۰:۰۰ / ۰:۰۰

د هِجرت کِتاب - د تورات شريف دوېم کِتاب

نهم باب

په مِصر پينځم افت: د ځناورو مړۀ کېدل

۱ بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”فِرعون له لاړ شه او ورته ووايه چې مالِک خُدائ، د عبرانيانو خُدائ پاک فرمائى، چې زما خلق تلو ته پرېږده چې زما عبادت وکړى. ۲ خو کۀ تۀ اِنکار کوې او هغوئ بيا هم تلو ته نۀ پرېږدى، ۳ نو ګوره، زۀ به ستا په ټولو ځناورو، ستا په آسونو، خرونو، اوښانو، څاروو، ګډو او چېلو سخته بيمارى درولېږم. ۴ زۀ به د بنى اِسرائيلو او د مِصريانو د څاروو په مينځ کښې فرق راولم او د بنى اِسرائيلو يو څاروے به هم نۀ مرى. ۵ ما مالِک خُدائ سبا وخت د دې کار کولو دپاره مقرر کړے دے.“ ۶ بله ورځ مالِک خُدائ هم هغسې وکړل لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو. د مِصريانو ټول څاروى مړۀ شول، خو د بنى اِسرائيلو يو څاروے هم مړ نۀ شو. ۷ فِرعون تپوس وکړو چې څۀ شوى وُو او هغۀ ته ووئيلے شول چې د بنى اِسرائيلو يو څاروے هم مړ نۀ شو. خو د هغۀ زړۀ سخت وو او هغۀ به خلق تلو ته نۀ پرېښودل.

په مِصر شپږم افت: دانې

۸ بيا مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته وفرمائيل، ”د بټۍ نه يو څو لَپې ايرې راواخلئ، دا به موسىٰ د فِرعون په مخکښې د آسمان طرف ته لړه کړى. ۹ دا به د دوړې په شان د مِصر په ټول مُلک کښې خورې شى او په هر ځائ کښې به دا دانې په خلقو او ځناورو راوخېژى.“ ۱۰ نو هغوئ ايرې راواخستلې او د فِرعون په مخکښې ودرېدل، موسىٰ دا د آسمان طرف ته لړه کړې، نو په خلقو او ځناورو باندې دانې راوختلې او سخا شوې. ۱۱ جادوګران د دې قابل نۀ وُو چې د موسىٰ په مخکښې ولاړ وے، ځکه چې د نورو ټولو مِصريانو په شان دوئ هم په دانو پټ وُو. ۱۲ خو مالِک خُدائ د فِرعون زړۀ سخت کړو، لکه څنګه چې هغۀ فرمائيلى وُو، چې فِرعون به د موسىٰ او هارون خبره نۀ اورى.

په مِصر اوؤم افت: ږلۍ

۱۳ بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”سحر وختى پاڅه او د فِرعون په مخکښې ودرېږه او هغۀ ته ووايه چې مالِک خُدائ، د عبرانيانو خُدائ پاک فرمائى، چې زما خلق تلو ته پرېږده چې دوئ زما عبادت وکړى. ۱۴ دا ځل به زۀ نۀ صِرف ستا درباريانو او ستا خلقو له سزا ورکوم، بلکې دغه شان تا له به هم سزا درکوم، نو تا ته به پته ولګى چې په ټوله دُنيا کښې زما په شان بل هيڅ څوک هم نشته. ۱۵ کۀ ما خپل لاس اوچت کړے وے او تۀ او ستا خلق مې په بيمارو وهلے وے، نو تاسو به د دُنيا نه ورک شوى وئ. ۱۶ خو ما تۀ د دې دپاره بادشاه کړې چې خپل طاقت ستا په ذريعه څرګند کړم او چې زما نوم په ټوله دُنيا کښې خور شى. ۱۷ خو تر اوسه پورې تۀ خپل ځان ته لوئ ګورې او زما خلق تلو ته نۀ پرېږدې. ۱۸ ګوره، سبا دا وخت به زۀ ږلۍ ووروم، چې داسې ږلۍ به کله د مِصر په تاريخ کښې هم نۀ وى شوې. ۱۹ اوس خپل څاروى راولئ او چې په پټو کښې ستاسو نور څۀ هم وى هغه محفوظ ځائ ته راوړئ. ږلۍ به په بهر پاتې خلقو او ځناورو باندې ووريږى او ټول به مړۀ شى.“ ۲۰ د فِرعون کوم درباريان چې د مالِک خُدائ د خبرې نه يرېدل نو هغوئ خپل نوکران او څاروى په منډه باندې کورونو ته بوتلل. ۲۱ خو چا چې د مالِک خُدائ خبرو ته غوږ ونۀ نيولو نو هغوئ خپل نوکران او څاروى بهر په پټو کښې پرېښودل. ۲۲ بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”خپل لاس کښې امسا آسمان ته پورته کړه، نو د مِصر په ټول مُلک، خلقو، ځناورو او په پټو کښې په ټولو بوټو به ږلۍ ووريږى.“ ۲۳‏-۲۴ نو موسىٰ خپله امسا آسمان ته پورته کړه او مالِک خُدائ تندر او ږلۍ راولېږله او برېښنا زمکه ووهله. مالِک خُدائ د ږلۍ يو لوئ طوفان او آسمانى بجلى راولېږله. د مِصر په ټول تاريخ کښې هم داسې خراب طوفان کله هم نۀ وو تېر شوے. ۲۵ د مِصر په مُلک کښې بهر ټول ځناور او خلق ږلۍ ووهل. ږلۍ په پټو کښې ټول بوټى وغورزول او ټولې ونې يې ماتې کړلې. ۲۶ خو صِرف د جشن په علاقه کښې، چرته چې بنى اِسرائيل اوسېدل، هلته لږه ږلۍ هم نۀ وه ورېدلې. ۲۷ فِرعون موسىٰ او هارون راوغوښتل او ورته يې وفرمائيل، ”دا ځل زما نه ګناه شوې ده، مالِک خُدائ صادق دے او زۀ او زما خلق بدعمله يُو. ۲۸ مالِک خُدائ ته سوال وکړه. نور مونږ دې ږلۍ او تندرونو ته نۀ شُو ټينګېدے. زۀ به تاسو تلو ته پرېږدم، تاسو به دلته نور نۀ ايسارېږئ.“ ۲۹ موسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ چې څنګه د ښار نه لاړ شم، نو زۀ به د دُعا دپاره خپل لاسونه مالِک خُدائ ته پورته کړم. نو تندر به بس شى او نوره ږلۍ به نۀ وريږى، نو داسې به تا ته پته ولګى چې زمکه د مالِک خُدائ ده. ۳۰ خو ما ته پته ده چې تۀ او ستا درباريان اوس هم د مالِک خُدائ، خُدائ پاک نه نۀ يرېږئ.“ ۳۱ سنډ او اوربشې تباه شول، ځکه چې اوربشې پخې وې او د سنډو بوټى غوټۍ شوى وُو. ۳۲ خو د غنمو فصل خراب نۀ شو، ځکه چې دا وروستو پخيږى. ۳۳ موسىٰ د فِرعون نه لاړو او د ښار نه بهر ووتلو او خپل لاسونه يې مالِک خُدائ ته پورته کړل. تندرونه، ږلۍ او باران هر څۀ ودرېدل. ۳۴ چې کله فِرعون ته پته ولګېده چې طوفان ختم شو، نو هغۀ بيا ګناه وکړه. هغۀ او د هغۀ درباريانو خپل زړونه سخت کړل ۳۵ او لکه چې څنګه مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه مخکښې فرمائيلى وُو، فِرعون بنى اِسرائيل تلو ته نۀ پرېښودل.