کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ اسماعیلیانو یوسف مصر ته یووړ او په فوطیفار باندې یې خرڅ کړ چې نوموړی د فرعون د درباریانو څخه ؤ او د دربار د ساتونکو قوماندان ؤ. ۲ څښتن د یوسف سره مل ؤ او هغه یې بریالی کړ. هغه د خپل مصري بادار په کور کې اوسېده. ۳ بادار یې ولیدل چې څښتن د یوسف سره مل دی او په هر کار کې هغه ته بری ورکوي. ۴ فوطیفار د هغه څخه خوشحاله ؤ او هغه یې خپل شخصي نوکر ونیوه او هرڅه یې چې خپل کور کې درلودل، ټول یې هغه ته وسپارل. ۵ د هماغه وخت څخه څښتن د یوسف له سببه د دې مصري خاندان ته برکت ورکړ او د هغه په ټولو شیانو باندې که د هغه په کور کې وو او که د هغه ځمکه وه، د څښتن برکت ؤ. ۶ فوطیفار چې هرڅه درلودل هغه یې یوسف ته وسپارل چې څارنه یې وکړي. هغه له خوراک څخه پرته نور د هېڅ شي سره کار نه درلود.
یوسف ډېر ښایسته ؤ او ښکلی اندام یې درلود. ۷ څه موده وروسته د یوسف سره د فوطیفار د ښځې مینه پیدا شوه او ورته ویې ویل: «راشه، زما سره څمله.» ۸ خو هغه انکار وکړ او هغې ته یې وویل: «ګوره، هرڅه چې زما د بادار په کور کې دي د هغو په اړه هغه اندېښنه نه لري، ځکه چې زه دلته یم. هرڅه چې هغه یې لري ماته یې راسپارلي دي. ۹ زه په دې کور کې داسې اختیار لرم لکه څنګه چې هغه یې لري او زما بادار پرته له ستا چې د هغه ښځه یې، نور هېڅ شی زما څخه نه دی سپمولی. نو بیا زه څنګه کولای شم چې داسې بد کار وکړم او د خدای په وړاندې ګناه وکړم؟» ۱۰ که څه هم هغې به هره ورځ ټینګار کاوه، خو یوسف د هغې خبرې نه منله چې ورسره څملي یا ورنژدې شي.
۱۱ خو یوه ورځ کله چې یوسف کور ته ننوت چې خپل کار وکړي، د کور د نوکرانو له جملې څخه هلته هېڅ څوک نه ؤ. ۱۲ هغې یوسف له چپنې څخه ونیوه او ورته ویې ویل: «زما سره څمله.» خو هغه خپله چپنه د هغې په لاس کې پرېښودله او د کور څخه دباندې وتښتېد. ۱۳ کله چې هغې ولیدل چې هغه خپله چپنه د هغې په لاس کې پرېښودله او د کور څخه وتښتېد، ۱۴ نو د خپل کور نوکرانو ته یې غږ وکړ او ویې ویل: «وګورئ! دغه عبرانی سړی چې زما مېړه کور ته راوستلی دی، غواړي زمونږ بېعزتي وکړي. هغه زما کوټې ته راننوت چې ماته لاس راواچوي، خو ما په لوړ اواز سره چیغې ووهلې. ۱۵ کله چې هغه زما چیغې واورېدلې، نو وتښتېد او خپله چپنه یې زما سره پرېښودله.» ۱۶ هغې د یوسف چپنه د ځان سره وساتله، تر هغې پورې چې مېړه یې کور ته راغی. ۱۷ بیا هغې فوطیفار ته دا کیسه بیان کړه: «هغه عبرانی غلام چې مونږ ته دې راوستلی دی، زما کوټې ته راننوت چې ما بېعزته کړي. ۱۸ خو څنګه چې ما د مرستې دپاره چیغې ووهلې، خپله چپنه یې زما سره پرېښودله او د کور څخه وتښتېد.»
۱۹ کله چې د یوسف بادار دغه کیسه واورېدله چې د هغه ښځې ورته بیان کړه، هغه د قهره سور شو. ۲۰ د یوسف بادار هغه ونیوه او په هغه زندان کې یې واچاوه چې د پاچا بندیان به په کې ساتل کېدل او هغه هلته پاتې شو. ۲۱ خو څښتن د یوسف سره مل ؤ. هغه ته یې برکت ورکړ، نو د زندان مشر د هغه څخه خوشحاله ؤ. ۲۲ هغه یوسف د نورو ټولو بندیانو مشر وټاکه او هغه ته یې د هغو ټولو کارونو مسوولیت ور په غاړه کړ چې په زندان کې به کېدل. ۲۳ د زندان مشر د هغو شیانو په هکله چې یوسف ته سپارل شوي وو اندېښنه نه درلودله، ځکه چې څښتن د یوسف سره مل ؤ او کوم کارونه چې هغه کول څښتن ورته په هغو ټولو کې بری ورکاوه.