کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ هغه وخت چې ابرام د نهه نوي کالو په عمر ؤ، څښتن هغه ته ښکاره شو او ویې ویل: «زه مطلق قادر خدای یم. زما منونکی او بېګناه اوسه. ۲ زه به ستا سره یو لوظ وکړم او ډېره اولاده به درکړم.» ۳ نو هغه وخت ابرام هغه ته سجده وکړه او خدای هغه ته وویل: ۴ «ستا سره دا لوظ کوم چې ته به د ډېرو قومونو پلار شې. ۵ له دې وروسته به ستا نوم ابرام نه، بلکې ابراهیم وي، ځکه چې ته مې د ډېرو قومونو پلار کړی یې. ۶ زه به ستا نسل زیات کړم او ستا څخه به قومونه پیدا کړم او د هغوی څخه به ځینې پاچاهان شي. ۷ زه به خپل لوظ ستا، ستا د اولادې او ستا څخه وروسته ستا د راتلونکي نسل سره ټینګ وساتم او دا به ابدي لوظ وي. زه به ستا خدای یم او ستا څخه وروسته به ستا د اولادې خدای یم. ۸ زه به د کنعان ټوله خاوره په کومه کې چې ته اوس مسافر یې، ستا څخه وروسته ستا اولادې ته د ابدي ملکیت په توګه ورکړم او زه به د هغوی خدای یم.»
۹ خدای ابراهیم ته وویل: «ته او ستا څخه وروسته ستا ټوله اولاده باید زما په لوظ باندې ټینګ ودرېږئ. ۱۰ ته او ستا اولاده باید سره موافقه وکړئ چې ستاسو هر یو نارینه دې سنت شي. ۱۱-۱۲ له همدااوس نه تاسو باید هر اته ورځنی هلک سنت کړئ. په دې کې هغه غلامان چې ستاسو په کورنیو کې پیدا شوي وي او هغه غلامان چې د پردیو خلکو څخه په بیه اخیستل شوي وي، هم شامل دي. په دې کار سره به دا معلومه شي چې زما او ستاسو ترمنځ یو لوظ شته. ۱۳ هر یو کس باید سنت شي. دا به ستاسو په بدن باندې زما د ابدي لوظ نښه وي. ۱۴ هر یو نارینه چې سنت شوی نه وي باید زما د قوم څخه وشړل شي، ځکه چې هغه زما لوظ مات کړی دی.»
۱۵ خدای ابراهیم ته وویل: «له دې وروسته خپلې ښځې ته سارای مه وایه، د هغې نوم دې له همدااوس څخه ساره شي. ۱۶ زه به هغې ته برکت ورکړم او د هغې په وسیله به زوی درکړم. هغه به د قومونو مور شي او د هغې څخه به د قومونو پاچاهان راپیدا شي.» ۱۷ ابراهیم خدای ته سجده وکړه او ویې خندل او د خپل ځان سره یې وویل: «ایا د سل کلن سړي څخه به زوی پیدا شي؟ ایا ساره به په نوي کلنۍ کې ماشوم وزېږوي؟» ۱۸ ابراهیم خدای ته وویل: «اسماعیل ولې زما میراث خور نه شي؟»
۱۹ خو خدای وویل: «نه، خو ستا ښځه ساره به ستا دپاره زوی راوړي او ته به په هغه باندې اسحاق نوم کېږدې. زه به ستا د زوی اسحاق سره خپل لوظ ټینګ وساتم، ترڅو د هغه څخه وروسته د هغه د نسل دپاره یو ابدي لوظ وي. ۲۰ ما د اسماعیل په هکله ستا غوښتنه واورېدله. نو زه به هغه ته هم برکت ورکړم او هغه ته به زیات ماشومان او ډېره اولاده ورکړم. هغه به د دولسو زامنو پلار وي چې مشران به وي او زه به د هغه د اولادې څخه یو لوی قوم جوړ کړم. ۲۱ خو خپل لوظ به ستا د زوی اسحاق سره چې ساره به یې په راتلونکي کال کې په همدې وخت وزېږوي، ټینګ وساتم.» ۲۲ کله چې خدای د ابراهیم سره خپلې خبرې خلاصې کړې، نو د هغه څخه لاړ.
۲۳ ابراهیم خپل زوی اسماعیل او نور ټول نارینه چې د هغه په کورنۍ کې وو او هغه غلامان چې د هغه په کورنۍ کې زېږېدلي وو او هغه غلامان چې په پیسو باندې اخیستل شوي وو لکه څنګه چې خدای هغه ته ویلي وو، په هماغه ورځ سنت کړل. ۲۴ ابراهیم د نهه نوي کالو په عمر ؤ چې سنت کړای شو ۲۵ او د هغه زوی اسماعیل د دیارلسو کالو په عمر ؤ. ۲۶ ابراهیم او د هغه زوی اسماعیل دواړه په یوه ورځ سنت شول. ۲۷ د ابراهیم د کورنۍ هر نارینه او هغه غلامان چې د هغوی په کورنۍ کې زېږېدلي وو یا هغوی چې په پیسو اخیستل شوي وو، د هغه سره یوځای سنت شول.