د پیدایښت کتاب

څلوېښتم فصل

یوسف د بندیانو خوبونه تعبیروي

۱ څه موده وروسته د مصر د پاچا یعنې فرعون د ساقیانو او نانوایانو د مشرانو څخه د پاچا په وړاندې غلطي وشوه. ۲ فرعون په دې دواړو درباریانو باندې په قهر شو ۳ او هغوی یې په هغه زندان کې واچول چې د دربار د ساتونکو د قوماندان په کور کې ؤ یعنې په هماغه زندان کې چې یوسف په کې بندي ؤ. ۴ هغوی زیات وخت په زندان کې تېر کړ او د ساتونکو قوماندان هغوی یوسف ته وسپارل او هغه د دوی خدمت کاوه.

۵ د ساقیانو او نانوایانو مشرانو چې په زندان کې وو، په یوه شپه دواړو خوب ولیده او هر یو خوب خپله معنی درلودله. ۶ کله چې سهار یوسف هغوی ته ورغی، ویې لیدل چې هغوی خفه وو. ۷ نو هغه ورڅخه پوښتنه وکړه: «تاسو نن ولې دومره خفه یئ؟» ۸ هغوی ځواب ورکړ: «مونږ دواړو خوبونه لیدلي دي، خو څوک نشته چې هغه تعبیر کړي.» یوسف هغوی ته وویل: «د خوبونو تعبیرول د خدای کار دی. خپل خوبونه ماته ووایئ.»

۹ نو د ساقیانو مشر خپل خوب یوسف ته بیان کړ. هغه ته یې وویل: «په خوب کې مې خپلې مخې ته د انګورو تاک ولیده. ۱۰ په تاک کې درې څانګې وې. څنګه چې غوټۍ یې وکړې، نو هغه وغوړېدلې او د انګورو وږي پاخه شول. ۱۱ د فرعون پیاله مې په لاس کې وه. نو انګور مې واخیستل او په پیاله کې مې وزبېښل او پیاله مې د فرعون په لاس کې ورکړه.» ۱۲ یوسف وویل: «د هغه تعبیر دا دی: درې څانګې درې ورځې دي. ۱۳ په دې درې ورځو کې به فرعون تا ازاد کړي او وبه دې بخښي او بېرته به دې په خپل کار باندې مقرر کړي. ته به د پخوا په شان لکه څنګه چې د هغه ساقي وې، د فرعون پیاله به د هغه په لاس کې ورکوې. ۱۴ خو کله چې داسې وشي، ما در په یاد کړه او زما سره احسان وکړه. فرعون ته زما په اړه یادونه وکړه او له دې زندان څخه مې وباسه. ۱۵ ځکه چې زه د عبرانیانو د وطن څخه په زور تښتول شوی یم او دلته مې هم هېڅ داسې کار نه دی کړی چې ما دې په زندان کې واچوي.»

۱۶ کله چې د نانوایانو مشر ولیدل چې ښه تعبیر دی، نو یوسف ته یې وویل: «ما هم خوب ولیده چې د ډوډیو درې ټوکرۍ مې په سر وې. ۱۷ په پاسنۍ ټوکرۍ کې د فرعون دپاره هر ډول ډوډۍ وې او مرغانو به هغه د دې ټوکرۍ څخه خوړلې.» ۱۸ یوسف په ځواب کې وویل: «د دې تعبیر دا دی: درې ټوکرۍ درې ورځې دي. ۱۹ په دې درې ورځو کې به فرعون ستا سر پرې کړي او تا به په ونه کې ځوړند کړي او مرغان به ستا غوښه وخوري.»

۲۰ په درېمه ورځ د فرعون د زېږېدلو کالیزه وه. هغه خپلو درباریانو ته مېلمستیا ورکړه او د ساقیانو او نانوایانو مشران یې ازاد کړل او د خپلو درباریانو په مخکې یې حاضر کړل. ۲۱ هغه د ساقیانو مشر په خپل پخواني کار باندې مقرر کړ او پیاله یې یوځل بیا د فرعون په لاس کې ورکړه. ۲۲ خو د نانوایانو مشر یې په دار وخېژاوه، لکه څنګه چې یوسف هغوی ته تعبیر کړی ؤ. ۲۳ خو د ساقیانو مشر یوسف رایاد نه کړ او هغه یې بیخي هېر کړ.