې تو کړي او داسې دې ووایي: ‹د هغه سړي سره چې نه غواړي د خپل مړ ورور کور یې ودان شي داسې کیږي.› ۱۰ وروسته له دې به د هغه سړي کورنۍ په اسراییلو کې د څپلۍ ویستل شوي د کورنۍ په نوم مشهوره شي.
۱۱ که چېرې دوه کسان یو د بل سره جنګ کوي او د یو سړي ښځه هڅه وکړي چې خپل مېړه د هغه سړي څخه وژغوري او هغه سړی د تناسلي الې څخه ونیسي، ۱۲ نو په هغې باندې هېڅ رحم مه کوئ. د هغې لاس پرې کړئ.
۱۳-۱۴ دوه ډوله وزنونه یا اندازې چې خلک ورباندې وغولوئ، مه کاروئ چې یو یې د کوم شي د اخیستلو دپاره چې زیاته ګټه تر لاسه کړئ او بل یې د خرڅلاو دپاره چې خلکو ته لږ ورکړئ. ۱۵ د سمو وزنونو او اندازو څخه کار اخلئ، ترڅو تاسو په هغه خاوره کې چې خپل څښتن خدای یې درکوي زیات عمر ولرئ. ۱۶ څښتن د داسې خلکو څخه چې ټګي او منافقت کوي، کرکه کوي.
۱۷ در په یاد کړئ کله چې تاسو د مصر څخه راتللئ، عمالیقیانو په تاسو باندې څه وکړل. ۱۸ هغوی د خدای څخه هېڅ وېره نه درلودله، په داسې حال کې چې تاسو ډېر ستړي وئ، نو د شا له خوا یې درباندې حمله وکړه او هغه کسان چې شاته پاتې وو هغوی ټول یې ووژل. ۱۹ نو بیا کله چې خپل څښتن خدای تاسو ته هغه وطن درکړي او د خپلو ټولو دښمنانو څخه مو چې ستاسو په شاوخوا کې اوسیږي خوندي وساتي، دا خبره هېره نه کړئ چې عمالیقیان باید په پوره توګه د ځمکې له مخ څخه ورک کړئ، ترڅو هېڅوک نور هغوی یاد نه کړي.