فصل بعدی

د هجرت کتاب

څلوېښتم فصل

د سپېڅلې خېمې ودرول

۱ بیا څښتن موسی ته وویل: ۲ «د لومړۍ میاشتې په لومړۍ ورځ سپېڅلې خېمه ودروه. ۳ په هغې کې د لوظ صندوق چې لس حکمونه په کې دي، کېږده او هغه په پردې باندې پټ کړه. ۴ مېز دننه راوړه او سامان ورباندې کېږده. همدارنګه څراغدان هم دننه راوړه او څراغونه ورباندې کېږده. ۵ د سرو زرو د خوشبویۍ د سوځولو د قربانۍ ځای د لوظ د صندوق په مخکې کېږده او د خېمې په دروازه باندې پرده ځوړنده کړه. ۶ د سوځېدونکې نذرانې د قربانۍ ځای د سپېڅلې خېمې د دروازې په مخکې کېږده. ۷ د خېمې او قربانۍ د ځای ترمنځ تشت کېږده او اوبه په کې واچوه. ۸ د هغې ګردچاپېره یوه حوېلۍ جوړه کړه او د حوېلۍ په دروازه باندې پرده ځوړنده کړه.

۹ د مسح کولو تېل واخله او خېمه او هرڅه چې په کې دي هغه ورباندې مسح کړه. خېمه او د هغې ټول سامان وقف کړه او هغه به سپېڅلی شي. ۱۰ بیا د سوځېدونکې نذرانې د قربانۍ ځای او د هغه ټول لوښي مسح کړه. د قربانۍ ځای وقف کړه او هغه به په پوره توګه سپېڅلی شي. ۱۱ تشت او د هغه پایه مسح کړه او وقف یې کړه.

۱۲ هارون او د هغه زامن د سپېڅلې خېمې د دروازې خولې ته راوله او غسل ورته ورکړه. ۱۳ بیا هارون ته ځانګړي کالي ورواغونده او مسح او وقف یې کړه، ترڅو هغه د کاهن په توګه زما خدمت وکړي. ۱۴ د هغه زامن راوله او کمیسونه ورته ورواغونده. ۱۵ هغوی کټ مټ داسې مسح کړه لکه څنګه چې تا د هغوی پلار مسح کړ، ترڅو هغوی د کاهنانو په توګه زما خدمت وکړي. د هغوی مسح کېدل به د یو داسې کاهنتوب دپاره وي چې تل ترتله به دوام ومومي.»

۱۶ موسی هرڅه کټ مټ د څښتن د حکم له مخې وکړل. ۱۷ نو په دوهم کال وروسته له دې چې هغوی له مصر څخه لاړل، د اولې میاشتې په لومړۍ ورځ خېمه ودروله شوه. ۱۸ کله چې موسی خېمه ودروله، نو د هغې پایې یې په خپل ځای کې کېښودلې. چوکاټونه یې ودرول، اړمونه یې ورننه ویستل او ستنې یې ودرولې. ۱۹ لکه څنګه چې څښتن حکم کړی ؤ، هغه په خېمه باندې پوښ وغوړاوه او په هغه باندې یې باندینی پوښ واچاوه.

۲۰ هغه د تیږو دوه لوحې واخیستلې او د لوظ په صندوق کې یې کېښودلې. میلې یې د صندوق په کړۍ ګانو کې واچولې او هغه سرپوښ یې ورباندې کېښود چې کفاره ورباندې ادا کیږي. ۲۱ لکه څنګه چې څښتن حکم کړی ؤ، موسی د لوظ صندوق خېمې ته دننه راوړ او پرده یې ځوړنده کړه. په دې ډول یې صندوق پټ کړ.

۲۲ موسی مېز په خېمه کې شمال خواته د پردې څخه دباندې کېښود ۲۳ او لکه څنګه چې څښتن حکم کړی ؤ، په هغه باندې یې هغه سپېڅلې ډوډۍ کېښودله چې څښتن ته وړاندې کیږي. ۲۴ څراغدان یې په خېمه کې مېز ته مخامخ جنوب خواته کېښود ۲۵ او لکه څنګه چې څښتن حکم کړی ؤ، د څښتن په حضور کې یې څراغونه کېښودل. ۲۶ موسی د سرو زرو د قربانۍ ځای په خېمه کې د پردې په مخکې کېښود ۲۷ او لکه څنګه چې څښتن حکم کړی ؤ، په هغې باندې یې خوشبویي وسوځوله. ۲۸ بیا یې پرده د خېمې په دروازه کې ځوړنده کړه. ۲۹ لکه څنګه چې څښتن حکم کړی ؤ، هغه د سوځېدونکې نذرانې د قربانۍ ځای د خېمې دروازې ته نژدې ودروله او په هغې باندې یې سوځېدونکې او د غلې دانې نذرانې وړاندې کړې.

۳۰ تشت یې د خېمې او د قربانۍ د ځای ترمنځ کېښود او د وینځلو دپاره یې اوبه په کې واچولې ۳۱ او موسی، هارون او د هغه زامنو به د هغه څخه د خپلو لاسونو او پښو د وینځلو دپاره کار اخیست. ۳۲ هرکله به چې هغوی خېمې ته ورننوتل، یا به د قربانۍ ځای ته ورتلل، نو خپل لاسونه او پښې به یې وینځلې، لکه څنګه چې څښتن موسی ته حکم کړی ؤ.

۳۳ بیا موسی د خېمې او د قربانۍ د ځای ګردچاپېره حوېلۍ جوړه کړه او د حوېلۍ په دروازې باندې یې پرده ځوړنده کړه. نو موسی کار پای ته ورساوه.

د څښتن جلال

(شمېر ۹: ۱۵ - ۲۳)

۳۴ بیا ورېځ خېمه پټه کړه او د څښتن د جلال څخه ډکه شوه. ۳۵ نو له دې امله موسی نه شو کولای چې خېمې ته ورننوځي. ۳۶ اسراییلیانو به یوازې هغه وخت خپل کمپ بل ځای ته انتقالاوه چې کله به ورېځ د خېمې څخه پورته کېدله. ۳۷ ترڅو پورې چې ورېځ به هلته ولاړه وه، نو هغوی به خپل کمپ نه انتقالاوه. ۳۸ د ټولو سفرونو په دوران کې ټولو اسراییلیانو د ورځې له خوا د څښتن د حضور ورېځ د خېمې دپاسه لیدلی شوه او د شپې له خوا به یې لیدل چې په ورېځ کې اور بلیږي.

فصل بعدی