د پیدایښت کتاب

اووه ویشتم فصل

یعقوب د اسحاق څخه برکت اخلي

۱ کله چې اسحاق زوړ شو، نو د هغه سترګې دومره کمزورې شوې چې نور یې څه شی نه شو لیدلی. هغه خپل مشر زوی عیسو راوغوښت او هغه ته یې وویل: «ای زما زویه!» هغه ځواب ورکړ: «څه وایې؟» ۲ اسحاق وویل: «زه اوس زوړ شوی یم او مرګ ته نژدې شوی یم. ۳ نو اوس خپله لینده او غشي واخله، صحرا ته لاړ شه او زما دپاره ښکار وکړه. ۴ زما دپاره داسې خوندور خوراک چې زه یې خوښوم تیار کړه او ماته یې راوړه چې ویې خورم، ترڅو د خپل مرګ څخه مخکې برکت درکړم.»

۵ کله چې اسحاق د خپل زوی عیسو سره خبرې کولې، ربکا هغه واورېدلې. نو عیسو د ښکار دپاره صحرا ته لاړ. ۶ ربکا خپل زوی یعقوب ته وویل: «ګوره، ما واورېدل چې ستا پلار ستا ورور عیسو ته وویل: ۷ ‹زما دپاره د ښکار غوښه راوړه او خوندور خوراک ورڅخه تیار کړه چې ویې خورم او د خپل مرګ څخه مخکې د څښتن په حضور کې برکت درکړم.› ۸ نو اوس ای زما زویه، په غور سره واوره او څه چې درته وایم هماغسې وکړه. ۹ رمې ته ورشه او دوه ډېر ښه سېرلي راته راوله، ترڅو ستا د پلار دپاره داسې خوندور خوراک تیار کړم چې هغه یې خوښوي. ۱۰ بیا هغه دې پلار ته یوسه چې ویې خوري، ترڅو د خپل مرګ څخه مخکې برکت درکړي.»

۱۱ یعقوب خپلې مور ربکا ته وویل: «خو زما ورور عیسو ببر سړی دی او زه ښویه پوستکی لرم. ۱۲ که پلار مې په ما باندې لاس ووهي، نو بیا به څه کیږي؟ دی به پوه شي چې زه هغه غولوم، نو د برکت په ځای به په ځان باندې لعنت راولم.» ۱۳ مور یې ځواب ورکړ: «ای زما زویه! ستا لعنت دې په ما باندې وي، ته یوازې هغه څه وکړه چې زه یې درته وایم. لاړ شه او ماته سېرلي راوله.» ۱۴ نو یعقوب لاړ او هغه یې خپلې مور ته راوستل او هغې داسې خوندور خوراک تیار کړ چې د هغه د پلار خوښېده. ۱۵ بیا ربکا د خپل مشر زوی عیسو تر ټولو ښه کالي چې د هغې سره په کور کې وو، راواخیستل او خپل کشر زوی یعقوب ته یې واغوستل. ۱۶ همدارنګه هغې د سېرلي په پوستکي باندې د هغه لاسونه او د ورمېږ هغه ځای پټ کړ چې ویښتان یې نه درلودل. ۱۷ هغې هغه خوندور خوراک او ډوډۍ چې پخه کړې یې وه، خپل زوی یعقوب ته ورکړل.

۱۸ هغه خپل پلار ته ورغی او ویې ویل: «ای زما پلاره!» هغه ځواب ورکړ: «څه وایې، ای زما زویه؟ ته څوک یې؟» ۱۹ یعقوب خپل پلار ته وویل: «زه ستا مشر زوی عیسو یم، تا چې څنګه راته ویلي وو، ما هماغسې وکړل. کښېنه او زما د ښکار غوښه وخوره، ترڅو ماته خپل برکت راکړې.» ۲۰ اسحاق د خپل زوی څخه پوښتنه وکړه: «ای زما زویه، دومره زر دې څنګه پیدا کړه؟» یعقوب ځواب ورکړ: «ستا څښتن خدای زما سره مرسته وکړه او هغه مې پیدا کړه.»

۲۱ بیا اسحاق یعقوب ته وویل: «ای زما زویه، رانژدې شه چې لاس درباندې ووهم، ترڅو پوه شم چې ته رښتیا زما زوی عیسو یې که نه.» ۲۲ یعقوب خپل پلار اسحاق ته ورنژدې شو او پلار یې په هغه باندې لاس وواهه او ویې ویل: «اواز دې د یعقوب د اواز په شان دی، خو لاسونه دې د عیسو د لاسونو په شان دي.» ۲۳ اسحاق هغه ونه پېژانده، ځکه چې د هغه لاسونه د عیسو د لاسونو په شان ببر وو، نو ورنژدې شو چې هغه ته برکت ورکړي. ۲۴ هغه پوښتنه وکړه: «ایا ته په رښتیا سره زما زوی عیسو یې؟» یعقوب ځواب ورکړ: «هو، زه یم.»

۲۵ اسحاق وویل: «ماته ستا د ښکار غوښه راوړه چې ویې خورم، ترڅو خپل برکت درکړم.» یعقوب هغه اسحاق ته راوړله او هغه وخوړله او یو څه شراب یې هم راوړل او هغه وڅښل. ۲۶ بیا د هغه پلار اسحاق ورته وویل: «ای زما زویه، رانژدې شه او ما ښکل کړه.» ۲۷ نو یعقوب ورنژدې شو او هغه یې ښکل کړ. نو کله چې اسحاق د هغه کالي بوی کړل، نو ده ته یې برکت ورکړ او ویې ویل: «زما د زوی خوږ بوی د هغې صحرا د بوی په شان دی چې څښتن هغې ته برکت ورکړی دی. ۲۸ خدای دې تاته د اسمان نه پرخه درکړي او ستا ځمکه دې حاصلخېزه کړي! او پرېمانه غلې دانې او شراب دې درکړي. ۲۹ قومونه دې ستا غلامان شي او تاته دې د درناوي په خاطر سر ټیټوي او ته دې په خپلو خپلوانو باندې حکم چلوې او ستا د مور اولاده دې تاته سر ټیټوي. څوک چې په تا باندې لعنت ووایي، په هغه باندې دې لعنت وي او څوک چې برکت درکوي، په هغه دې برکت وي.»

عیسو د اسحاق څخه برکت غواړي

۳۰ سمدلاسه وروسته له دې چې هغه له برکت ورکولو څخه وزګار شو او یعقوب لاړ، د یعقوب ورور عیسو د ښکار څخه راغی. ۳۱ هغه هم خوندور خوراک تیار کړ او خپل پلار ته یې راوړ او ویې ویل: «ای پلاره، راپاڅېږه او زما د ښکار لږه غوښه وخوره، ترڅو ماته برکت راکړې.»

۳۲ اسحاق د هغه څخه پوښتنه وکړه: «ته څوک یې؟» هغه ځواب ورکړ: «زه ستا زوی یم، ستا مشر زوی عیسو.» ۳۳ اسحاق سخت ولړزېده او ویې ویل: «نو بیا هغه څوک ؤ چې ښکار یې کړی ؤ او غوښه یې ماته راوړې وه؟ او همدا‌اوس ستا د راتللو څخه مخکې مې هغه وخوړله او هغه ته مې برکت ورکړ او هغه بېرته نه اخیستل کیږي.»

۳۴ کله چې عیسو د خپل پلار خبرې واورېدلې، هغه په لوړ او سخت اواز سره چیغې ووهلې او خپل پلار ته یې وویل: «ای زما پلاره، ماته هم برکت راکړه.» ۳۵ اسحاق ځواب ورکړ: «ستا ورور دلته راغی، زه یې وغولولم او ستا برکت یې واخیست.»

۳۶ عیسو وویل: «ایا په هغه باندې یې د یعقوب نوم په حقه نه دی ایښی؟ ځکه چې هغه زه دوه وارې وغولولم. لومړی یې زما څخه د مشرتوب حق واخیست او اوس یې زما برکت واخیست.» نو هغه پوښتنه وکړه: «ایا ماته دې کوم برکت نه دی ساتلی؟»

۳۷ اسحاق عیسو ته په ځواب کې وویل: «هغه مې په تا باندې بادار کړی دی او د هغه ټول خپلوان مې د هغه غلامان کړل او هغه ته مې غلې دانې او شراب ورکړي دي. نو ای زویه! اوس زه ستا دپاره څه وکړم؟»

۳۸ عیسو بیا خپل پلار ته وویل: «ای زما پلاره، ایا ستا سره یوازې یو برکت ؤ؟ ماته هم برکت راکړه!» بیا عیسو په لوړ اواز سره وژړل.

۳۹ اسحاق هغه ته وویل:

پرخه به نه وي له اسمانه ستا دپاره

نه به ځمکه حاصلخېزه وي د ستا

۴۰ ژوند به کړې په خپله توره

یې غلام به د خپل ورور

خو چې ته کله یاغي شې

کړې به مات د هغه جغ

له خپلې غاړې څخه

یعقوب لابان ته تښتي

۴۱ عیسو د یعقوب سره د هغه برکت له امله چې پلار یې یعقوب ته ورکړی ؤ، کینه پیدا کړه. هغه د خپل ځان سره وویل: «زما پلار مرګ ته نژدې دی او هغه به مړ شي، بیا به خپل ورور یعقوب ووژنم.»

۴۲ کله چې ربکا د خپل مشر زوی عیسو د پلان څخه خبره شوه، هغې خپل کشر زوی یعقوب راوغوښت او ورته ویې ویل: «غوږ ونیسه، ستا ورور عیسو تاته دسیسه جوړوي چې ستا څخه د هغو کارونو بدل واخلي چې تا کړي دي او تا ووژني. ۴۳ نو اوس ای زما زویه، هغه کار وکړه چې زه یې درته وایم. سمدلاسه زما ورور لابان ته چې په حران کې دی، وتښته. ۴۴ د هغه سره د لږ وخت دپاره پاتې شه، ترڅو ستا د ورور قهر سوړ شي ۴۵ او هغه څه چې تا ورسره کړي دي، هغه هېر کړي. نو بیا به خبر درولېږم چې له هغه ځای څخه بېرته راشې. تاسو دواړه ولې په یوه ورځ کې له لاسه ورکړم؟»

اسحاق یعقوب لابان ته ورلېږي

۴۶ ربکا اسحاق ته وویل: «د دې حیتي ښځو له لاسه د خپل ژوند څخه بېزاره شوې یم. که چېرې یعقوب د دې حیتي ښځو څخه د کوې حیتي انجلۍ سره واده وکړي، نو د دې ژوند څخه به ماته مرګ ښه وي.»