۰:۰۰ / ۰:۰۰

د حضرت حزقى‌ايل نبى کِتاب - ماخذ انبياء

پينځلسم باب

يروشلم بې‌کاره د انګور بوټے دے

۱ د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې، ۲ ”اے بنى آدمه، د انګور د بوټى څانګه د ځنګل د نورو ونو څانګو نه په کوم لحاظ سره ښۀ ده؟ ۳ آيا د دې لرګے د کوم شى د جوړولو دپاره استعمالولے شى؟ ولې هغوئ د دې نه موږى جوړوى چې څيزونه پرې راځوړند کړى؟ ۴ او کله چې هغه په اور کښې د سوزولو دپاره وغورزولے شى او اور د دې دواړه سرونه وسوزوى او مينځ يې په سکرو بدل شى، آيا دا بيا د څۀ شى دپاره په کار راځى؟ ۵ د سوزېدو نه مخکښې چې دا د هيڅ کار نۀ وو، نو بيا به دا څومره بې‌کاره وى کله چې دا په اور کښې وسوزيږى او سکارۀ شى؟ ۶ نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، لکه څنګه چې ما د انګور بوټى د ځنګل په بوټو کښې ورکړو چې د خشاک دپاره استعمال شى نو هم دغه شان سلوک به زۀ د هغوئ سره وکړم څوک چې په يروشلم کښې اوسيږى. ۷ زۀ به خپل مخ د هغوئ خلاف کړم، اګر کۀ هغوئ د اور نه بهر راوتل خو اور به بيا هم هغوئ وسوزوى. نو کله چې زۀ خپل مخ د هغوئ خلاف کړم، نو تاسو به پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم. ۸ زۀ به هغه زمکه ورانه ويجاړه کړم ځکه چې هغوئ زما سره بې‌وفائى کړې ده، دا د مالِک خُدائ فرمان دے.“