۰:۰۰ / ۰:۰۰

د پېدايښت کِتاب - د تورات شريف اول کِتاب

يوويشتم باب

د حضرت اِسحاق پېدا کېدل

۱ مالِک خُدائ ساره له برکت ورکړو او خپله وعده يې ورسره پوره کړه. ۲ اګر چې اِبراهيم په خپله ډېر بوډا وو، خو لکه څنګه چې خُدائ پاک ورته فرمائيلى وُو ساره اُميدواره شوه او هم په هغه صحيح وخت د هغې زوئ وشو. ۳ اِبراهيم په خپل زوئ اِسحاق نوم کېښودو، ۴ او چې اِسحاق د اتو ورځو شو، نو اِبراهيم هغه سنت کړو، هم هغه شان چې څنګه خُدائ پاک ورته حُکم ورکړے وو. ۵ اِبراهيم د سلو کالو وو چې اِسحاق پېدا شو، ۶ نو ساره وفرمائيل، ”خُدائ پاک زۀ خندولې يم. اوس چې هر څوک د دې نه خبر شى نو زما سره به خاندى. ۷ د دې نه مخکښې چا د دې وئيلو جرأت کولے شو چې يوه ورځ به زۀ خپل ماشوم له سينه ورکوم؟ خو ګورئ، په زوړ عُمر کښې د اِبراهيم زما نه زوئ پېدا شوے دے.“ ۸ چې ماشوم غټېدو او په خپله د روټۍ د خوړلو شو، نو په هغه ورځ اِبراهيم يو لوئ خېرات وکړو.

د بى‌بى هاجِرې او د حضرت اِسمٰعيل لرې لېږل

۹‏-۱۰ يوه ورځ، ساره وکتل چې د هاجِرې زوئ اِسمٰعيل لوبې کولې، نو هغې اِبراهيم ته ووئيل، ”وينځه او د هغې زوئ وشړئ ځکه چې د وينځې زوئ به زما د زوئ اِسحاق په ميراث کښې شريک نۀ وى.“ ۱۱ دې مسئلې اِبراهيم ډېر پرېشانه کړو، ځکه چې اِسمٰعيل خو هم د هغۀ زوئ وو. ۱۲ خو خُدائ پاک وفرمائيل، ”اِبراهيمه، د خپلې وينځې او د هلک په حقله مۀ خفه کېږه. هم هغه شان وکړه چې څنګه درته ساره وائى ځکه چې هم د اِسحاق نه به ستا نسل قائم وى. ۱۳ خو د وينځې زوئ هم ستا زوئ دے او د هغۀ د اولاد نه به يو لوئ قوم جوړ کړم.“ ۱۴ بل سحر وختى اِبراهيم پاڅېدو او هاجِرې له يې د اوبو ډک مشک او روټۍ ورکړه. او دا يې ورله په اوږو کېښودل او د زوئ سره يې رُخصت کړه. او هغه لاړه او بيرسبع ته نزدې په صحرا کښې سرګردانه ګرځېدله، ۱۵ او چې د هغوئ سره اوبۀ ختمې شوې، نو هاجِرې زوئ د يو بوټى لاندې کښېنولو. ۱۶ او لږه لرې ترې کښېناسته، هغې د ځان سره ووئيل چې، ”زۀ دا نۀ شم زغملے چې د خپل زوئ مرګ ووينم.“ او هغه هلته ناسته وه سلګۍ يې وهلې او ژړل يې. ۱۷ چې کله خُدائ پاک د هلک ژړا واورېده، نو د خُدائ پاک فرښتې د آسمان نه هاجِرې ته آواز وکړو او ورته يې وفرمائيل، ”هاجِرې، تۀ ولې پرېشانه يې؟ يرېږه مه. خُدائ پاک ستا د زوئ ژړا اورېدلې ده. ۱۸ اوچت يې کړه او په غېږ کښې يې کښېنوه، ځکه چې زۀ به هغه د يو لوئ قوم پلار کړم.“ ۱۹ بيا خُدائ پاک د هغې سترګې کولاو کړې او د هغې نظر په چينې يو کوهى پرېوتو. نو هغه چينې له لاړه او مشک يې د اوبو نه ډک کړو او هلک له يې اوبۀ ورکړې. ۲۰ خُدائ پاک اِسمٰعيل له برکت ورکړو او چې هلک څنګه لوئ شو، نو د هغۀ نه يو تکړه تير انداز جوړ شو. ۲۱ هغه د فاران په صحرا کښې اوسېدو، مور ورله يوه مِصرۍ جينۍ خوښه کړه او ورته يې وادۀ کړه.

د امن معاهده

۲۲ تقريباً هم په هغه وخت ابى‌مَلِک او د هغۀ د لښکر مشر فيکُل اِبراهيم ته ووئيل، ”خُدائ پاک تا له په هر کار کښې برکت درکوى، ۲۳ اوس زۀ غواړم چې تۀ د خُدائ پاک په نوم دا قَسم وکړې چې تۀ به زما سره دوکه نۀ کوې او همېشه به زما او زما د اولاد وفادار يې، لکه څنګه چې زۀ همېشه تا سره په دې مُلک کښې وفادار وم چې تۀ دلته مسافر وې.“ ۲۴ نو اِبراهيم ورسره قَسم وکړو. ۲۵ يوه ورځ، اِبراهيم ابى‌مَلِک ته شکايت وکړو چې، ”ستا يو څو نوکرانو زما په يو کوهى قبضه کړې ده.“ ۲۶ ابى‌مَلِک ورته ووئيل، ”دا خو ما ستا نه په وړومبى ځل واورېدل. تا ما ته مخکښې ولې ونۀ وئيل؟ ما ته پته نشته چې دا چا کړى دى.“ ۲۷ اِبراهيم ابى‌مَلِک ته ګډې او څۀ غواګانې ورکړې، نو د دوئ په مينځ کښې د امن معاهده وشوه. ۲۸ اِبراهيم د خپلې رَمې نه اووۀ ګډې جدا کړې، ۲۹ او ابى‌مَلِک ترې تپوس وکړو، ”تا دا اووۀ ګډې ولې جدا کړې؟“ ۳۰ اِبراهيم جواب ورکړو، ”زۀ غواړم چې دا اووۀ ګډې زما نه قبولې کړې نو تۀ به ګواه يې چې ما دا کوهے کنستلے وو.“ ۳۱ نو په هغه ځائ يې بيرسبع نوم کېښودو، ځکه چې دوئ دواړو دلته معاهده کړې وه. ۳۲ چې کله په بيرسبع کښې معاهده وشوه، نو ابى‌مَلِک او د هغۀ د لښکر مشر فيکُل واپس د فلستيانو مُلک ته لاړل. ۳۳ اِبراهيم په بيرسبع کښې د غز ونه وکَرله او د مالِک خُدائ د ابدى خُدائ عبادت يې وکړو. ۳۴ او اِبراهيم ډېر وخت مسافر وو او د فلستيانو په مُلک کښې اوسېدو.