۰:۰۰ / ۰:۰۰

د هجرت کتاب

یوولسم فصل

د اخرنۍ بلا خبرداری

۱ څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <زه به په فرعون او د هغه په خلکو باندې اخرنۍ بلا نازله کړم. د هغې څخه وروسته به هغه تاسو پرېږدي چې له دې ځای څخه لاړ شئ او تاسو ټول به له دې ځایه وشړي. ۲ د اسراییلو خلکو ته ووایه چې نارینه او ښځې دې د خپلو ګاونډیانو څخه د سرو زرو او سپینو زرو ګاڼې وغواړي.> ۳ څښتن اسراییلیان د مصریانو په نظر کې عزتمن کړل او په خپله حضرت موسیٰ په مصر کې د فرعون د درباریانو او د قوم په نظر کې ډېر لوی سړی وګڼل شو.

۴ بیا حضرت موسیٰ وفرمایل: <څښتن فرمایي چې زه به په نیمه شپه کې له مصر څخه تېر شم ۵ او هر مشر زوی به په مصر کې مړ شي، د فرعون د زوی څخه نیولې چې د تخت وارث دی د هغې وینځې د مشر زوی پورې څوک چې په مېچن کې غلې دانې میده کوي او د حیواناتو اولني زېږېدلي بچي به هم مړه شي. ۶ په ټول مصر کې به داسې ژړا او واویلا وي چې هلته هیڅ کله نه وه او نه به وي. ۷ مګر په اسراییلیانو کې به داسې ارامي وي چې حتیٰ د سپي غپا به هم نه وي. بیا به تاسو وپوهېږئ چې څښتن د مصریانو او اسراییلیانو ترمنځ فرق کوي.> ۸ حضرت موسیٰ خپله وینا پای ته ورسوله او ویې فرمایل: <ستا ټول درباریان به ماته راشي او ماته به سجده وکړي او زارۍ به راته وکړي چې زه خپل ټول قوم له ځان سره واخلم او لېرې لاړ شم.> بیا حضرت موسیٰ ډېر په قهر سره د فرعون څخه لاړ.

۹ څښتن حضرت موسیٰ ته فرمایلي وو: <فرعون به ستا خبرې ته غوږ ونه نیسي، خو په دې کار سره به ماته موقعه په لاس راشي چې په مصر کې به نورې معجزې هم وښایم.> ۱۰ حضرت موسیٰ او حضرت هارون فرعون ته دا ټولې معجزې وروښودلې، مګر څښتن د فرعون زړه سخت کړ او هغه اسراییلیان پرېنښودل چې د هغه له هېواد څخه لاړ شي.