کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ څۀ موده وروستو خُدائ پاک د اِبراهيم امتحان واخستو، هغۀ ته يې وفرمائيل، ”اِبراهيمه.“ نو اِبراهيم جواب ورکړو، ”زۀ حاضر يم.“ ۲ خُدائ پاک ورته وفرمائيل، ”خپل زوئ روان کړه، خپل اېک يو زوئ اِسحاق، د کوم سره چې تۀ ډېره مينه کوې او د مورياه مُلک ته لاړ شه. هلته په يو غر باندې چې زۀ به يې درته ښايم، هغه ما ته د قربانۍ په توګه پېش کړه.“ ۳ نو اِبراهيم سحر وختى پاڅېدو، خپل خر يې کته کړو او خپل دوه ځوانان سړى او اِسحاق يې ځان سره روان کړل، هغۀ د سوزېدونکې قربانۍ دپاره لرګى پرې کړل او روان شو او هغه ځائ ته لاړو کوم چې خُدائ پاک ورته ښودلے وو. ۴ په درېمه ورځ چې اِبراهيم وکتل نو د لرې نه يې هغه ځائ وليدو. ۵ نو هغۀ نوکرانو ته وفرمائيل، ”دلته د خرۀ سره ايسار شئ. دا هلک او زۀ به هلته لاړ شُو او مونږ به عبادت وکړُو او واپس به تاسو له راشُو.“ ۶ اِبراهيم په اِسحاق د قربانۍ لرګى يوړل او په خپله يې يوه چاړۀ او بل سکارۀ د اور بلولو دپاره يوړل. چې کله دوئ مزل کولو، ۷ نو اِسحاق وفرمائيل، ”پلاره.“ هغۀ جواب ورکړو، ”آو، زما زويه؟“ اِسحاق ترې تپوس وکړو، ”ما ته پته ده چې تا سره سکارۀ او لرګى شته، خو د قربانۍ دپاره ګډُورے چرته دے؟“ ۸ اِبراهيم جواب ورکړو، ”زما زويه، خُدائ پاک به په خپله د يو ګډ بندوبست وکړى.“ او دوئ دواړه روان وُو. ۹ کله چې هغه ځائ ته ورسېدل کوم چې ورته خُدائ پاک ښودلے وو، اِبراهيم يوه قربانګاه جوړه کړه او لرګى يې پرې سم کېښودل. هغۀ خپل زوئ وتړلو او په قربانګاه کښې يې د لرګو دپاسه کېښودو. ۱۰ بيا اِبراهيم د خپل زوئ حلالولو دپاره چاړۀ راواخستله. ۱۱ خو ناڅاپه د مالِک خُدائ فرښتې د آسمان نه هغۀ ته وفرمائيل، ”اِبراهيمه، اِبراهيمه.“ هغۀ جواب ورکړو، ”زۀ حاضر يم.“ ۱۲ فرښتې وفرمائيل، ”هلک له چې هيڅ تکليف ورنۀ کړې او نۀ ورته څۀ ووائې. ما ته پته ده چې تۀ د خُدائ پاک نه يرېږې، ځکه چې تا هغۀ ته خپل اېک يو زوئ هم پېش کړو.“ ۱۳ اِبراهيم څۀ ګورى چې يو ګډ د ښکرو نه په غنو کښې انښتے وو. هغه لاړو او راوې نيوو او د خپل زوئ په ځائ يې د سوزېدونکې قربانۍ په توګه پېش کړو. ۱۴ اِبراهيم په هغه ځائ ”مالِک خُدائ بندوبست کوى“ نوم کېښودو. او تر ننه پورې خلق وائى، ”د مالِک خُدائ په غر به بندوبست کيږى.“ ۱۵ د مالِک خُدائ فرښتې په دوېم ځل د آسمان نه اِبراهيم ته وفرمائيل چې، ۱۶ ”مالِک خُدائ فرمائى چې زۀ مالِک خُدائ په خپل نوم قسم کوم چې زۀ به تا له ډېر زيات برکت درکړم. ځکه چې تا دا وکړل او خپل اېک يو زوئ دې هم زما نه بچ ونۀ ساتلو، ۱۷ زۀ دا وعده کوم چې زۀ به تا ته په رښتيا په برکتونو برکتونه درکوم او ستا اولاد به ډېر زياتوم لکه چې په آسمان کښې څومره ستورى دى او چې د سمندر په غاړه څومره شګې دى. ستا اولاد به خپلو دشمنانو له شکست ورکړى. ۱۸ ټول قومونه به ستا د اولاد په وسيله برکت ومومى. ځکه چې تا زما حُکم ومنلو.“ ۱۹ اِبراهيم خپلو نوکرانو ته واپس لاړو او دوئ په يو ځائ بيرسبع ته لاړل، چې چرته اِبراهيم اوسېدو.
۲۰ څۀ موده وروستو اِبراهيم خبر شو چې د خپل ورور نحور يې د مِلکاه نه اتۀ بچى پېدا شوى دى، ۲۱ مشرے عُوض، د هغۀ ورور بُوز، د آرام پلار قمواېل، ۲۲-۲۳ کَسِد، حزو، فِلداس، اِدلاف او بتواېل، د رِبقه پلار. د اِبراهيم د ورور نحور، د ښځې مِلکاه نه دا اتۀ زامن پېدا شول. ۲۴ د نحور د وينځې، رومه نه، طِبح، جاحم، تخص او معکه پېدا شول.