۰:۰۰ / ۰:۰۰

د هِجرت کِتاب - د تورات شريف دوېم کِتاب

اتۀويشتم باب

د اِمامانو خاص لِباس

۱ خپل ورور هارون او د هغۀ زامن، ندب، ابيهُو، اِلى‌عزر او اِتمر ځان له راوله. هغوئ د بنى اِسرائيلو د مينځ نه رابېل کړه، چې د اِمامانو په توګه زما خِدمت کوى. ۲ د خپل ورور هارون دپاره د اِمامانو جامې جوړې کړه، چې هغۀ ته عزت او ښائست مِلاو شى. ۳ ټول ماهِر خلق راوغواړه کومو له چې ما مهارت ورکړے دے او هغوئ ته ووايه چې د هارون جامې جوړې کړى، نو چې هغه د يو اِمام په توګه زما خِدمت ته وقف شى. ۴ هغوئ ته ووايه چې يو د سينې جېب، يو پېش بند، يوه چُوغه، يو قميص چې ګُلکارى ورباندې شوې وى، يو پټکے او يو کمربند جوړ کړى. هغوئ به د اِمامانو دا جامې ستا ورور هارون او د هغۀ زامنو له جوړوى، چې دوئ د اِمامانو په توګه زما خِدمت وکړى. ۵ هغه ماهِر خلق به د آسمانى رنګ، کاسنى او سور رنګ وړۍ، د سرو زرو تار او د کتان نه کار اخلى. ۶ هغوئ به پېش بند د آسمانى رنګ، کاسنى او سور رنګ وړۍ، د سرو زرو تار او د کتان نه جوړوى، چې په ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوے وى. ۷ دواړو طرفونو ته دې ورباندې د اوږې پټۍ لګېدلې وى، چې د دې په ذريعه تړلے شى. ۸ يو ښۀ ګُلکارى شوے کمربند چې د سرو زرو آسمانى او کاسنى او سور رنګ تارونو نه جوړ وى هغه دې د پېش بند سره ونښلولے شى. ۹ دوه اونيکس کاڼى واخله او په هغې باندې د يعقوب د دولسو زامنو نومونه پاخۀ وليکه، ۱۰ د هغوئ د پېدايښت په مطابق چې شپږ نومونه په يو کاڼى او شپږ په بل کاڼى باندې وى. ۱۱ په هغه دوو کاڼو باندې د يعقوب د زامنو نومونه د يو ماهِر زرګر په ذريعه وليکه او دا کاڼى په سرو زرو کښې ګېر کړه. ۱۲ دا د پېش بند د ولى په پټو باندې ولګوه چې د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو نمائندګى کوى. نو داسې هارون به د هغوئ نومونه ګرځوى، نو زۀ، مالِک خُدائ به خپل خلق همېشه دپاره ياد ساتم. ۱۳ د سرو زرو دوه نور څيزونه جوړ کړه چې دا کاڼى په کښې ګېرولے شى ۱۴ او دوه د سوچه سرو زرو زنځيرونه جوړ کړه چې د تارونو په شان تاو شوى وى او د سرو زرو په دې څيزونو پورې يې ونښلوه.

د مشر اِمام د سينې جېب

۱۵ د مشر اِمام دپاره يو د سينې جېب جوړ کړه چې د خُدائ پاک رضا معلومولو دپاره يې استعمالوى. دا به هم د هغه کتان نه جوړ وى د کوم نه چې پېش بند جوړ دے او هم هغه شان ګُلکارى به ورباندې شوې وى. ۱۶ دا به څلور‌ګوټه او دوه غبرګه وى، نهۀ اِنچۍ به اوږد او نهۀ اِنچۍ پلن وى. ۱۷ په هغه څلور قطاره قيمتى کاڼى ولګوه، په اول قطار کښې ياقوت، يو طوپاز او يو لعل ولګوه، ۱۸ په دوېم قطار کښې يو زمرد، يو نيلم او يوه هيره ولګوه، ۱۹ په درېم قطار کښې يو کائنائټ، يو عقيق او يو کټېله ولګوه، ۲۰ او په څلورم قطار کښې يو ايکوامرين، يو اونيکس کاڼے او يو جاسپر ولګوه. دا به په سرو زرو کښې ګېر شوى وى. ۲۱ په دې دولسو کاڼو په هر يو کاڼى باندې دې د يعقوب د يو زوئ نوم ليکلے وى، چې د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو نمائندګى وشى. ۲۲ د سينې جېب دپاره د سوچه سرو زرو زنځيرونه جوړ کړه، چې د تارونو په شان تاو شوى وى. ۲۳ د سرو زرو دوه کَړۍ جوړې کړه او د سينې د جېب په برنو ګوټونو پورې يې ونښلوه، ۲۴ او د سرو زرو هغه دوه زنځيرونه په هغه کړو پورې وتړه. ۲۵ د زنځيرونو دوه سرونه په هغه دوه څيزونو پورې وتړه چې په هغې کښې کاڼى ګېر کړے شوى دى او دا د پېش بند د اوږې په پټو باندې مخکښې طرف ته ونښلوه. ۲۶ بيا دوه د سرو زرو کَړۍ جوړې کړه او دا د سينې د جېب لاندې ګوټونو دننه غاړې ته د پېش بند څنګ پورې ونښلوه. ۲۷ دوه د سرو زرو نورې کَړۍ هم جوړې کړه او دا په لاندينۍ حِصه پورې د پېش بند د ولى دوه پټو په مخکښې ونښلوه چې ګنډ ته نزدې وى او په ګُلکارۍ ښائسته کړے شوى کمربند دپاسه وى. ۲۸ د سينې د جېب کَړۍ د پېش بند کړو پورې د آسمانى رنګ مزى سره وتړه، نو چې د سينې جېب په کمربند باندې پروت وى او ترې نه لرې نۀ شى. ۲۹ نو چې کله هارون مقدس ځائ ته ورننوځى، هغه به د سينې جېب د ځان سره وړى چې په کوم باندې د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو نومونه ليکلے شوى دى، نو زۀ مالِک خُدائ به خپل خلق همېشه دپاره ياد ساتم. ۳۰ د اُوريم او تميم کاڼى د سينې په جېب کښې کېږده، چې کله هارون زما پاک حضور ته راځى نو هغه به د ځان سره دا راوړى. په داسې وختونو کښې به هغه خامخا د سينې جېب اغوندى، چې د بنى اِسرائيلو دپاره د مالِک خُدائ رضا معلوموى.

د اِمامانو نور لِباس

۳۱ چې کومه چُوغه د پېش بند لاندې اغوستلے کيږى هغه به ټوله د آسمانى رنګ د وړۍ نه جوړولے شى. ۳۲ په هغې کښې به د سر دپاره يو سورے وى، چې غاړه يې مضبوطه ګنډلے شوى وى چې ونۀ شليږى. ۳۳‏-۳۴ د دې په لاندې پېنڅه باندې د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ تار انار جوړ کړه او د هر انار په مينځ کښې دې د سرو زرو ټلۍ وى. ۳۵ چې کله هارون د اِمام په توګه خِدمت کوى نو هغه به دا چُوغه اغوندى. چې کله هغه زما په حضور کښې مقدس ځائ ته ننوځى يا ترې نه وځى، نو د ټلو آواز به اورېدلے شى او هغه به نۀ مړ کيږى. ۳۶ د سوچه سرو زرو نه يوه نښه جوړه کړه او په هغې باندې وليکه، ”مالِک خُدائ ته وقف شوے.“ ۳۷ دا د يو آسمانى رنګ مزى سره د پټکى مخې ته وتړه. ۳۸ هارون به دا په خپل تندى باندې وتړى، نو زۀ مالِک خُدائ به هغه نذرانې قبلوم چې بنى اِسرائيل يې ما ته وقف کوى، کۀ خلق د دې په پېش کولو کښې څۀ غلطى هم کوى. ۳۹ د هارون دپاره د کتان نه يو قميص جوړ کړه او د کتان نه ورله پټکے جوړ کړه او يو کمربند هم جوړ کړه چې ګُلکارى ورباندې شوې وى. ۴۰ د هارون د زامنو دپاره قميصونه، کمربند او ټوپۍ جوړې کړه، چې هغوئ ته عزت او ښائست مِلاو شى. ۴۱ دا جامې خپل ورور هارون او د هغۀ زامنو ته ورواغونده. بيا هغوئ مقرر کړه او هغوئ ما ته وقف کولو دپاره د زيتُونو په تېلو غوړ کړه، نو داسې به هغوئ د اِمامانو په توګه زما خِدمت وکړى. ۴۲ هغوئ له د کتان نه جانګى جوړ کړه، چې د ملا نه د پنډو پورې رسيږى، نو چې د هغوئ د سَتر ځايونه بربنډ نۀ شى. ۴۳ هارون او د هغۀ زامن به خامخا همېشه دپاره دا اغوندى چې کله هغوئ زما په حضور کښې خېمې ته ننوځى يا چې په مقدس ځائ کښې د اِمامانو په توګه خِدمت کوى او قربان‌ګاه ته ورنزدې کيږى، ګنې د سَتر ځايونو بربنډولو په وجه به ګناهګار شى او وبه وژلے شى. د هارون او د هغۀ د اولاد دپاره به دا حُکم د همېشه دپاره وى.