کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ څښتن وویل: «ای فاني انسانه، دا طومار چې ستا په مخکې دی، هغه وخوره، بیا د اسراییلو قوم ته ورشه او د هغوی سره خبرې وکړه.» ۲ نو ما خپله خوله خلاصه کړه او هغه راته طومار راکړ چې ویې خورم. ۳ هغه وویل: «ای فاني انسانه، دا طومار چې زه یې درکوم هغه وخوره، خپله خېټه دې ورباندې ډکه کړه.» نو هغه مې وخوړ او هغه زما په خوله کې د شاتو په شان خوږ ؤ.
۴ بیا هغه ماته وویل: «ای فاني انسانه، د اسراییلو قوم ته ورشه او زما خبرې هغوی ته ووایه. ۵ ځکه زه تا داسې قوم ته نه لېږم چې هغوی په کومې پردۍ او سختې ژبې خبرې کوي، بلکې د اسراییلو قوم ته دې لېږم. ۶ که چېرې ته مې داسې ډېرو قومونو ته لېږلی وای چې په سختو ژبو یې خبرې کولې چې ته ورباندې نه پوهېدلې، بیاهم هغوی به تاته غوږ نیولی وای. ۷ خو د اسراییلو قوم نه غواړي چې ستا خبرو ته غوږ ونیسي، حتی هغوی نه غواړي چې زما خبرو ته هم غوږ ونیسي، ځکه چې هغوی ټول سرزوري او سخت زړي دي. ۸ خو ګوره، زه به تا هم د هغوی په شان سرزوری کړم. ۹ زه به دې د الماس په شان ټینګ او د تیږې څخه زیات کلک کړم. د دې سرکښه قوم او د هغوی د څېرو څخه مه وېرېږه.»
۱۰ څښتن بیا راته وویل: «ای فاني انسانه، زما کلام ته په غور سره پام کوه او هرڅه چې درته وایم هغه دې په زړه کې وساته. ۱۱ بیا دې خپلو وطندارانو ته چې په جلاوطنۍ کې اوسیږي، ورشه او هغوی ته ووایه چې ته زما یعنې څښتن خدای له خوا یو پیغام لرې. دا کار وکړه، که هغوی درته غوږ نیوه یا یې نه نیوه.»
۱۲ بیا د خدای روح زه پورته کړم او د شا له خوا نه مې د یو لوړ اواز غرهار واورېد چې ویل یې: «د څښتن د جلال ثنا او صفت دې وي د هغه د اوسېدلو په ځای کې!» ۱۳ دا د هغو ژوندیو مخلوقاتو د وزرونو د وهلو اواز ؤ چې یو د بل سره لګېدل او د هغو ارابو شورماشور ؤ چې د دوی په څنګ کې وې. هغه شورماشور د یوې لویې زلزلې په شان ؤ. ۱۴ ما د څښتن حضور د هغه په ټول قدرت سره احساس کړ او کله چې د هغه روح زه پورته کړم او د ځان سره یې یووړم، نو زه ناارامه او په قهر شوم. ۱۵ نو زه د تلابیب کلي ته چې جلاوطنه خلک د کیبار د سیند په څنګ کې اوسېدل، راغلم او هلته د هغوی په منځ کې اووه ورځې سخت خفه کښېناستم.
۱۶ وروسته له اوو ورځو څښتن ماته وویل: ۱۷ «ای فاني انسانه، ته مې د اسراییلو د قوم دپاره پهرهدار ټاکلی یي. زه چې تاته کوم خبرداری درکوم باید هغوی ته یې ورسوې. ۱۸ که زه یو بدکاره انسان ته خبرداری ورکړم چې هرومرو مړ کیږي او ته زما خبرداری هغه ته ونه رسوې او ورته ونه وایې چې د خپلو بدو کارونو څخه توبه وباسې ترڅو د هغه ژوند وژغورل شي، هغه به د خپلې ګناه له امله مړ شي، نو تا به د هغه د مړینې مسوول وګڼم. ۱۹ خو که چېرې ته یو بدکاره انسان ته خبرداری ورکړې او هغه بیاهم توبه ونه باسي او د ګناه کولو څخه لاس وانخلي، نو هغه به د خپلې ګناه له امله مړ شي، خو تا به د مړینې څخه ځان ژغورلی وي.
۲۰ که چېرې یو نېک انسان له سمې لارې څخه واوړي او په بدو کارونو پیل وکړي او زه هغه د یو خطرناکه حالت سره مخامخ کړم، نو که چېرې ته ورته خبرداری ورنه کړې، هغه به د خپلي ګناه له امله مړ شي. زه به د هغه ټول ښه کارونه هېر کړم، خو تا به د هغه د مړینې مسوول وګڼم. ۲۱ خو که چېرې ته یو نېک انسان ته خبرداری ورکړې چې ګناه مه کوه او هغه ستا خبره ومني او ګناه پرېږدي، نو هغه به په پوره باور سره ژوندی پاتې شي. په دې خاطر چې هغه خبرداری قبول کړ، نو تا به د مړینې څخه ځان ژغورلی وي.»
۲۲ د څښتن د حضور زور مې په خپل بدن کې احساس کړ او ماته یې وویل: «پاڅېږه، دباندې ووځه او درې ته لاړ شه. زه به په هغه ځای کې ستا سره خبرې وکړم.»
۲۳ نو زه پاڅېدم، دباندې ووتلم او درې ته لاړم او هلته مې د څښتن جلال ولیده لکه څنګه چې مې د خابور د سیند په غاړه لیدلی ؤ. بیا زه پړمخې په ځمکه ولوېدم. ۲۴ خو د خدای روح په ما کې داخل شو او زه یې په پښو ودرولم. بیا څښتن راته وویل: «کور ته لاړ شه او خپل ځان دې په کور کې بندي کړه. ۲۵ ای فاني انسانه، ته به په پړو وتړل شې او وبه نه شې کولای چې دباندې له خلکو سره یوځای شې. ۲۶ زه به ستا ژبه په تالو پورې ونښلوم او تا به ګونګی کړم، ترڅو ونه شې کولای هغوی ورټې، ځکه چې هغوی سرکښه قوم دی. ۲۷ خو کله چې زه بیا ستا سره خبرې وکړم او تاته بېرته د خبرو کولو توان درکړم، نو څه چې زه څښتن تعالی درته وایم، ته به یې هغوی ته ووایې. ځینې خلک به ستا خبرو ته غوږ ونیسي او ځینې به یې د اورېدلو نه انکار وکړي، ځکه چې هغه سرکښه قوم دی.»