۰:۰۰ / ۰:۰۰

د هِجرت کِتاب - د تورات شريف دوېم کِتاب

دو‌ويشتم باب

د تاوان په حقله قانون

۱ کۀ يو کس يوه غوا يا ګډه پټه کړى او حلاله يې کړى يا يې خرڅه کړى، هغه به خامخا د يوې غوا په بدل کښې پينځۀ غواګانې ورکوى او د يوې ګډې په بدل کښې به څلور ګډې ورکوى. ۲‏-۴ هغۀ چې څۀ پټ کړى وى نو خامخا به د هغې تاوان ورکوى. کۀ هغه هيڅ هم نۀ لرى، نو هغۀ چې څۀ پټ کړى وى د هغې په تاوان کښې به هغه د غلام په توګه خرڅولے شى. چې کوم ځناور يې پټ کړى وى، کۀ هغه غوا، خر او يا ګډه وى او د هغۀ سره ژوندے وموندے شى نو هغه به د دې يو په دوه ورکوى. کۀ يو غل د يو کور کنډر کولو په وخت د شپې ونيولے شى او د وهلو په وجه مړ شى، چا چې هغه وژلے وى نو هغه به د دې خُون ذمه وار نۀ وى. خو کۀ دا کار د ورځې شوے وى، نو هغه به د دې خُون ذمه وار وى. ۵ کۀ يو کس خپل څاروى په يو پټى يا د انګورو په باغ کښې څروى او دا خوشے لاړ شى او د بل چا په پټى کښې فصل وخورى، نو هغه به خامخا په تاوان کښې د خپل پټى يا د انګورو باغ نه د ټولو نه ښۀ پېداوار ورکوى. ۶ کۀ څوک په خپل پټى کښې اور ولګوى او اور د واښو په ذريعه د بل چا پټى ته ورسيږى او د هغۀ ګېډۍ شوے، رېبلے شوے، يا داسې فصل وسوزوى چې ولاړ وى، چا چې دا اور لګولے وى هغه به يې پوره تاوان ورکوى. ۷ کۀ يو کس د بل چا پېسې يا قيمتى څيزونه د امانت په توګه د هغۀ دپاره کېږدى او د هغۀ د کور نه غلا وشى او هغه غل ونيولے شى نو يو په دوه به ترې نه اخستلے شى. ۸ خو کۀ غل ونۀ نيولے شى، نو د چا سره چې امانت پروت وو هغه به خامخا د قاضيانو په مخکښې حاضر شى او هلته به قسم وکړى چې دغه پردے مال دۀ پخپله نۀ دے پټ کړے. ۹ د مال او سامان هر قِسم لانجې، کۀ هغه د څاروو، خرونو، ګډو، جامو، يا د بل ورک شوى څيز په حقله وى، چې دوه کسان په کښې دعوىٰ لرى هغوئ دې خپلې لانجې د قاضيانو په مخکښې پېش کوى. هغوئ چې چا ته پړ ووائى نو هغه به هغه بل ته يو په دوه ورکوى. ۱۰ کۀ يو کس بل کس له خپل خر، غوا، ګډه يا بل څاروے امانت ورکړى او هغه مړ يا زخمى شى يا په داسې وخت کښې وتښتولے شى چې هيڅ څوک يې هم ونۀ وينى، ۱۱ نو هغه کس به ورته د مالِک خُدائ په نوم قسم کوى چې د هغه بل کس ځناور يې نۀ دے پټ کړے. کۀ هغه ځناور چا نۀ وى پټ کړے، نو هغه مالِک دې دا قسم ومنى او تاوان ورکولو ته ضرورت نشته، ۱۲ خو کۀ ځناور چا پټ کړے وى، نو هغه کس به خامخا مالِک ته د هغې تاوان ورکوى. ۱۳ خو کۀ هغه ځنګلى ځناور وژلے وى، نو هغه کس به د هغې پاتې حِصه د ثبوت دپاره راوړى، نو هغۀ له د هغه ځناور د تاوان ورکولو ضرورت نشته کوم چې ځنګلى ځناورو وژلے وى. ۱۴ کۀ يو کس د بل کس نه يو څاروے وغواړى او هغه په داسې وخت کښې زخمى يا مړ شى چې مالِک يې موجود نۀ وى، نو هغه به يې خامخا تاوان ورکوى. ۱۵ خو کۀ دا کار په داسې وخت کښې شوے وى چې مالِک يې حاضر وى، نو هغۀ ته د تاوان ورکولو ضرورت نشته. کۀ ځناور يې په مزدورۍ راوستلے وى، نو هغه به صِرف د مزدورۍ پېسې په تاوان کښې ورکوى.

اخلاقى او مذهبى قانون

۱۶ کۀ يو سړے يوه پېغله دوکه کړى چې هغه کوژدن شوې هم نۀ وى او د هغې سره څملى، هغه دې خامخا د هغې حق مهر ورکړى نو ښځه به يې شى. ۱۷ خو کۀ پلار يې هغۀ له د ورکولو نه اِنکار وکړى، نو هغه به خامخا د هغې پېغلې پلار له د حق مهر برابر قيمت ورکوى. ۱۸ کومه ښځه چې کوډې کوى هغه ژوندۍ مۀ پرېږدئ. ۱۹ هغه کس به خامخا وژلے شى کوم چې د ځناور سره زنا وکړى. ۲۰ څوک چې د مالِک خُدائ نه بغېر بل خُدائ ته قربانى پېش کوى هغه دې هلاک کړے شى. ۲۱ د يو مسافر سره بد سلوک يا زياتے مۀ کوئ، هغه راياد کړئ چې تاسو په خپله د مِصر په مُلک کښې مسافر وئ. ۲۲ د کونډې يا يتيم سره بد سلوک مۀ کوئ. ۲۳ کۀ تاسو د هغوئ سره بد سلوک وکړو او چې کله هغوئ ما مالِک خُدائ ته د مدد دپاره فرياد وکړى نو زۀ به د هغوئ فرياد اورم، ۲۴ او زۀ به په قهر شم او تاسو به په جنګ ووژنم. ستاسو ښځې به کونډې شى او ستاسو بچى به يتيمانان شى. ۲۵ کۀ تاسو زما د خلقو نه يو کس له قرض ورکړئ چې هغه غريب وى، د هغۀ سره د يو قرض ورکوونکى په شان عمل مۀ کوئ او سود ترې نه مۀ غواړئ. ۲۶ کۀ تاسو د قرض په ضمانت کښې د چا نه چُوغه واخلئ، دا به تاسو د نمرپرېواتو نه مخکښې هغۀ له واپس ورکوئ، ۲۷ ځکه چې د هغۀ سره د ځان پټولو دپاره صرف يوه چُوغه وه، د دې نه بغېر هغه په څۀ کښې اودۀ شى؟ چې کله هغه ما ته سوال زارى وکړى، زۀ به د هغۀ فرياد اورم ځکه چې زۀ رحيم يم. ۲۸ د خُدائ پاک په حق کښې بدې ردې مۀ وايئ او د خپل قوم مشرانو ته ښېرې مۀ کوئ. ۲۹ خپله غله، مے او خپل د زيتُونو تېل ما ته ښۀ په وخت پېش کوئ. تاسو خپل مشران زامن ما له راکړئ. ۳۰ تاسو د خپلو څاروو او د خپلو ګډو وړومبى پېدا شوى بچى ما ته وقف کړئ. هر يو وړومبے پېدا شوے نر بچے به اووۀ ورځې د خپلې مور سره ايساريږى او په اتمه ورځ به هغه ما ته پېش کوئ. ۳۱ تاسو به زما مقدس خلق يئ، نو د داسې ځناور غوښه مۀ خورئ چې هغه ځنګلى ځناور وژلے وى، هغه سپو ته اچوئ.