۰:۰۰ / ۰:۰۰

د هجرت کتاب

اوولسم فصل

د ګټ څخه اوبه

۱ د اسراییلو ټول قوم د سین دښته پرېښودله او د څښتن په امر یې د یو ځای څخه بل ځای ته کډه کوله. هغوی په رفیدیم کې خېمې ودرولې، مګر هلته د قوم دپاره د څښلو اوبه نه وې. ۲ نو هغوی حضرت موسیٰ ته شکایت وکړ او ورته یې وویل: <مونږ ته د څښلو دپاره اوبه راکړه.> حضرت موسیٰ په ځواب کې وفرمایل: <تاسو ولې شکایت کوئ؟ تاسو ولې څښتن ازمایئ؟>

۳ مګر خلک ډېر تږي وو او په حضرت موسیٰ باندې غورېدل. هغوی وویل: <تا مونږ ولې له مصر څخه راوویستو چې د خپلو ماشومانو او حیواناتو سره مو له تندې مړه کړې؟>

۴ حضرت موسیٰ څښتن ته زارۍ وکړې او ویې فرمایل: <زه د دې خلکو سره څه وکړم؟ نژدې دی چې دوی مې سنګسار کړي.>

۵ څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <د اسراییلو ځینې مشران د ځان سره بوځه او د خلکو په مخ کې ځه. د ځان سره هغه امسا یوسه په کومې چې تا د نیل سیند وهلی ؤ. ۶ زه به د سینا د غره سره په یو ګټ باندې ستا په مخکې ودرېږم. ته هغه ګټ ووهه او خلکو ته به د څښلو دپاره له هغه څخه اوبه جاري شي.> نو حضرت موسیٰ د اسراییلو د مشرانو په مخکې همداسې وکړل.

۷ او هغه د دې ځای نوم مسا او مریبه کېښود، ځکه چې اسراییلیانو شکایت وکړ او څښتن یې وازمایه او ویې ویل: <آیا څښتن زمونږ په منځ کې دی او که نه؟>

د عمالیقیانو سره جګړه

۸ عمالیقیان رفیدیم ته راغلل او په اسراییلیانو باندې یې حمله وکړه. ۹ حضرت موسیٰ یوشع ته وفرمایل: <زمونږ له خلکو څخه یو څو تنه انتخاب کړه او لاړ شه د عمالیقیانو سره جګړه وکړه. زه به سبا د غونډۍ په سر ودرېږم او د خدای پاک امسا به زما په لاسونو کې وي.> ۱۰ څنګه چې حضرت موسیٰ حکم کړی ؤ، یوشع د عمالیقیانو سره جګړه وکړه او حضرت موسیٰ، حضرت هارون او حور د غونډۍ سرته لاړل. ۱۱ ترڅو پورې چې د حضرت موسیٰ لاسونه پورته وو، اسراییلیان بریالي کېدل. مګر کله چې هغه خپل لاسونه ښکته کول نو عمالیقیان به بریالي کېدل. ۱۲ کله چې د حضرت موسیٰ لاسونه ستړي شول، نو حضرت هارون او حور یوه تیږه راوړه او حضرت موسیٰ یې په هغې باندې کښېناوه. په دواړو خواو یې د حضرت موسیٰ لاسونه پورته ونیول، نو د هغه لاسونه د لمر تر پرېوتلو پورې ټینګ پاتې شول. ۱۳ په دې ډول یوشع عمالیقیانو ته په بشپړه توګه ماتې ورکړه.

۱۴ بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <د دې بري یو بیان ولیکه ترڅو هغه یو یادګار پاتې شي. یوشع ته ووایه چې زه به عمالیقیان په بپشړه توګه تباه کړم.> ۱۵ حضرت موسیٰ د قربانۍ ځای جوړ کړ او دا نوم یې ورباندې کېښود څښتن زما د بریالیتوب بیرغ دی. ۱۶ هغه وفرمایل: <د څښتن بیرغ جګ ونیسئ! څښتن به د تل دپاره د عمالیقیانو په ضد جګړې ته دوام ورکړي!>