د پیدایښت کتاب

دیارلسم فصل

لوط او ابرام سره بېلیږي

۱ ابرام د خپلې ښځې او خپلو ټولو شیانو سره چې درلودل یې د مصر څخه د کنعان جنوبي خواته لاړ او لوط د هغه سره لاړ. ۲ ابرام شتمن سړی ؤ او هغه ډېر حیوانات، سره زر او سپین زر درلودل. ۳ هغه یو ځای او بل ځای ګرځېده او د بیت‌ییل خوا ته لاړ او هغه ځای ته ورسېده چې د بیت‌ییل او عای ترمنځ پروت دی او ابرام پخوا هلته خپلې خېمې ودرولې وې. ۴ چېرته چې هغه د قربانۍ ځای جوړ کړی ؤ، هلته هغه د څښتن عبادت وکړ.

۵ لوط هم چې د ابرام سره ؤ، رمې او پادې او خېمې درلودلې. ۶ په دې خاطر چې هغوی دواړو ډېر زیات حیوانات درلودل او د هغوی دپاره په پوره اندازه د څړځایونه نه وو، نو دوی نه شو کولای چې دواړه یوځای سره واوسیږي. ۷ نو د ابرام او لوط د شپنو ترمنځ شخړه رامنځته شوه. په هغه وخت کې کنعانیان او فرزیان هم په دې خاوره کې اوسېدل.

۸ نو ابرام لوط ته وویل: «زما او ستا، یا زما د شپنو او ستا د شپنو ترمنځ باید شخړه نه وي، ځکه چې مونږ سره خپلوان یو. ۹ نو بیا راځئ چې سره بېل شو. د ځمکې هره برخه چې ته غواړې هغه غوره کړه. ته یو خوا لاړ شه او زه به بلې خواته لاړ شم.»

۱۰ لوط شاوخوا ته وکتل او د اردن ټوله دره یې ولیدله چې د سوغر پورې لکه د څښتن د باغ او مصر په شان شنه وه. دا هغه وخت ؤ چې څښتن لا سدوم او عموره له منځه نه وو وړي. ۱۱ نو لوط د اردن ټوله دره د خپل ځان دپاره خوښه کړه او د لمرخاته خواته یې کډه وکړه. په دې ډول هغوی یو د بل څخه بېل شول. ۱۲ ابرام د کنعان په خاوره کې پاتې شو او لوط د هغو ښارونو په منځ کې چې په دره کې پراته وو، ځای په ځای شو او سدوم ته نژدې یې خېمې ودرولې. ۱۳ د سدوم خلک ډېر بدکاره وو او د څښتن په وړاندې یې ډېر سخت ګناهونه کول.

ابرام حبرون ته کډه کوي

۱۴ د ابرام څخه د لوط له بېلېدلو وروسته څښتن ابرام ته وویل: «اوس دې خپلې سترګې پورته کړه او د هغه ځای څخه چې ته په کې یې، شمال، جنوب، لمرخاته او لمرپرېواته خواته وګوره. ۱۵ دا ټوله ځمکه چې ته یې وینې زه به یې تا او ستا اولادې ته درکړم او دا به تر ابده پورې ستاسو وي. ۱۶ زه به دومره زیاته اولاده درکړم چې د دښتې د شګو په شان وي چې څوک یې نه شي شمارلی. ۱۷ اوس لاړ شه او ټول هېواد وګوره، ځکه چې هغه ټول تاته درکوم.» ۱۸ نو ابرام خپلې خېمې واخیستلې او د ممري لویو ونو ته نژدې چې په حبرون کې دي ځای په ځای شو او په هغه ځای کې یې د څښتن دپاره د قربانۍ ځای جوړ کړ.