۰:۰۰ / ۰:۰۰

عبرانیانو ته لیک

پنځم فصل

۱هر لوی کاهن د خلکو له منځ نه د دې دپاره ټاکل کیږي چې د خدای په حضور کې د خلکو استازیتوب وکړي او د انسانانو د ګناهونو دپاره نذرانې او قربانۍ وړاندې کړي. ۲هغه کولای شي چې د ناپوهو او بې‌لارې خلکو سره په نرمۍ چلند وکړي، ځکه چې هغه په خپله د کمزورتیاوو سره مخ دی. ۳له همدې امله هغه مجبور دی چې یوازې د خلکو د ګناهونو دپاره نه بلکې د خپل ځان د ګناهونو دپاره هم قرباني وړاندې کړي. ۴هېڅوک نه شي کولای چې د خپل ځان دپاره دا عزت حاصل کړي چې کاهن شي، بلکې هغه باید د خدای له خوا وغوښتل شي لکه څنګه چې هارون وغوښتل شو. ۵په همدې ډول مسیح هم د لوی کاهن عزت په خپله حاصل نه کړ، بلکې هغه د خدای له خوا وټاکل شو چې ورته ویې ویل:

ته مې زوی، زه دې نن پلار شوم

۶همدارنګه هغه په بل ځای کې وایي:

ته به کاهن یې تر ابده د ملک‌صدق په شان

۷کله چې عیسی د ځمکې په مخ ژوند کاوه، نو په ډېرو چیغو او اوښکو تویولو سره خدای ته چې په دې قادر ؤ هغه د مرګ نه وژغوري، دعاګانې او زارۍ وکړې او دعاګانې یې قبولې شوې، ځکه چې هغه په پوره توګه خپل ځان خدای ته سپارلی ؤ. ۸که څه هم هغه د خدای زوی ؤ، خو د دردونو او کړاوونو په زغملو سره یې اطاعت کول زده کړل. ۹کله چې هغه کامل کړای شو، نو د هغو ټولو خلکو دپاره د ابدي خلاصون سرچینه شوه چې د ده اطاعت کوي ۱۰او هغه د خدای له خوا د ملک‌صدق په شان لوی کاهن وټاکل شو.

د ایماندارانو روحاني پوخوالی

۱۱په دې هکله زمونږ سره د ویلو دپاره ډېرې خبرې شته، خو ډېره سخته ده چې تاسو ته بیان شي، ځکه چې تاسو په هغو باندې د پوهېدلو کوښښ نه کوئ. ۱۲دا وخت باید تاسو استاذان وئ، خو اوس هم یو کس ته اړتیا لرئ چې تاسو ته د خدای د کلام بنیادي اصول درزده کړي. تاسو د ماشومانو په شان شیدو ته اړتیا لرئ، نه قوي خوړو ته. ۱۳ځکه چې هرڅوک چې یوازې شیدې خوري، هغه لا ماشوم دی او په ښو او بدو نه پوهیږي. ۱۴خو قوي خواړه د بالغو او پخو خلکو دپاره دي چې د روزنې او تمرین له لارې کولای شي چې د ښو او بدو ترمنځ فرق وکړي.