۰:۰۰ / ۰:۰۰

د څېړونکي کتاب

اووم فصل

د انسان دپاره ښه او ګټور شیان

۱ له قیمتي عطرو نه نېک نامي غوره ده

او د زېږېدو له ورځې نه د مړینې ورځ بهتره ده

۲ محفلونو ته له تګ نه

جنازو ته تګ غوره دی

ځکه د هر انسان د ژوند پای مرګ دی

او ژوندي خلک باید دا په زړه کې وساتي

۳ له خندا نه ژړا ښه ده

ځکه د مخ په خفګان سره زړه صفا کیږي

۴ د هوښیارانو زړه د جنازو په لور ځي

خو د کم‌عقلانو زړه د خوشحالیو په لور ځي

۵ ښه ده چې سړی د هوښیارانو د ملامتۍ خبرې واوري

له دې نه چې د کم‌عقلانو د خوشحالۍ سندرې واوري

۶ ځکه چې د کم‌عقلانو خندا

د اغزو د کړسهار په څېر دی

چې د دېګي لاندې سوځي

نو دا حالت هم لوګی او پوکی دی.

۷ په حقیقت کې ظلم له هوښیار سړي نه جاهل جوړوي

او رشوت د سړي زړه خرابوي

۸ د یو کار له پیل نه د هغه پای غوره دی

له غرور نه صبر غوره دی

۹ زر مه په غوسه کېږه

ځکه غوسه د کم‌عقل په زړه کې ځای نیسي

۱۰ داسې مه وایه:

«ولې پخواني وختونه له اوسني وختونو ښه وو؟»

ځکه داسې ویل د هوښیارۍ خبره نه ده

۱۱ حکمت انسان ته چې د لمر د روښنایۍ لاندې اوسیږي

د یو میراث په شان ښه او ګټور دی

۱۲ ځکه حکمت د انسان پر سر سیوری دی

لکه څنګه چې پیسې د هغه پر سر سیوری دی

خو د حکمت د پېژندلو ګټه دا ده

چې د خپل خاوند د ژوند ساتنه کوي

۱۳ د خدای کار ته په غور سره پام وکړه:

څوک هغه شی سمولی شي چې خدای کوږ کړی دی؟

۱۴ د نېکمرغۍ په وخت کې خوشحالي وکړه

خو د بدمرغۍ په وخت کې دې ته پام وکړه:

چې نېکمرغي او بدمرغي دواړه د خدای له خوا دي

ترڅو راتلونکې پېښې له انسان نه پټې وساتي

د انساني حکمت او صداقت حدود

۱۵ ما دا دوه شیان د خپل لوګي او پوکي په شان ژوند په موده کې لیدلي دي:

هغه نېکان چې د خپل صداقت سره سره

بیاهم له وخت نه وړاندې مړه کیږي

او هغه بدکاران چې د خپل شرارت سره سره

بیاهم اوږد ژوند کوي

۱۶ نه ډېر نېک او صادق اوسه

او نه هم ځان ډېر پوه او هوښیار وښایه

هسې نه چې ځان برباد کړې

۱۷ نه ځان بدکارۍ ته تسلیم کړه

او نه هم کم عقل اوسه

هسې نه چې د خپل ټاکلي وخت نه وړاندې مړ شې

۱۸ څومره ښه ده چې له هغو دواړو نه

یو خبرداری په پام کې ونیسې

خو هغه بل هم له پامه ونه غورځوې

ځکه څوک چې له خدایه وېریږي

نو هغه دواړه له پامه نه غورځوي

۱۹ حکمت یو پوه او هوښیار سړي ته د ښار له لسو مشرانو څخه زیات واک او اختیار ورکوي.

۲۰ په حقیقت کې، هېڅوک په نړۍ کې داسې صادق نه دی چې تل نېک کار وکړي او هېڅکله بدي ونه کړي.

۲۱ نو خلک چې څه وایي هغه په زړه کې مه نیسه، هسې نه چې ته د خپل غلام هغه ښکنځلې واورې چې تا پسې یې کوي، ۲۲ ځکه ته په خپل زړه کې ښه پوهېږې چې تا هم ډېر ځلې نورو ته ښکنځلې کړي دي.

۲۳ دا ټول شیان ما په خپل حکمت سره وازمایل. نو له ځان سره مې وویل: «راځه په دې شیانو باندې هم ځان پوه کړم،» خو دا زما له پوهې نه بهر ؤ. ۲۴ هرڅه چې اوس موجود دي هغه د انسان له پوهې نه بهر او د هغې پوهېدل ډېر ژور دی. انسان د ژوند دا پټ راز څنګه پیدا کولای شي؟

د حکمت او د ژوند د پټ راز د پیدا کولو ستونزې

۲۵ نو بیا ما په دې اړه فکر وکړ ترڅو په هرڅه باندې ځان پوه کړم، هغه وڅېړم او حکمت او د ژوند پټ راز پیدا کړم. همدا شان ما دا هڅه هم وکړه چې په دې ځان پوه کړم چې بدکاري څومره کم‌عقلتوب او حماقت څومره جهالت دی. ۲۶ نو یو وار بیا پوه شوم چې هغه ښځه له مرګ څخه ډېره ترخه ده کومه چې د زړه نیت یې د ښکاري د دام او لاسونه یې د زندان د زنځیرونو په څېر دي. هرڅوک چې خدای راضي او خوشحاله کړي، نو له هغې څخه ځان ژغوري، خو ګناهکار د هغې په دام کې رانښلي. ۲۷ نو څېړونکي وویل: «وګوره، زه د ژوند د پټ راز د څېړنو په موده کې ورو ورو دې نتیجې ته ورسېدم، ۲۸ چې دغه پټ راز چې زما زړه په وار وار غوښتل هغه پیدا کړي، تر‌اوسه نه دی پیدا شوی.

ما د زرو کسانو په منځ کې یوازې یو نېک سړی پیدا کړی دی

او د دې ټولو په منځ کې مې حتی یوه نېکه ښځه هم پیدا نه کړه

۲۹ نو ما یوازې دا حقیقت پیدا کړ چې خدای انسان نېک پیدا کړی دی خو هغه د ډېرو نورو نقشو په لټه کې دی.»