۰:۰۰ / ۰:۰۰

دَ اِفِسيانو په نُوم دَ پولوس رسُول خط

پنځم باب

دَ نُور دَ بچو په شان چليدل

۱اَئے په خُدائے ګرانو بچو! کوشِش کوئ چه دَ هغۀ په څير لاړ شئ. ۲اَؤ داسے مينه کوئ لکه چه مسيح تاسو سره وکړله اَؤ زمُونږ دَ پاره ئے خپل ځان دَ خوشبوئ په شان خُدائے ته نذرانه کړو اَؤ قُربان شو.

۳اَؤ څنګه چه پاکانو له پکار دى په تاسو کښے دِ دَ حرامکارئ، يا دَ هيڅ قِسم ناپاکئ، يا لالچ ذکر قدرے هم نۀ وى، ۴اَؤ نۀ بے شرمى، نۀ کم عقلے خبرے اَؤ نۀ وشتے ملنډے، ځکه چه دا بے ځايه خبرے دى دَ دِے په ځائے دَ خدائے شکر کوئ. ۵ځکه چه تاسو ته دا ښه معلُومه ده چه دَ حرامکار، ناپاک، يا حرصناک چه دَ بُت پرست په شان دے، دَ مسيح اَؤ دَ خُدائے په بادشاهئ کښے دَ ميراث حق نِشته.

۶تاسو دِ هيڅوک په تشو دليلُونو ونۀ غُلوى ځکه چه هم دَ دے په وجه دَ خُدائے غضب په هغوئ نازليږى څوک چه دَ هغۀ نافرمانى کوى. ۷نو دَ هغوئ په کارُونو کښے شريکيږئ مه. ۸ځکه چه اول تاسو تيارۀ وئ خو اوس دَ مالِک په يووالى کښے تاسو نُور يئ. نو دَ هغه خلقو په شان وچليږئ چه نُور وى، ۹دَ دے دَ پاره چه دَ نُور ميوه هم هر قِسم نيکى، صداقت اَؤ حقيقت ده. ۱۰اَؤ دا معلُوموئ چه مالِک په څۀ خوشحاليږى. ۱۱اَؤ دَ تيارے په بے فائدے کارُونو کښے حصه مه آخلئ بلکه هغوئ ته بد وايئ. ۱۲اَؤ کُوم کارُونه چه هغوئ په پټه کوى، دَ هغے ذکر قدرے هم دَ شرم خبره ده. ۱۳اَؤ هر کله چه يو څيز دَ نُور لاندے راشى نو هغه څرګند شى. ۱۴هر څۀ چه څرګند شى لکه دَ نُور روښانه شى ځکه داسے وئيلى شوى دى چه : 

”اَئے اُودو! ويښ شئ، دَ مړو نه راپاڅئ!

نو دَ مسيح نُور به په تاسو روښانه شى“

۱۵اوس دے ته پام وکړئ چه تاسو څنګه چليږئ. دَ ناپوهو په شان نه، بلکه دَ هوښيارانو په شان چليږئ. ۱۶اَؤ وخت غنيمت وګڼئ ځکه چه زمانه بده ده. ۱۷نو ځکه کم عقل کيږئ مه بلکه په دے ځان پوهه کړئ چه دَ مالِک مرضى څۀ ده.

۱۸اَؤ په شرابو مستيږئ مه ځکه چه دَ دے نه بدکارى پيدا کيږى، بلکه په پاک رُوح معمُور شئ. ۱۹اَؤ په خپلو کښے زبُور، سندرے اَؤ رُوحانى غزلے وايئ، اَؤ په خپلو زړُونو کښے دَ مالِک سندرے اَؤ حمدُونه وايئ. ۲۰اَؤ په ټولو خبرو کښے زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح په نُوم زمُونږ دَ خُدائے پلار هر وخت شکر کوئ.

ښځے اَؤ خاوندان

۲۱اَؤ دَ مسيح دَ اِحترام له خاطره دَ يو بل تابعدارى کوئ.

۲۲اَئے ښځو! دَ خپلو خاوندانو داسے تابعدارے اوسئ لکه چه دَ مالِک. ۲۳لکه چه مسيح دَ جماعت سر دے اَؤ هغه په خپله دَ بدن بچ کوُونکے دے دغسے هر خاوند دَ ښځے سر دے. ۲۴نو لکه څرنګ چه جماعت دَ مسيح تابع دے دغه شان دِ ښځے هم په هره خبره کښے دَ خپلو خاوندانو تابع وى.

۲۵اَئے خاوندانو! دَ خپلو ښځو سره مينه کوئ لکه څنګه چه مسيح دَ جماعت سره مينه کړے ده اَؤ خپل ځان ئے دَ هغۀ دَ پاره مرګ ته سپارلے دے، ۲۶دَ دے دَ پاره چه هغۀ ته دَ کلام سره په اوبو غُسل ورکړى، پاک ئے کړى اَؤ مُقدس ئے کړى، ۲۷اَؤ داسے دَ جلال جماعت ساز کړى اَؤ ځان ته ئے حاضر کړى، چه په بدن کښے ئے نۀ داغ وى، نۀ ګُنجے، اَؤ نۀ په کښے بل داسے څۀ څيز وى، بلکه پاک اَؤ بے عيبه وى. ۲۸دغه شان خاوندانو ته لازم دى چه دَ خپلو ښځو سره دَ خپل بدن په شان مينه کوى. څوک چه دَ خپلے ښځے سره مينه کوى هغه دَ خپل ځان سره مينه کوى. ۲۹ځکه چه چرے هم چا دَ خپل بدن سره دُښمنى نۀ ده کړے بلکه هغه پالى اَؤ پرورش ئے کوى، داسے لکه چه مسيح دَ جماعت کولو. ۳۰ځکه چه مُونږ دَ هغۀ دَ بدن اَندامُونه يُو. ۳۱”هم دغه وجه ده چه سړے به دَ پلار اَؤ دَ مور نه بيل شى اَؤ دَ خپلے ښځے سره به اوسيږى، اَؤ هغه دواړه به يو بدن شى.“ ۳۲دا يو لوئے راز دے خو زَۀ ئے دَ عيسىٰ اَؤ جماعت په حقله وايم. ۳۳بهر حال په تاسو کښے دِ هم هر يو دَ خپلے ښځے سره دَ خپل ځان په شان مينه کوى، اَؤ ښځه دِ هم دَ دے خيال ساتى چه دَ خاوند عزت کوى.