کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ د ابي، بانجاني او سرو وړیو څخه هغوی په سپېڅلي ځای کې د خدمت کولو دپاره ښکلي کالي جوړ کړل. هغوی د هارون دپاره هم د څښتن د حکم له مخې چې موسی ته یې کړی ؤ، ځانګړي کالي جوړ کړل.
۲ هغوی د سرو زرو او د ابي، بانجاني او سرو وړیو او د ښه کتان څخه سپېڅلی پېشبند جوړ کړ. ۳ هغوی سره زر وټکول او نرۍ پاڼې یې ورڅخه جوړې کړې او تارونه یې ورڅخه پرې کړل چې په ابي، بانجاني او سرو وړیو او ښه کتان کې ورڅخه کار واخیستل شي، دا د یو ماهر کسبګر کار ؤ. ۴ هغوی د سپېڅلي پېشبند دپاره د اوږې دوه تسمې جوړې کړې او د هغه په دواړو خواو باندې یې ونښلولې چې پېشبند ورسره وتړل شي. ۵ ښه اوبدل شوی کمربند چې د هماغه موادو څخه جوړ شوی ؤ، هغه د سپېڅلي پېشبند سره ونښلول شو چې د یوې ټوټې په شان ښکاره شي. هغوی دا کار د څښتن د حکم سره سم چې موسی ته یې کړی ؤ، وکړ.
۶ هغوی د عقیقو تیږې په هغو ځایونو کې ولګولې چې د سرو زرو د قابونو په شان جوړ شوي دي او په هغو باندې یې د مهر په شان د یعقوب د زامنو د نومونو نقش وویست. ۷ لکه څنګه چې څښتن موسی ته حکم کړی ؤ، هغوی هغه تیږې د سپېڅلي پېشبند د اوږې په تسمو باندې ولګولې چې د اسراییلو د دولسو قبیلو استازیتوب وکړي.
۸ هغوی سینه پوښ د هماغو موادو څخه جوړ کړ چې سپېڅلی پېشبند ورڅخه جوړ شوی ؤ او هماغسې ګلدوزي شو. ۹ هغه څلور کنجه ؤ، دوه ویشت سانتي اوږد او دوه ویشت سانتي پلن ؤ او دوه قاته ؤ. ۱۰ بیا هغوی په هغه باندې څلور قطاره قیمتي تیږې ولګولې. په لومړي قطار کې یې یو یاقوت، یو زیړ یاقوت او یو لعل ولګاوه، ۱۱ په دوهم قطار کې یې یو زمرد، یوه د لاجوردو تیږه او یو الماس ولګاوه، ۱۲ په درېم قطار کې یې یوه فیروزه، یو سپین عقیق او یو بانجاني یاقوت ولګاوه، ۱۳ په څلورم قطار کې یې یو شینکی یاقوت، د عقیقو یوه تیږه او یو یشم ولګاوه. هغه په داسې ځایونو کې ولګول شول چې د سرو زرو د قابونو په شان جوړ شوي دي. ۱۴ هلته دولس تیږې وې، د یعقوب د زامنو د هر یو نوم دپاره یوه یوه تیږه، په هرې یوې کې د یو مهر په شان نقش ویستل شوی ؤ او د دولسو قبیلو څخه د یوې قبیلې نوم په کې ؤ.
۱۵ هغوی د سینه پوښ دپاره د سوچه سرو زرو څخه داسې زنځیرونه جوړ کړل چې د یوې رسۍ په شان تاو شوي وو. ۱۶ دوه د سرو زرو د قابونو په شان ځایونه او دوه د سرو زرو کړۍ ګانې یې جوړې کړې او د سینه پوښ په پورتنیو کنجونو پورې یې ونښلولې. ۱۷ په دغو دوو کړیو باندې یې دوه د سرو زرو زنځیرونه وتړل، ۱۸ او د زنځیرونو دوه نور سرونه یې په هغو ځایونو باندې چې د سرو زرو د قابونو په شان وو، وتړل او په دې ډول یې د سپېڅلي پېشبند د اوږې د تسمو په مخکینۍ برخې باندې ونښلول. ۱۹ هغوی د سرو زرو دوه کړۍ ګانې جوړې کړې او د سینه پوښ په لاندېنیو کنجونو پورې یې په دنننۍ څنډې باندې د سپېڅلي پېشبند په څنګ کې ونښلولې. ۲۰ دوه نورې کړۍ ګانې یې جوړې کړې او د اوږې د تسمو په لاندېنۍ برخه کې یې ونښلولې چې د سپېڅلي پېشبند په مخکینۍ برخې باندې بخۍ ته نژدې او د سپېڅلي پېشبند د کمربند دپاسه وې. ۲۱ لکه څنګه چې څښتن موسی ته حکم کړی ؤ، هغوی د سینه پوښ کړۍ ګانې د سپېڅلي پېشبند د کړۍ ګانو سره په ابي مزي باندې وتړلې چې د کمربند سره وصل شي، ترڅو سینه پوښ د سپېڅلي پېشبند څخه لېرې نه شي.
۲۲ هغه چپنه چې د سپېڅلي پېشبند لاندې اغوستل کېدله ټوله د ابي ټوکر څخه جوړه شوه. ۲۳ د هغې په منځ کې یې د سر دپاره یو سوری پرېښود او د سوري ګردچاپېره یې یوه غاړه وګنډله، ترڅو چپنه ونه شلیږي. ۲۴ هغوی د چپنې د لمنې په څنډه باندې د ابي، بانجاني او سرو وړیو او ښه کتان څخه انار جوړ کړل. ۲۵ د سوچه سرو زرو څخه یې زنګونه جوړ کړل او هغه یې د لمنې په څنډه باندې د انارو ترمنځ ونښلول. ۲۶ لکه څنګه چې څښتن موسی ته حکم کړی ؤ، زنګونه او انار د هغې چپنې د لمنې په څنډه باندې چې د خدمت کولو دپاره به اغوستل کېدله، د یو بل ترمنځ راغلل.
۲۷ هغوی د هارون او د هغه د زامنو دپاره د ښه کتان څخه کمیسونه جوړ کړل ۲۸ او لونګۍ، خولۍ ګانې او نېکرونه یې ورته د ښه کتان څخه جوړ کړل. ۲۹ پټۍ د ښه کتان او د ابي، بانجاني او سرو وړیو څخه جوړه شوې وه او هغه ګلدوزي شوې وه، لکه څنګه چې څښتن موسی ته حکم کړی ؤ
۳۰ هغوی د سوچه سرو زرو څخه یو ګل جوړ کړ او په هغه باندې یې د دې لغتونو یعنې څښتن ته وقف شوی یو نقش وویست لکه څنګه چې په یو مهر باندې ویستل کیږي. ۳۱ لکه څنګه چې څښتن موسی ته حکم کړی ؤ، هغوی هغه ګل په یو ابي مزي باندې د لونګۍ په مخکینۍ برخې پورې وتاړه.
۳۲ په دې ډول هغه ټول کار چې په سپېڅلې خېمې باندې روان ؤ، هغه ختم شو. اسراییلیانو ټول شیان د څښتن د حکم سره سم چې موسی ته یې کړی ؤ، جوړ کړل. ۳۳ بیا هغوی دا شیان موسی ته راوړل: خېمه او د هغې ټول سامان، د هغې چنګکونه، چوکاټونه، اړمونه، ستنې او پایې، ۳۴ د پسه د داسې پوستکي څخه پوښ چې سور رنګ ورکړل شوی ؤ، د ښې څرمنې پوښ او دنننۍ پرده، ۳۵ د لوظ صندوق چې د تیږو لوحې په کې دي، د هغه د میلو سره او د هغه سرپوښ چې کفاره ورباندې ادا کیږي، ۳۶ مېز د هغه د ټول سامان سره او سپېڅلې ډوډۍ، ۳۷ د سوچه سرو زرو څراغدان، د هغه څراغونه، د هغه ټول سامان او د څراغونو دپاره تېل، ۳۸ د سرو زرو د قربانۍ ځای، د مسح کولو تېل او خوشبویي، د سپېڅلې خېمې د دروازې دپاره پرده، ۳۹ د قربانۍ برنجي ځای د هغې د برنجي جالۍ سره، د هغې ستنې او ټول لوښي، تشت د پایې سره، ۴۰ د حوېلۍ پردې د هغو د ستنو او پایو سره او د حوېلۍ د دروازې دپاره پرده، د حوېلۍ دپاره رسۍ ګانې او موږي، د سپېڅلې خېمې دپاره ټول سامان ۴۱ او ښکلي کالي چې په سپېڅلي ځای کې د خدمت دپاره اغوستل کیږي، د هارون کاهن دپاره ځانګړي کالي او د هغه د زامنو دپاره کالي کله چې هغوی د کاهنانو په توګه خدمت کوي.
۴۲ لکه څنګه چې څښتن موسی ته حکم کړی ؤ، اسراییلیانو ټول کارونه سرته رسولي وو. ۴۳ موسی ټول کار وکاته او ویې لیدل چې هغوی د څښتن د حکم سره سم کار کړی ؤ. نو هغوی ته یې برکت ورکړ.