د اشعیا نبي کتاب

لسم فصل

۱ افسوس ستاسو په حال! تاسو د بې عدالتۍ قوانین جوړوئ او لیکل شوې پرېکړې مو د ظلم په بنیاد ولاړې دي. ۲ په دې ډول تاسو نه پرېږدئ چې بې وزلي خپل حقونه تر لاسه کړي او د هغوی سره انصاف او عدالت وشي. په دې ډول تاسو د کونډو او یتیمانو شتمني لوټوئ. ۳ نو تاسو به د سزا په ورځ څه کوئ؟ کله چې خدای د کوم لېرې وطن نه په تاسو باندې مصیبت راولي، نو تاسو به څه کوئ؟ تاسو به د مرستې په خاطر چېرته منډې وهئ؟ خپله شتمني به چېرته پټوئ؟ ۴ تاسو یا په جګړه کې وژل کېږئ، او یا تاسو اسیر نیول کېږئ. خو بیاهم د څښتن قهر لا نه دی سوړ شوی، د هغه لاس لا تر اوسه د سزا ورکولو دپاره اوچت دی.

د اشور پاچا د خدای د لاس وسیله

۵ څښتن وویل: «افسوس ستا په حال ای اشوره! زه ستا نه د یو لرګي په توګه کار اخلم چې په تا هغو خلکو ته سزا ورکړم چې زه ورباندې په قهر یم. ۶ زه اشوریان لېږم چې په هغه بې ایمانه قوم باندې چې زه یې په قهر کړی یم، حمله وکړي. زه اشوریان لېږم چې د هغوی مالونه لوټ کړي او په غنیمت یې ونیسي، په خپله دوی لکه د کوڅو د خاورو په شان تر پښو لاندې کړي.»

۷ خو د اشور د پاچا په زړه کې د تاو تریخوالي نورې نقشې دي. هغه غواړي چې ډېر قومونه له منځه یوسي. ۸ هغه وایي: «زما هر یو قوماندان پاچا دی! ۹ ما د کرکمیش، کلنو او همدارنګه د ارفاد او حمات ښارونه فتح کړي دي. دمشق او سامره مې هم فتح کړي دي. ۱۰ ما خپل لاس د هغو پاچاهیو د فتح کولو دپاره اوچت کړی چې د بتانو عبادت کوي. هغه پاچاهیو د اورشلیم او سامرې څخه زیات بتان درلودل. ۱۱ ما سامره او د هغې ټول بتان له منځه یووړل، خو زه به اورشلیم او د هغه مجسمې چې عبادت ورته کیږي، هم له منځه یوسم.»

۱۲ کله چې څښتن خپل کارونه د صهیون په غره او اورشلیم کې پای ته ورسوي، نو هغه وخت به د اشور پاچا ته د هغه د ټولو لافو او ټول غرور په خاطر سزا ورکړي.

۱۳ د اشور پاچا لاپې وهي او وایي: «زه د خپلو مټو په زور، پوهې او حکمت سره په جګړو کې بریالی شوم. د هېوادونو ترمنځ مې سرحدونه له منځه یووړل او د هغوی خزانې مې لوټ کړې. لکه د قوي غویي په شان مې د هغو ځایونو پاچاهان د تختونو څخه وغورځول. ۱۴ د نړۍ هېوادونه زما دپاره د مرغۍ د ځالې په شان وو. ما د هغوی خزانې داسې په اسانۍ سره خالي کړې لکه څوک چې د ځالې نه پاتې شوې هګۍ راټولوي. نه یو وزر ورپېده چې ما ووېروي او نه کومه مښوکه خلاصه شوه چې په ما باندې وچوغیږي.»

۱۵ خو څښتن وایي: «ایا تبر دا دعوه کولای شي چې دی د هغه سړي څخه چې ورڅخه کار اخلي ډېر لوی دی؟ ایا اره د اره کوونکي نه مهمه ده؟ انسان لرګی راپورته کوي، نه لرګی انسان.» ۱۶ نو مطلق قادر څښتن به یو وژونکی مرض راولېږي چې د اشور جنګیالیو ته، چې تکړه دي، سزا ورکړي. د هغوی لویي او شتمني به د اور لمبې وسوځوي. ۱۷ د اسراییلو رڼا به په سوځوونکي اور بدله شي. د اسراییلو د سپېڅلي خدای د غوسې لمبې به په یوه ورځ د اشوریانو هرڅه لکه د اغزیو او کرکڼو په شان وسوځوي. ۱۸ شنه شنه ځنګلونه او حاصلخېزې ځمکې به داسې بیخي له منځه لاړې شي لکه څنګه چې یوه وژونکې ناروغي انسان له منځه وړي. ۱۹ په ځنګلونو کې به دومره لږې ونې پاتې شي چې حتی یو ماشوم به هم وکولای شي چې هغه وشمېري.

د اسراییلو ژوندي پاتې شوي خلک

۲۰ داسې ورځ راروانه ده چې د اسراییلو هغه خلک چې ژوندي پاتې شوي دي، یعنې د یعقوب اولاده چې ژغورل شوې ده، هغوی به نور په هغه هېواد باندې چې په دوی یې ظلم کړی دی، تکیه ونه کړي. هغوی به یوازې په څښتن یعنې د اسراییلو په سپېڅلي خدای باندې تکیه کوي. ۲۱ د یعقوب پاتې شوې اولاده به مطلق خدای ته رجوع وکړي. ۲۲ که څه هم اسراییلیان اوس د بحیرې د شګو په شان زیات دي خو یوه کوچنۍ پاتې شوې برخه به راستنه شي. په دې خلکو باندې د تباهي پرېکړه شوې ده او هغوی د دې لایق دي. ۲۳ هو، لکه څنګه چې مطلق قادر څښتن خدای پرېکړه کړې ده، هغه به ټول هېواد له منځه یوسي.

اشوریانو ته د څښتن سزا

۲۴ مطلق قادر څښتن خدای داسې وایي: «ای زما قومه چې په صهیون کې اوسېږئ، له اشوریانو مه وېرېږئ، که څه هم هغوی په تاسو باندې داسې ظلم کوي لکه څنګه چې مصریانو درسره کاوه. ۲۵ ځکه زما قهر به ډېر لږ وخت وروسته پای ته ورسیږي او بیا به زه اشوریانو ته په قهر شم او هغوی به له منځه یوسم. ۲۶ زه مطلق قادر څښتن به هغوی په خپله قمچینه داسې ووهم لکه څنګه مې چې د مدیان خلک د غراب د ګټ تر څنګ وهلي وو. زه به اشوریانو ته هغه شان سزا ورکړم لکه څنګه چې مې د مصریانو لښکر په بحیره کې ډوب کړی ؤ. ۲۷ کله چې هغه ورځ راشي، نو د اشوریانو پېټی به ستاسو له اوږو او د اسارت جغ به ستاسو له غاړې څخه لېرې شي. جغ به د سوکالۍ له امله مات شي.»

د یرغلګرو حمله

۲۸ د دښمن لښکر د عای ښار ته رسېدلی دی! هغوی د مجرون نه تېر شوي دي او خپل سامان یې په مخماس کې پریښی دی! ۲۹ هغوی د کنډو څخه تېر شوي دي او شپه په جبع کې تېروي. د رامې د ښار خلک له وېرې رپیږي او د جبعې یعنې د شاوول پاچا د ښار خلک تښتېدلي دي. ۳۰ ای د جلیم خلکو، چیغې ووهئ! ای د لیشې خلکو، غوږ ونیسئ! ای د عناتوت بې چاره خلکو! ۳۱ د مدمینې خلک تښتي او د جیبیم خلک د پناه دپاره منډې وهي. ۳۲ دښمن به نن د نوب په ښار کې وي. هغوی خپل سوک د اورشلیم خواته چې د صهیون په غره کې دی د اخطار په توګه خوځوي.

۳۳ ګورئ، مطلق قادر څښتن به هغوی داسې راوغورځوي لکه څنګه چې د لوړو ونو څانګې په درب رالویږي. د ونو په شان به د هغوی لوی لوی خلک راوغورځوي او هغوی به خوار او ذلیل شي. ۳۴ څښتن به هغوی داسې راوغورځوي لکه څنګه چې ونې د ځنګل په منځ کې په تبر رالویږي، لکه څنګه چې د لبنان ښایسته او جګې ونې راغورځیږي.