د هِجرت کِتاب - د تورات شريف دوېم کِتاب

دوېم باب

د حضرت موسىٰ پېدايښت

۱په دې دوران کښې د ليوى قبيلې يو سړى په خپله قبيله کښې يوه ښځه وکړه، ۲او د هغې نه د هغۀ يو زوئ وشو. هغې وليدل چې دا ښۀ ښکلے ماشوم وو، نو هغې دا درې مياشتې پټ وساتلو. ۳خو چې کله هغې دا نور نۀ شو پټولے، هغې د لوخو نه جوړه شوې يوه ټوکرۍ راواخستله او په دې يې تارکول ولګول چې اوبۀ په کښې دننه نۀ ځى. هغې ماشوم په دې کښې کښېنولو او دا يې بيا د درياب په غاړه په لوخو کښې کېښوده. ۴د ماشوم خور لږه لرې ولاړه وه او کتل يې چې په هغۀ به څۀ کيږى. ۵د فِرعون لور لامبلو له د درياب غاړې له راغله، د هغې خِدمتګارې هم د درياب په غاړه روانې وې نو ناڅاپه هغې په لوخو کښې هغه ټوکرۍ وليدله او يوه خِدمتګاره يې ورولېږله چې هغې ته يې را وړى. ۶د فِرعون لور ټوکرۍ کولاو کړه او يو ماشوم يې په کښې وليدو. هغۀ ژړل او د هغې ورباندې زړۀ وسوزېدلو. هغې ووئيل، ”دا ماشوم عبرانے دے.“ ۷بيا د هغۀ خور د فِرعون د لور نه تپوس وکړو، ”زۀ يو عبرانۍ ښځه راوغواړم څۀ چې دې ماشوم له سينه ورکوى؟“ ۸هغې ورته ووئيل، ”آو، لاړه شه.“ نو هغه جينۍ لاړه او د ماشوم خپله مور يې راوستله. ۹شهزادګۍ دې ښځې ته ووئيل، ”دا ماشوم واخله او زما دپاره سينه ورکوه او زۀ به تا له مزدورى درکوم.“ نو هغې ماشوم يوړو او هغۀ له يې سينه ورکوله. ۱۰کله چې دا ماشوم لږ لوئ شو نو هغې دا ماشوم د بادشاه لور له ورکړو او د بادشاه لور ماشوم خپل زوئ جوړ کړو. هغې د خپل ځان سره ووئيل، ”ما دا د اوبو نه راوچت کړے دے.“ نو موسىٰ نوم يې ورباندې کېښودو.

د حضرت موسىٰ ميديان ته تښتېدل

۱۱چې کله موسىٰ لوئ شو نو هغه خپلو خلقو عبرانيانو له لاړو او هغۀ وليدل چې د هغوئ نه سخت کار اخستلے شو. هغۀ دا هم وليدل چې يو مِصرى يو عبرانے وهلو، دا د موسىٰ د خپلو خلقو نه يو کس وو. ۱۲موسىٰ اخوا دېخوا وکتل او چې کله هغۀ ته پته ولګېده چې هيڅ څوک يې هم نۀ ګورى، نو هغه مِصرے يې ووژلو او د هغۀ لاش يې په شګو کښې پټ کړو. ۱۳بله ورځ هغه بهر لاړو او وې ليدل چې دوه عبرانيان په خپلو کښې په جګړه وُو. هغۀ هغه يو ته وفرمائيل کوم چې په غلطه وو، ”تۀ ولې خپل عبرانے ورور وهې؟“ ۱۴هغه سړى ورته ووئيل، ”تۀ چا په مونږ مشر کړے يې او په مونږ يې قاضى جوړ کړے يې؟ تۀ ما هم وژنې څۀ لکه چې هغه مِصرے دې وژلے وو؟“ نو موسىٰ وويرېدو او د خپل ځان سره يې وفرمائيل، ”ښه نو لکه چې ما څۀ کړى دى د هغې خلقو ته پته لګېدلې ده.“ ۱۵‏-۱۶چې کله فِرعون خبر شو چې څۀ شوى وُو، نو هغۀ د موسىٰ د وژلو کوشش وکړو، خو موسىٰ وتښتېدو او لاړو او د ميديان په مُلک کښې اوسېدو. يوه ورځ چې کله موسىٰ د يو کوهى سره ناست وو، د ميديان د اِمام يترو اووۀ لوڼه راغلې، چې اوبۀ راوباسى او د خپل پلار ګډو او چېلو دپاره ښانکونه ترې نه ډک کړى. ۱۷خو څۀ شپانو د يترو لوڼه وشړلې. نو موسىٰ د هغوئ د بچ کولو دپاره ورَغلو او د هغوئ څاروو له يې اوبۀ ورکړې. ۱۸چې کله دوئ خپل پلار له راغلې، هغۀ ترې تپوس وکړو، ”تاسو ولې نن ډېر زر راغلئ؟“ ۱۹هغوئ ورته ووئيل، ”يو مِصرى مونږ د شپانو نه بچ کړُو او هغۀ مونږ له اوبۀ هم راوخېژولې او زمونږ څاروو له يې ورکړې.“ ۲۰هغۀ د خپلو لوڼو نه تپوس وکړو، ”هغه چرته دے؟ تاسو هغه سړے بهر ولې پرېښودو؟ لاړې شئ او هغه راوغواړئ چې مونږ سره روټۍ وخورى.“ ۲۱نو موسىٰ هلته اوسېدو ته راضى شو او يترو هغۀ ته خپله لور صفوره وادۀ کړه، ۲۲د هغې نه يې يو زوئ وشو. موسىٰ د خپل ځان سره ووئيل، ”زۀ په دې مُلک کښې مسافر يم.“ نو په هغۀ يې جيرسوم نوم کېښودو. ۲۳ډېره موده پس چې د مِصر بادشاه مړ شو، خو بنى اِسرائيلو د غلامۍ په وجه فرياد کولو نو هغوئ په چغو وژړل، ”خُدايه پاکه، زمونږ مدد وکړه.“ ۲۴نو خُدائ پاک د دوئ ژړا واورېدله. هغۀ د هغوئ فرياد واورېدو او د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب سره يې خپل هغه لوظ راياد کړو. ۲۵هغۀ د بنى اِسرائيلو تکليف وليدو او ورباندې خفه شو.