عبرانیانو ته لیک

څلورم فصل

۱څرنګه چې د خدای ارامۍ ته د وردننه کېدلو په هکله د هغه وعده لا تر‌اوسه په خپل حال پاتې ده، نو باید پام وکړو، هسې نه چې په تاسو کې کوم څوک هغې ته په رسېدلو کې ناکام شوی وي. ۲دا زېری چې مونږ واورېد، هغوی هم اورېدلی ؤ، خو هغه پیغام چې هغوی واورېد، هغوی ته یې ګټه ونه رسوله، ځکه چې هغه پیغام یې په ایماندارۍ سره قبول نه کړ. ۳خو مونږ چې ایمان لرو، کولای شو د هغه ارامۍ ته ورننوځو. خو د دې نورو په هکله خدای وویل:

«ما د خپل قهر په حال کې وخوړ قسم

داخل به نه شي دوی هېڅکله هغه ځای ته

چېرته چې زه به ورکومه ارامي ورته»

که څه هم د خدای کار د کایناتو د پیدایښت په اړه پای ته رسېدلی ؤ. ۴ځکه چې د خدای د کلام په یو ځای کې د اوومې ورځې په هکله داسې لیکل شوي دي: «په اوومه ورځ خدای خپل ټول کارونه خلاص کړل او ارام یې وکړ.» ۵او په همدې ځای کې خدای یوځل بیا وایي:

«داخل به نه شي دوی هېڅکله هغه ځای ته

چېرته چې زه به ورکومه ارامي ورته»

۶نو ځینې خلک دا موقعه لري چې هغه ارامۍ ته وردننه شي، خو هغوی چې اول یې دا زېری واورېد، وردننه نه شول ځکه چې سرغړونه یې وکړه. ۷نو بیا خدای یوه بله ځانګړې ورځ یعنې «نن ورځ» ټاکي، ځکه چې وروسته له ډېرې مودې هغه د داود په وسیله خبرې کړې وې او لکه څنګه چې مخکې ویل شوي وو:

«که چېرې نن تاسو اواز واورئ د خدای

نو مه سختوئ خپل زړونه»

۸که چېرې یوشع کولای شوی هغو خلکو ته هغه ارامي ورکړي، نو خدای به وروسته د بلې ورځې په هکله خبرې نه وای کړې. ۹نو بیا د خدای د خلکو دپاره د سبت ارامي تر‌اوسه هم په خپل حال پاتې ده. ۱۰ځکه کومو خلکو چې هغه ارامي موندلې ده چې خدای یې وعده کړې وه، نو د خپلو کارونو څخه به هم ارام ومومي، لکه څنګه چې خدای د خپلو کارونو څخه وموند.

۱۱نو راځئ چې ډېر کوښښ وکړو چې هغه ارامي تر‌لاسه کړو. خو که چېرې مونږ سرغړونه وکړو لکه څنګه چې د اسراییلو خلکو کړې وه، نو مونږ به هم ناکام شو. ۱۲ځکه چې د خدای کلام ژوندی او اغېزناک دی او د هرې دوه‌مخې تورې نه ډېر تېره دی. هغه د انسان روح او نفس، بندونو او د هډوکو مغزو ته ورننوځي او د انسان نیت او د زړه خیالونه ښکاره کوي. ۱۳په ټولو مخلوقاتو کې هېڅ شی د خدای د نظر څخه پټ نه دی. ټول شیان د هغه د سترګو په وړاندې لوڅ او ښکاره پراته دي او مونږ ټول باید هغه ته حساب ورکړو.

عیسی زمونږ ډېر لوی کاهن دی

۱۴نو څرنګه چې مونږ ډېر لوی کاهن لرو چې اسمانونو ته پورته شوی دی یعنې عیسی چې د خدای زوی دی، نو راځئ چې د خپل ایمان په اقرار باندې ټینګ پاتې شو. ۱۵ځکه چې زمونږ لوی کاهن داسې نه دی چې زمونږ په کمزورتیاوو کې زمونږ سره خواخوږي ونه کړي بلکې هغه زمونږ په شان په هر شي کې وازمایل شو، خو ګناه یې ونه کړه. ۱۶نو راځئ چې په پوره باور سره د خدای د فضل تخت ته ورنژدې شو، ترڅو رحم ومومو او د اړتیا په وخت کې د هغه فضل حاصل کړو ترڅو زمونږ سره مرسته وکړي.