کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ هغه ماته وویل: «ای فاني انسانه، پاڅېږه او په خپلو پښو ودرېږه. زه غواړم ستا سره خبرې وکړم.» ۲ کله چې هغه زما سره خبرې کولې، نو د خدای روح په ما باندې نازل شو او زه یې په پښو ودرولم او ما د هغه خبرې واورېدلې چې داسې یې ماته ویل: ۳ «ای فاني انسانه، زه تا د اسراییلو قوم ته لېږم، یعنې هغه سرکښه قوم ته چې زما په وړاندې یې سرکښي کړې ده. هغوی او د هغوی نیکونه تر نن ورځې پورې زما په وړاندې سرکښي کوي. ۴ اوسني خلک هم سرزوري دي او زما درناوی نه کوي، نو زه څښتن تعالی تا هغوی ته لېږم چې زما پیغام هغوی ته ورسوې. ۵ که دا خلک غوږ نیسي یا نه نیسي، دا سرکښه قوم به پوه شي چې د هغوی په منځ کې یو پیغمبر ؤ.
۶ خو ای فاني انسانه، د هغه قوم او د هغو د خبرو څخه مه وېرېږه، که د هغوی خبرې لکه د اغزن بوټي او د لړم د نېش په شان هم وي بیاهم مه وېرېږه، ځکه چې هغوی یو سرکښه قوم دی. ۷ هرڅه چې زه درته وایم هغوی ته یې ووایه، که هغوی ورته غوږ ونیسي او یا یې ونه نیسي. ځکه چې هغوی یو سرکښه قوم دی. ۸ خو ای فاني انسانه، څه چې زه درته وایم، نو غوږ ورته ونیسه. د هغه سرکښه قوم په شان نه شې. خوله دې خلاصه کړه او څه چې تاته درکوم، هغه وخوره.»
۹ په همدې شېبه مې ولیدل چې یو لاس زما خواته رااوږد شو او په هغه کې یو طومار ؤ. ۱۰ هغه طومار زما په مخکې پرانیست او د هغه په دواړو مخونو کې د ویر او افسوس کیسې لیکل شوې وې.