کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ په هغه وطن کې برسېره په هغې قحطۍ باندې چې پخوا د ابراهیم په وخت کې راغلې وه، بله قحطي هم راغله. اسحاق د فلسطینیانو پاچا ابيملک ته چې په جرار کې ؤ، ورغی. ۲ څښتن اسحاق ته ښکاره شو او ویې ویل: «مصر ته مه ځه. په همدې وطن کې په هغه ځای کې چې زه یې درته وایم، اوسېږه. ۳ همدلته اوسېږه. زه به ستا سره مل یم او برکت به درکړم. زه به تا او ستا اولادې ته دا ټوله سیمه درکړم او په هغې وعدې باندې به ټینګ ولاړ یم چې ستا د پلار ابراهیم سره مې کړې وه. ۴ ستا اولاده به د اسمان د ستورو په شان زیاته کړم او هغوی ته به دا ټوله سیمه ورکړم. ستا د اولادې په وسیله به د ځمکې په مخ ټول قومونه برکت ومومي، ۵ ځکه چې ابراهیم زما اطاعت کړی دی او زما په ټولو حکمونو او قوانینو باندې یې عمل کړی دی.»
۶ نو اسحاق په جرار کې پاتې شو. ۷ کله چې د هغه ځای خلکو د اسحاق څخه د ربکا په اړه پوښتنه وکړه، هغه وویل: «هغه زما خور ده.» ځکه هغه وېرېده چې داسې ووایي چې هغه زما ښځه ده. هغه فکر کاوه چې د هغه ځای خلک به هغه د ربکا په خاطر ووژني، ځکه چې هغه ډېره ښکلې وه. ۸ څرنګه چې اسحاق هلته زیات وخت تېر کړ، نو ابيملک د فلسطینیانو پاچا د کړکۍ څخه لاندې وکتل او ویې لیدل چې اسحاق خپله ښځه ربکا په غېږ کې نیولې وه او هغه یې ښکلوله. ۹ نو ابيملک اسحاق راوغوښت او ورته ویې ویل: «هغه په رښتیا سره ستا ښځه ده! نو ولې دې وویل چې هغه ستا خور ده؟» اسحاق ځواب ورکړ: «ما فکر وکړ چې کېدای شي د هغې په خاطر ووژل شم.» ۱۰ ابيملک وویل: «تا زمونږ سره څه وکړل؟ کېدای شو چې زما د کسانو څخه کوم یو ستا د ښځې سره څملاستلی وای او مونږ به دې ګناهکار کړي وای.» ۱۱ ابيملک ټولو خلکو ته خبرداری ورکړ: «که هرڅوک د دې سړي یا دې ښځې سره بد چلند وکړي هغه به ووژل شي.»
۱۲ اسحاق په هغې ځمکې کې فصل وکاره او په هغه کال یې چې څه کرلي وو د هغې څخه یې یو په سل حاصل واخیست، ځکه چې څښتن هغه ته برکت ورکړ. ۱۳ اسحاق ورځ په ورځ نېکمرغه کېده او هغه ډېر شتمن سړی شو. ۱۴ هغه دومره زیاتې رمې، پادې او غلامان درلودل چې فلسطینیانو ورباندې بخیلي کوله. ۱۵ نو هغه ټولې څاګانې چې د هغه د پلار ابراهیم غلامانو د هغه د پلار په وخت کې کیندلې وې، فلسطینیانو هغه د خاورو څخه ډکې کړلې.
۱۶ نو بیا ابيملک اسحاق ته وویل: «ته زمونږ څخه ډېر قوي شوی یې، نو زمونږ د وطن څخه لاړ شه.» ۱۷ نو اسحاق د هغه ځای څخه لاړ او د جرار په دره کې یې خېمې ودرولې او هلته پاتې شو. ۱۸ اسحاق هغه څاګانې چې د هغه د پلار ابراهیم په وخت کې کیندل شوې وې او فلسطینیانو هغه د ابراهیم د مرګ څخه وروسته بندې کړې وې، بېرته وکیندلې او هماغه نومونه یې ورباندې کېښودل چې پلار یې ورباندې ایښي وو.
۱۹ د اسحاق غلامانو په دې دره کې یوه څاه وکیندله چې تازه اوبه یې درلودلې. ۲۰ خو د جرار شپنو د اسحاق د شپنو سره دعوه پیل کړه او ویې ویل: «دا زمونږ اوبه دي!» نو اسحاق هغه څاه د عسق یعنې دعوې په نوم یاده کړه.
۲۱ د اسحاق غلامانو بله څاه وکیندله او په هغې باندې یې هم دعوه وکړه او هغه یې د سیتنه په نوم یاده کړه. ۲۲ او له هغه ځای څخه یې کډه وکړه او بله څاه یې وکیندله، خو په هغې باندې چا دعوه ونه کړه او هغه یې د رحوبوت په نوم یاده کړه او ویې ویل: «اوس څښتن مونږ ته ځای راکړی دی او په دې خاوره کې به نېکمرغه شو.»
۲۳ اسحاق له هغه ځای څخه بیرشبع ته لاړ. ۲۴ په هماغه شپه څښتن هغه ته ښکاره شو او ورته ویې ویل: «زه ستا د پلار ابراهیم خدای یم. مه وېرېږه، ځکه چې زه ستا سره مل یم او برکت به درکړم او ستا اولاده به د خپل خدمتګار ابراهیم په خاطر زیاته کړم.» ۲۵ اسحاق هلته د قربانۍ ځای جوړ کړ او د څښتن عبادت یې وکړ. بیا یې په هغه ځای کې خپلې خېمې ودرولې او د هغه غلامانو هلته یوه بله څاه وکیندله.
۲۶ یوه ورځ ابيملک د خپل مشاور احوزات او د خپلو لښکرو د مشر فیکول سره د جرار څخه د اسحاق د لیدلو دپاره راغی. ۲۷ اسحاق د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «تاسو خو زما سره دښمني کوله او زه مو د خپل وطن څخه وشړلم. نو اوس ولې زما د لیدلو دپاره راغلي یئ؟» ۲۸ هغوی ځواب ورکړ: «مونږ ولیدل چې څښتن په رښتیا ستا سره مل دی، نو مونږ وویل چې زمونږ او ستاسو ترمنځ دې داسې یو قوي تړون وي ۲۹ چې مونږ ته زیان راونه رسوئ، لکه څنګه چې مونږ زیان نه دی دررسولی، بلکې ستا سره مو ښه چلند کړی دی او ته مو په سلامتۍ سره لېږلی یې. اوس څښتن برکت درکړی دی.» ۳۰ اسحاق د هغوی دپاره مېلمستیا تیاره کړه او هغوی وخوړل او وڅښل. ۳۱ سهار وختي هغوی پاڅېدل او یو بل ته یې قسم ورکړ. اسحاق هغوی رخصت کړل او په سلامتۍ سره د هغه څخه لاړل.
۳۲ په هماغه ورځ د اسحاق غلامان راغلل او هغه ته یې د هغې څاه په اړه خبر ورکړ چې دوی کیندلې وه. هغوی وویل: «مونږ اوبه وموندلې.» ۳۳ نو هغه یې د شبع په نوم یاده کړه. تر نن ورځې پورې هغه ښار د بیرشبع په نوم یادیږي.
۳۴ کله چې عیسو څلوېښت کلن شو، د بیري حیتي د لور یودیه او د ایلون حیتي لور بسمې سره یې واده وکړ. ۳۵ خو هغوی د اسحاق او ربکا ژوند تریخ کړ.