کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ څښتن موسی ته وویل: «زه به په فرعون او د هغه په خلکو باندې اخرنۍ بلا نازله کړم. له هغې څخه وروسته به هغه تاسو پرېږدي چې له دې ځای څخه لاړ شئ او تاسو ټول به له دې ځای نه وشړي. ۲ د اسراییلو خلکو ته ووایه چې نارینه او ښځې دې د خپلو ګاونډیانو څخه د سرو زرو او سپینو زرو ګاڼې وغواړي.» ۳ څښتن اسراییلیان د مصریانو په نظر کې عزتمن کړل او په خپله موسی په مصر کې د فرعون د درباریانو او د قوم په نظر کې ډېر لوی سړی وګڼل شو.
۴ بیا موسی فرعون ته وویل: «څښتن وایي چې زه به په نیمه شپه کې له مصر څخه تېر شم ۵ او هر مشر زوی به په مصر کې مړ شي، د فرعون د زوی څخه نیولې چې د تخت وارث دی د هغې وینځې د مشر زوی پورې چې په مېچن کې غلې دانې میده کوي او د حیواناتو لومړني زېږېدلي بچي به هم مړه شي. ۶ په ټول مصر کې به داسې ژړا او انګولا وي چې هلته هېڅ کله نه وه او نه به وي. ۷ خو په اسراییلیانو کې به داسې ارامي وي چې حتی د سپي غپا به هم نه وي. بیا به تاسو پوه شئ چې څښتن د مصریانو او اسراییلیانو ترمنځ فرق کوي.» ۸ موسی خپله وینا پای ته ورسوله او ویې ویل: «ستا ټول درباریان به ماته راشي او د درناوي په خاطر به ماته خپل سرونه ټیټ کړي او زارۍ به راته وکړي چې زه خپل ټول قوم د ځان سره واخلم او لېرې لاړ شم.» بیا موسی ډېر په قهر سره د فرعون څخه لاړ.
۹ څښتن موسی ته ویلي وو: «فرعون به ستا خبرې ته غوږ ونه نیسي، خو په دې کار سره به ماته موقع په لاس راشي چې په مصر کې به نورې معجزې هم وښایم.» ۱۰ موسی او هارون فرعون ته دا ټولې معجزې وروښودلې، خو څښتن د فرعون زړه سخت کړ او هغه اسراییلیان پرېنښودل چې د هغه د هېواد څخه لاړ شي.