کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ څښتن وویل: «ای فاني انسانه، یوه خښته راواخله او په خپل مخکې دې کېږده او په هغې باندې د اورشلیم د ښار نقشه وباسه. ۲ بیا ښار کلابند کړه! د ښار د دېوال ګردچاپېره د ښار د کلابندۍ دېوال، د خاورو ډېرۍ، د دښمن عسکري قرارګاه او د هغې ګردچاپېره د لرګیو درنې پایې د نمونې په توګه تیارې کړه. ۳ د اوسپنې یوه تبۍ راواخله او هغه لکه د دېوال په شان د خپل ځان او ښار ترمنځ ودروه. مخ دې باید د ښار خواته وي. دا به د دې څرګندوونکی وي چې ښار د کلابندۍ لاندې دی او ته به هغه کلابند کوې. دا به د اسراییلو د قوم دپاره د خبردارۍ نښه وي. ۴-۵ بیا په چپ اړخ څمله او د اسراییلو د قوم سزا په خپل ځان واخله. ته به درې سوه او نوي ورځې هلته پاتې شې او د هغوی د ګناهونو له امله به کړېږې. زه به د هغوی د هر کال ګناه په ځای تاته د یوې ورځې سزا درکړم. ۶ کله چې دې دا سزا تېره کړه، نو بیا په ښي اړخ باندې څمله او نورې څلوېښت ورځې به د یهودا د قوم د ګناهونو له امله کړېږې، د هغوی د هر کال دپاره مې تاته یوه ورځ سزا ټاکلې ده.
۷ بیا خپل مخ د اورشلیم کلابندۍ ته راواړوه او د سوک په خوځولو د هغه په وړاندې پېشګویي وکړه. ۸ ګوره، زه به تا په پړو وتړم، ترڅو د کلابندۍ تر پایه ونه شې کولای چې د یو اړخ نه بل اړخ ته واوړې.
۹ ته لږ غنم، اوربشې، لوبیا، دال او ږدن راواخله، په یو لوښي کې یې سره ګډ کړه او ډوډۍ ورڅخه پخه کړه. دا خواړه درې سوه او نوي ورځې چې په یو اړخ باندې څملې، وخوره. ۱۰ ستا خواړه به هره ورځ یوازې دوه سوه او دېرش ګرامه ډوډۍ وي او هغه به په ټاکلي وخت خورې. ۱۱ همدارنګه ته به په ټاکلي وخت یوازې دوه جامونه اوبه څښې. ۱۲ ته به د خلکو په مخکې د انسان په وچ شویو غایطه موادو اور بلوې، په هغو به ډوډۍ پخوې او بیا به یې خورې.» ۱۳ څښتن بیا وویل: «په دې ډول کله چې زه اسراییلیان په پردیو هېوادونو کې خواره واره کړم، نو هغوی به هغه خواړه خوري چې په مذهبي لحاظ ناپاکه وي.»
۱۴ خو ما په ځواب کې وویل: «آه، ای څښتن تعالی! زه هېڅکله ناپاکه شوی نه یم. ما د وړکتوب نه هېڅکله د داسې حیوان غوښه نه ده خوړلې چې هغه په خپل مرګ مړ شوی وي او یا د کوم ځنګلي حیوان له خوا وژل شوی وي. ما هېڅکله داسې خواړه نه دي خوړلي چې ناپاکه وي.»
۱۵ نو څښتن وویل: «ډېر ښه، زه به تاته اجازه درکړم چې د انسان د غایطه موادو په ځای د غوا د خوشایو نه کار واخلې او ډوډۍ ورباندې پخه کړې.» ۱۶ هغه زیاته کړه: «واوره، ای فاني انسانه، زه به په اورشلیم خواړه بند کړم. هغوی به ډوډۍ وتلي او له اندېښنې سره به یې وخوري او اوبه به هم په ټاکلې اندازه واخلي او بیا به یې د وېرې او له رپېدلو سره وڅښي. ۱۷ زه به داسې وکړم ترڅو چې خواړه او اوبه یې په کمېدلو شي. نو له دې امله به یو بل ته له وېرې په کتلو سره ټکان وخوري او د خپلې ګناه د سزا له امله به کمزوري کیږي، ترڅو له منځه لاړ شي.»