۰:۰۰ / ۰:۰۰

د څېړونکي کتاب

نهم فصل

د انسانانو پای

۱ نو ما په دې ټولو کارونو باندې فکر وکړ، ترڅو دا هر څه وڅېړم. زه دې نتیجې ته ورسېدم چې نېکان او هوښیاران او د هغوی کارونه د خدای په لاس کې دي. دا چې له انسان سره مینه کیږي یا کرکه، خو هېڅوک په دې نه پوهیږي چې د انسان په راتلونکې کې به څه پېښیږي:

۲ څه چې په یو پېښیږي

هغه په بل هم پېښیږي

نو د ټولو پای یو دی

څوک چې نېک عمله وي

او څوک چې بدعمله وي

څوک چې بې‌ګناه وي

او څوک چې ګناهکار وي

څوک چې پاک وي

او څوک چې ناپاک وي

څوک چې قرباني ورکوي

او څوک چې قرباني نه ورکوي

څه چې له ښه سړي سره کیږي

هغه د بد سړي سره هم کیږي

څه چې له قسم خوړونکي سره کیږي

هغه له قسم څخه وېرېدونکي سره هم کیږي.

۳ دا بله بدبختي ده چې د اسمان لاندې په هر شي باندې پېښیږي، چې د ټولو پای یو دی. همدا شان د انسانانو زړونه له شرارت نه ډک دي او ترڅو چې ژوندي دي په زړونو کې یې جهالت وي، بیا دوی له مړو سره یوځای کیږي. ۴ په یقین سره څوک چې د ژوندیو په منځ کې دی هغه په دې تمه دی:

له مړ زمري نه

ژوندی سپی ښه دی.

۵ ځکه ژوندي په دې پوهیږي چې دوی به مړه شي، خو مړي هېڅ نه پوهیږي. مړي نور هېڅ اجوره نه لري او حتی د هغوی یادونه له منځه ځي. ۶ هغه څه چې هغوی ورسره مینه لرله او له هغه څه نه چې هغوی ترې کرکه کوله او له هغه چا سره چې هغوی سیالي کوله، هغه پخوا له منځه تللي دي او دوی نور هېڅکله په هغه څه کې برخه نه لري چې د اسمان لاندې تر‌سره کیږي.

۷ نو ځه او خپل خواړه په خوښۍ سره وخوره او خپل شراب په خوشحاله زړه وڅښه، ځکه چې خدای لا پخوا ستا له دې کارونو څخه راضي او خوشحاله دی. ۸ ستا جامې دې د ښادیو دپاره تل سپینې وي او خپل سر په قیمتي تېلو غوړوه. ۹ د خپل لوګي او پوکي په شان ژوند په موده کې له خپلې ګرانې ښځې سره د ژوند نه خوند واخله. دا خدای دی چې دا د لوګي او پوکي په شان ورځې یې تا ته د اسمان لاندې درکړې دي. ځکه چې دا خوشحالي ستا د ژوند او د هغه زیار او زحمت برخه ده چې د یو مزدور په څېر یې د اسمان لاندې وباسې. ۱۰ هر هغه څه چې ته په خپلو لاسونو تر‌سره کوې هغه په خپل ټول قوت سره تر‌سره کړه، ځکه چې په قبر کې نه کار شته، نه پلان شته او نه هم پوهه او حکمت شته، هغه ځای چې ته به په پای کې ورته ورځې.

وخت او بخت

۱۱ یوځل بیا ما د اسمان لاندې ولیدل:

منزل ته زر رسېدل تل د تېزو منډې وهونکو په برخه نه وي

او د جګړې ګټل تل د قوي جنګیالیو په برخه نه وي

د ژوند د وسیلو تر‌لاسه کول هم تل د هوښیارانو په برخه نه وي

او د شتمنۍ ګټل هم تل د عقلمندو په برخه نه وي

او نه هم بری تل د پوهانو په برخه وي

ځکه وخت او بخت به د دې هر یو انجام وي.

۱۲ دا هم حقیقت لري چې هېڅوک له دغه ټاکل شوي وخت څخه خبر نه دی:

لکه ماهي چې په جال کې ونیول شي

یا مرغۍ چې په لومه کې راونیول شي

نو انسانان به هم همداسې په دام کې راګېر شي

او بدبختي به ناڅاپه په هغوی باندې نازله شي.

له قوت نه حکمت ښه دی

۱۳ ما د اسمان لاندې د حکمت په اړه دا هم لیدلي دي چې په ما باندې یې ډېره اغېزه کړې ده. ۱۴ یو کوچنی ښار ؤ چې یو څو سړي په کې اوسېدل او یو قوي پاچا پرې حمله وکړه. هغه یې کلابند کړ او لښکر یې د هغه ښار د دېوالونو د ماتولو دپاره قوي وسیلې جوړې کړې. ۱۵ خو په هغه ښار کې یو غریب خو هوښیار سړی پیدا شو چې په خپل حکمت سره یې هغه ښار وژغوره. خو هغه غریب سړی هم د خلکو له خوا هېر شو. ۱۶ نو زه دې نتیجې ته ورسېدم چې له قوت نه حکمت ښه دی، خو د غریب سړي حکمت ته په سپکه سترګه کتل کیږي او هېڅکله د هغه مشورو ته غوږ نه نیول کیږي.

۱۷ د هوښیارانو نرمې خبرې د حاکم له هغو چیغو نه زر اورېدل کیږي

چې د احمقانو په منځ کې په لوړ اواز ویل کیږي.

۱۸ له جنګي وسلو نه حکمت ښه دی

خو یو ګناهکار ډېر څه له منځه وړي چې هغه ښه دي.