کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ بیا موسی د اسراییلو د مشرانو سره ولاړ ؤ او خلکو ته یې وویل: «هغو ټولو حکمونو ته غاړه کېږدئ چې زه یې نن تاسو ته درکوم. ۲-۴ تاسو به زر د اردن د سیند څخه تېر شئ او هغې خاورې ته به ورننوځئ چې ستاسو څښتن خدای وعده کړې ده چې تاسو ته به یې درکوي. دا هغه خدای دی چې ستاسو نیکونو یې عبادت کاوه. دا غني او حاصلخېزه خاوره ده. څنګه چې هغې خاورې ته ورننوځئ، نو د عیبال غره ته لاړ شئ. هلته لویې لویې تیږې ودروئ او د ګچ اخېړ ورته ورکړئ. بیا په هغو باندې دا ټول قوانین ولیکئ. ۵ په هغه ځای کې د قربانۍ ځای جوړ کړئ، خو د داسې تیږو څخه په کې کار مه اخلئ چې د اوسپنیز سامان په وسیله پرې کړل شوې وي، ۶ ځکه تاسو چې خپل څښتن خدای ته د قربانۍ ځای جوړوئ، باید د داسې تیږو څخه جوړ شي چې پرې کړل شوې نه وي. هلته باید تاسو سوځېدونکې نذرانې وړاندې کړئ ۷ او هلته باید خپلې د سلامتۍ نذرانې قرباني کړئ او هغه وخورئ او د خپل څښتن خدای په حضور کې خوشحالي وکړئ. ۸ په هغو تیږو باندې چې د ګچ اخېړ ورته ورکړل شوی دی، په ښکاره ډول د خدای د قوانینو ټولې خبرې ولیکئ.»
۹ بیا موسی او لاوي کاهنانو د اسراییلو ټول قوم ته وویل: «ای د اسراییلو خلکو، غلي شئ او غوږ ونیسئ. نن تاسو د خپل څښتن خدای قوم شوئ. ۱۰ نو د هغه اطاعت کوئ او د هغه د ټولو قوانینو څخه چې زه یې نن درکوم، پیروي کوئ.»
۱۱ په هماغه ورځ موسی د اسراییلو قوم ته امر وکړ: ۱۲ «کله چې تاسو د اردن د سیند څخه تېر شوئ، دغه قبیلې دې د جرزیم په غره باندې ودریږي چې قوم ته برکتونه اعلان کړي: شمعون، لاوي، یهودا، یساکار، یوسف او بنیامین. ۱۳ د روبین، جاد، اشیر، زبولون، دان او نفتالي قبیلې به د عیبال په غره باندې ودریږي او لعنتونه به اعلان کړي. ۱۴ لاویان به د اسراییلو ټول قوم ته په لوړ اواز سره دا خبرې وکړي:
۱۵ د خدای لعنت دې وي په هر هغه چا باندې چې د تیږې، لرګي یا د فلز څخه بت جوړوي او په پټه د هغه عبادت کوي. څښتن د بت پرستۍ څخه کرکه کوي.
ټول قوم به په ځواب کې ووایي: آمین!
۱۶ د خدای لعنت دې وي په هر هغه چا باندې چې د خپل مور او پلار درناوی نه کوي.
ټول قوم به په ځواب کې ووایي: آمین!
۱۷ د خدای لعنت دې وي په هر هغه چا باندې چې هغه تیږې بېځایه کوي چې د ګاونډي د جایداد حد ورباندې په نښه کیږي.
ټول قوم به په ځواب کې ووایي: آمین!
۱۸ د خدای لعنت دې وي په هر هغه چا باندې چې ړانده ته غلطه لار ورښایي.
ټول قوم به په ځواب کې ووایي: آمین!
۱۹ د خدای لعنت دې وي په هر هغه چا باندې چې پردي خلک، یتیمان او کونډې د خپلو حقونو څخه محروموي.
ټول قوم به په ځواب کې ووایي: آمین!
۲۰ د خدای لعنت دې وي په هر هغه چا باندې چې د خپل پلار د ښځې سره د زنا کولو په سبب خپل پلار سپکوي.
ټول قوم به په ځواب کې ووایي: آمین!
۲۱ د خدای لعنت دې وي په هر هغه چا باندې چې د حیوان سره جنسي اړیکې ساتي.
ټول قوم به په ځواب کې ووایي: آمین!
۲۲ د خدای لعنت دې وي په هر هغه چا باندې چې د خپلې سکه یا ناسکه خور سره زنا کوي.
ټول قوم به په ځواب کې ووایي: آمین!
۲۳ د خدای لعنت دې وي په هر هغه چا باندې چې د خپلې خواښې سره زنا کوي.
ټول قوم به په ځواب کې ووایي: آمین!
۲۴ د خدای لعنت دې وي په هر هغه چا باندې چې په پټه قتل کوي.
ټول قوم به په ځواب کې ووایي: آمین!
۲۵ د خدای لعنت دې وي په هر هغه چا باندې چې د یو بې ګناه کس د قتلولو دپاره پیسې اخلي.
ټول قوم به په ځواب کې ووایي: آمین!
۲۶ د خدای لعنت دې وي په هر هغه چا باندې چې د څښتن د دې ټولو قوانینو اطاعت نه کوي.
ټول قوم به په ځواب کې ووایي: آمین!