د حزقیال نبي کتاب

پنځلسم فصل

د انګورو د بې‌ګټې تاک په هکله یو مثال

۱ څښتن ماته وویل: ۲ «ای فاني انسانه، د انګورو د شکولو نه وروسته د انګورو د تاکونو ځینې لرګي چې پرې کیږي، نو د هغه به څه ګټه وي؟ هغه لرګي د ځنګل د نورو ونو د لرګیو په شان نه دي. ۳ ایا د هغه د لرګي نه د کوم شي په جوړولو کې کار اخیستلی شئ؟ ایا د هغه نه د شیانو د ځوړندولو دپاره موږی جوړولی شئ؟ ۴ په یقین سره هغه یوازې د اور د بلولو دپاره ښه دي. کله چې د هغه دواړه سرونه وسوځي او منځ یې سکاره شي، نو د هغه نه کوم شی جوړولی شې؟ ۵ هغه د سوځېدلو نه مخکې بې‌ګټې ؤ. اوس چې هغه په اور کې وسوځېده او سکاره شو، نو هغه نور هم بې‌ګټې شو.

۶ نو څښتن تعالی داسې وایي: ‹لکه څنګه چې مې د تاک لرګي د ځنګل د ونو څخه د سوځولو دپاره تیار کړي دي، همداسې مې د اورشلیم خلک هم د سزا دپاره تیار کړي دي ۷ او هغوی ته به سزا ورکړم. که هغوی د یو اور نه ځان خلاص کړ، خو بل اور به یې وسوځوي. کله چې زه هغوی ته سزا ورکړم، نو بیا به تاسو پوه شئ چې زه څښتن یم. ۸ د هغوی هېواد به وران او ویجاړ کړم، ځکه چې هغوی ماته وفادار نه وو. څښتن تعالی داسې ویلي دي.›»