د هجرت کتاب

څلوردېرشم فصل

د تیږو نوې لوحې

(تثنیه ۱۰: ۱ - ۵)

۱ څښتن موسی ته وویل: «د لومړنیو لوحو په شان د تیږو دوه لوحې تیارې کړه، زه به په هغو باندې هغه خبرې ولیکم چې په لومړنیو لوحو باندې لیکل شوې وې او تا ماتې کړې. ۲ سبا سهار تیار اوسه او د سینا غره ته راوخېژه او د غره په سر باندې ماته ځان حاضر کړه. ۳ ستا سره دې هېڅوک نه راځي او په غره باندې دې په هېڅ ځای کې څوک ونه لیدل شي، حتی رمې او پادې دې هم د غره په لمنه کې نه څري.» ۴ نو موسی د څښتن د حکم سره سم د لومړنیو لوحو په شان دوه د تیږو لوحې تیارې کړې. هغه سهار وختي پاڅېده او لوحې یې د ځان سره واخیستلې او د سینا غره ته پورته شو.

۵ بیا څښتن په ورېځ کې راښکته شو او د موسی سره هلته ودرېده او خپل سپېڅلی نوم یې «څښتن» اعلان کړ. ۶ بیا څښتن د موسی په مخکې تېر شو او دا غږ یې وکړ: «زه څښتن یعنې څښتن خدای یم، زه رحیم او مهربانه خدای یم. زر نه په قهرېږم او تلپاتې مینه او وفاداري کوم. ۷ د زرګونو خلکو سره تلپاتې مینه کوم او زه بدي، سرغړونه او ګناه بخښم. خو ګناهکاران هیڅکله بې سزا نه پرېږدم او د پلرونو د ګناه سزا به د هغوی اولادونو او لمسیو ته تر درېم او څلورم نسله پورې ورکړم.»

۸ موسی سمدلاسه په سجده شو. ۹ هغه وویل: «ای څښتنه، که چېرې ته په رښتیا سره زما څخه خوشحاله یې، نو ستا څخه غوښتنه کوم چې زمونږ سره لاړ شه. که څه هم دا قوم سرزوری دی، خو ته زمونږ بدي او ګناه وبخښه او مونږ د خپل قوم په توګه قبول کړه.»

څښتن د اسراییلو سره خپل لوظ نوی کوي

(هجرت ۲۳: ۱۴ - ۱۹ او تثنیه ۷: ۱ - ۵، ۱۶: ۱ - ۱۷)

۱۰ بیا څښتن موسی ته وویل: «زه اوس د اسراییلو د خلکو سره یو لوظ کوم. زه به د هغوی په مخکې داسې عجیبه کارونه وکړم چې د ټولې نړۍ په هېڅ یو قوم کې شوي نه وي. کوم خلک چې تاسو یې په منځ کې اوسېږئ، هغوی به وویني چې زه څښتن ستاسو دپاره څومره هیبتناکه کارونه کوم. ۱۱ نن چې زه تاسو ته کوم حکمونه درکوم هغو ته غاړه کېږدئ. نو بیا به زه اموریان، کنعانیان، حیتیان، فرزیان، حویان او یبوسیان ستاسو له مخې څخه لېرې کړم. ۱۲ کوم وطن ته چې تاسو روان یئ، پام کوئ چې د هغه وطن له اوسېدونکو سره کوم تړون ونه کړئ. که نه، نو د هغوی په دام کې به راګېر شئ. ۱۳ د هغوی د قربانۍ ځایونه وران کړئ، هغه لویې تیږې چې د عبادت دپاره ورڅخه کار اخیستل کیږي، ماتې کړئ او د اشیره بتان یې راوغورځوئ.

۱۴ د بل خدای عبادت مه کوئ، ځکه څښتن چې نوم یې غیرتي دی، هغه غیرتي خدای دی. ۱۵ پام کوئ چې د هغه وطن د اوسېدونکو سره کوم تړون ونه کړئ، ځکه کله چې هغوی د خپلو خدایانو عبادت کوي او قرباني ورته وړاندې کوي، نو تاسو ته به هم بلنه درکړي او تاسو به بې لارې کړي، ترڅو د هغوی قربانۍ وخورئ. ۱۶ که چېرې تاسو د هغوی لورګانې خپلو زامنو ته په نکاح کړئ، نو څرنګه چې هغوی د خپلو خدایانو عبادت کوي، نو ستاسو زامن به هم خپلې لارې ته راواړوي.

۱۷ خپلو ځانونو ته د فلز څخه بتان مه جوړوئ.

۱۸ د فطیرې ډوډۍ اختر ولمانځئ. لکه څنګه چې ما تاسو ته حکم کړی دی، اووه ورځې فطیره ډوډۍ وخورئ. دا کار د ابیب په میاشت کې په ټاکل شوي وخت وکړئ، ځکه چې په دې میاشت کې تاسو له مصر څخه راووتلئ.

۱۹ ستاسو په کورنیو کې هر لومړني زېږول شوي نران او ستاسو د رمو او پادو لومړني زېږول شوي نران بچي زما دي. ۲۰ لومړنی زېږېدل شوی خر د یو وري سره بدل کړئ، خو که چېرې تاسو هغه بدل نه کړ، نو د هغه خر ورمېږ مات کړئ. خپل ټول لومړني زېږول شوي زامن بېرته په بیه واخلئ. هېڅوک دې ماته تش لاس رانه شي.

۲۱ شپږ ورځې کار وکړئ. خو په اوومه ورځ ارام وکړئ، حتی د قلبې او لو په وخت کې هم باید کار ونه کړئ.

۲۲ کله چې تاسو د غنمو د لومړني حاصل لو کول پیل کوئ، نو د لو کولو اختر ولمانځئ او د لومړني حاصل د راټولولو اختر په مني کې ولمانځئ.

۲۳ ستاسو ټول نارینه باید په کال کې درې ځلې څښتن تعالی یعنې د اسراییلو خدای ته د عبادت دپاره راشي. ۲۴ کله چې تاسو په هر کال کې درې ځلې د خپل څښتن خدای حضور ته د عبادت دپاره راځئ، نو هېڅوک به په تاسو باندې حمله نه کوي او ستاسو جایداد به نه نیسي. زه به هغه قومونه چې ستاسو په وړاندې ودریږي، لېرې کړم او ستاسو سیمه به پراخه کړم.

۲۵ کله چې تاسو ماته یو حیوان قرباني کوئ، نو هغه د خمیرې ډوډۍ سره مه وړاندې کوئ. کوم حیوان چې د فسحې په اختر کې حلالیږي، د هغه د غوښې څخه تر سهاره پورې هېڅ شی مه ساتئ.

۲۶ هر کال د خپل څښتن خدای کور ته د خپل لومړني حاصل ډېرې ښې غلې دانې راوړئ.

یو سېرلی د خپلې مور په شیدو کې مه پخوئ.»

۲۷ څښتن موسی ته وویل: «دا خبرې ولیکه، ځکه چې دا د هغه لوظ شرطونه دي چې ستا سره او د اسراییلو د قوم سره مې کړی دی.» ۲۸ موسی څلوېښت شپې او څلوېښت ورځې د څښتن سره په غره کې پاتې شو، په دې ټوله موده کې هغه نه څه وڅښل او نه یې څه وخوړل. هغه د لوظ خبرې یعنې لس حکمونه په لوحو باندې ولیکل.

موسی د سینا د غره څخه راښکته کیږي

۲۹ کله چې موسی د تیږو د دوو لوحو سره چې حکمونه ورباندې لیکل شوي وو د سینا له غره څخه راښکته شو، نو د هغه مخ ځلېده، ځکه چې هغه د څښتن سره خبرې کړې وې، خو هغه ورڅخه خبر نه ؤ. ۳۰ کله چې هارون او د اسراییلو خلکو د موسی مخ ولیده چې ځلیږي، نو هغوی له وېرې موسی ته ورنژدې نه شول. ۳۱ خو موسی هغوی راوغوښتل. نو هارون او د قوم ټول مشران موسی ته ورغلل او موسی د هغوی سره خبرې وکړې. ۳۲ وروسته ټول اسراییلیان موسی ته نژدې ورغلل او موسی هغوی ته هغه ټول حکمونه ورکړل چې څښتن هغه ته د سینا په غره باندې ورکړي وو. ۳۳ کله چې موسی د هغوی سره خپلې خبرې خلاصې کړې، نو هغه خپل مخ په پردې باندې پټ کړ. ۳۴ خو کله به چې موسی د څښتن د حضور خېمې ته ورننوت چې د څښتن سره خبرې وکړي، نو خپله پرده به یې لېرې کوله. چې کله به هغه راووت، نو خلکو ته به یې د څښتن حکمونه بیانول ۳۵ او هغوی به لیدل چې د موسی مخ ځلیږي. تر هغه وخته پورې چې هغه به بیا څښتن ته د خبرو کولو دپاره تللو، نو په خپل مخ باندې به یې پرده اچوله.