کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ بیا څښتن موسی ته وویل: «ته او دا قوم چې د مصر څخه دې راوویست، له دې ځای څخه لاړ شئ او هغې ځمکې ته ورشئ چې ما وعده کړې وه چې هغه به ابراهیم، اسحاق، یعقوب او د هغوی اولادې ته ورکړم. ۲ زه به ستاسو څخه مخکې یوه فرښته ولېږم او کنعانیان، اموریان، حیتیان، فرزیان، حویان او یبوسیان به له هغه ځای څخه راوباسم. ۳ تاسو ډېرې غني او حاصلخېزې ځمکې ته ځئ! خو زه به تاسو سره لاړ نه شم، ځکه چې تاسو سرزوری قوم یئ او کېدای شي چې په لاره کې مو له منځه یوسم.»
۴-۵ مخکې هم څښتن داسې سختې خبرې کړې وې او موسی ته یې داسې ویلي وو: «په رښتیا سره دا قوم سرزوری دی. که زه د هغوی سره لاړ شم، نو هغوی به سمدلاسه ووژنم. خو هغوی ته ووایه چې خپلې ګاڼې وباسي، بیا به زه پرېکړه وکړم چې د هغوی سره څه وکړم.» نو خلکو په ژړا پيل وکړ. ۶ کله چې هغوی د سینا د غره څخه لاړل، نور یې د ګاڼو اچول بس کړل.
۷ موسی به د کمپ څخه دباندې په یوې لېرې فاصله کې یوه خېمه ودروله او هغه به یې د څښتن د حضورۍ د خېمې په نوم یادوله. هرچا چې به غوښتل د کوم شي په اړه د څښتن رضا معلومه کړي، نو هغې خېمې ته به ورتلل. ۸ کله به چې موسی هغې خېمې ته ورتله، ټول خلک به د خپلو خېمو په دروازو کې ودرېدل او موسی ته به یې تر هغه وخته پورې کتل، ترڅو چې به هغه خېمې ته ورننوت. ۹ د موسی د ننوتلو څخه وروسته به هغه د ستنې په شان ورېځ راښکته کېدله او د خېمې د دروازې په خولې کې به ودرېدله او څښتن به د موسی سره د هغې ورېځې له منځ نه خبرې کولې. ۱۰ څنګه به چې قوم د خېمې په دروازه کې هغه ورېځ لیدله چې ولاړه به وه، نو ټول به په سجده پرېوتل. ۱۱ څښتن به موسی سره مخامخ خبرې کولې لکه څنګه چې یو سړی د خپل ملګري سره خبرې کوي. بیا به موسی کمپ ته راستنېده، خو د هغه ځوان مرستیال د نون زوی یوشع به په خېمه کې پاتې کېده.
۱۲ موسی څښتن ته وویل: «ته ماته وایې چې دغه قوم بوځه، خو دا دې راته ونه ویل چې څوک راسره لېږې. تا ماته ویلي دي چې زه تا ښه پېژنم او ستا څخه خوشحاله یم. ۱۳ که چېرې ته زما څخه خوشحاله یې، نو ماته دې خپل پلانونه ووایه، ترڅو تا وپېژنم او تل دې خوشحاله کړم. دا مه هېروه چې دا قوم ستا خپل قوم دی.» ۱۴ څښتن په ځواب کې وویل: «زه به په خپله ستا سره لاړ شم او بری به درکړم.» ۱۵ موسی هغه ته وویل: «که چېرې ته زمونږ سره نه ځې، نو مونږ مه مجبوروه چې له دې ځای څخه لاړ شو. ۱۶ خو که چېرې ته زمونږ سره لاړ شې، نو هرڅوک به په دې پوه شي چې ته د خپل قوم او زما څخه خوشحاله یې. په دې ډول به د نړۍ د نورو ټولو قومونو څخه زمونږ فرق وشي.»
۱۷ څښتن موسی ته وویل: «کومه غوښتنه چې تا کړې ده زه به هماغسې وکړم، ځکه چې زه تا ډېر ښه پېژنم او ستا څخه خوشحاله یم.» ۱۸ بیا موسی وویل: «اوس دې خپل جلال ماته وښایه.» ۱۹ څښتن په ځواب کې وویل: «زه به ستا په مخکې تېر شم او ته به زما شان او شوکت وګورې او خپل پاک نوم به درته ووایم. زه څښتن یم او په چا باندې چې وغواړم رحم وکړم، نو په هغوی باندې رحم کوم او په چا باندې چې وغواړم مهربانه شم نو په هغوی باندې مهرباني کوم.» ۲۰ هغه زیاته کړه: «خو تا نه پرېږدم چې زما مخ ووینې، ځکه هېڅوک نه شي کولای چې زما مخ وویني او ژوندی پاتې شي.» ۲۱ بیا څښتن وویل: «دلته زما په خوا کې یو ځای شته، ته کولای شې چې په یو ګټ باندې ودرېږې. ۲۲ کله چې زما جلال تېریږي، زه به تا د ګټ په یو چاود کې واچوم او په خپل لاس به دې پټ کړم، ترڅو زه تېر شم. ۲۳ بیا به زه خپل لاس لېرې کړم او ته به زما شا ووینې، خو مخ به مې ونه وینې.»