کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ خو هغه خلک چې په کړاو کې دي، دا تیاره د تل دپاره نه پاتې کیږي. پخوا څښتن د زبولون او نفتالي سیمې سپکې او رسوا کړې، خو په راتلونکې کې به دا سیمې د مدیترانې له بحیرې نیولې د اردن د سیند تر بلې غاړې او حتی جلیل پورې چې پردي قومونه په کې اوسیږي د شان او شوکت خاوند کړي.
۲ هغه خلک چې تیارو کې ګرځېدل
هغوی ولیده یوه لویه رڼا
چې اوسېدل توره تیاره ځمکه کې هغه خلک
په هغو خلکو اوس رڼا ځلیږي.
۳ ای څښتنه، تا لوی کړی دی دا قوم
وربخښلې خوشحالي ده تا دې قوم ته
تا چې څه کړي دي هغوی پرې خوشحالي کوي
لکه کړي خلک خوشحالي چې د فصلونو د رېبلو وخت کې
یا کله خلک چې وېشي د غنیمت مالونه
۴ د خوشحالۍ دلیل یې دا ؤ
چې تا مات کړلو د دوی د اوږو جغ
تا کړله هغه لښته ماته چې وهلې یې اوږې له هغو
تا ورکړه ماته هغه قوم ته
چې کاوه ظلم یې د ستا په خلکو
لکه لښکر د مدیانیانو چې مات کړی ؤ تا
۵ ښوروي چې بوټان ځمکه د لښکرو یرغلګرو
او چې کالي یې دي ککړ په وینو
هغه ټول به شي خاشاک د سوځېدو د اور دپاره
۶ زېږېدلی زمونږ دپاره یو ماشوم دی
مونږ ته یو زوی دی راکړل شوی
وي به بار د حکومت د هغه په اوږو
هغه یادیږي به په دې نومونو:
«عجیب مشاور»، «قادر خدای»
«ابدي پلار» او «د سولې شاهزاده»
۷ هغه به کښېني د داود په تخت
واک او قدرت د پاچاهۍ به یې د وخت په تېرېدو زیاتیږي
پاچاهي به د هغه وي تل په امن
بنیاد به ټینګ د پاچاهۍ وي د هغه په عدالت او انصاف
له همدا اوس نه تر ابده پورې
مطلق قادر څښتن به وکړي دا کار په خپل غیرت باندې
۸ څښتن د اسراییلو قوم یعنې د یعقوب اولادې ته خبرداری ورکړ چې هغوی ته به سزا ورکړل شي. ۹ هغه ټول اسراییلیان او هغه ټول خلک چې د سامرې په ښار کې اوسیږي، هغوی به پوه شي چې دا کار هغه کړی دی، خو هغوی مغرور او کبرجن دي. هغوی وایي: ۱۰ «د خښتو ودانۍ راغورځېدلې دي، خو مونږ به د هغو په ځای له توږل شویو تیږو ودانۍ جوړې کړو. د انځرو د لرګیو کوم تیران چې مات شوي دي د هغو په ځای به د سبر د لرګیو تیران جوړ کړو.» ۱۱ په دې خاطر څښتن به د رزین دښمنان راوپاروي چې په اسراییلو باندې حمله وکړي. ۱۲ سوریې له ختیځې خوا او فلسطین له لوېدیځې خوا خپلې خولې خلاصې نیولې چې اسراییل ژوندي تېر کړي. خو بیاهم د څښتن قهر لا نه دی سوړ شوی او د هغه لاس لا تر اوسه د سزا ورکولو دپاره اوچت دی.
۱۳ که څه هم مطلق قادر څښتن د اسراییلو خلک وهلي دي، خو هغوی لا هم توبه نه ده ویستلې او هغه ته یې بېرته رجوع نه ده کړې. ۱۴ په دې خاطر به څښتن په یوه ورځ کې د اسراییلو مشرانو او خلکو ته سزا ورکړي یعنې د هغوی سرونه او لکۍ به پرې کړي. د خرما څانګې چې د عزت نښه ده او لوخې چې د عاجزۍ نښه ده، دواړه به پرې کړي. ۱۵ سپین ږیري او عزتمن خلک سر او هغه پیغمبران چې د دروغو تعلیم ورکوي، هغه لکۍ دي. ۱۶ د دې خلکو لارښوونکي هغوی بې لارې کړي دي او د تباهۍ خواته یې بیولي دي. ۱۷ نو څښتن به په ځوانانو، حتی په یتیمانو او کونډو باندې هم رحم ونه کړي، ځکه چې ټول خلک بې ایمانه او بدکاره شوي دي او هغوی چې هرڅه وایي هغه احمقانه دي. خو بیاهم د څښتن قهر لا نه دی سوړ شوی، د هغه لاس لا تر اوسه د سزا ورکولو دپاره اوچت دی.
۱۸ د خلکو بده کړنه د هغه اور په شان بلیږي چې اغزي او کرکڼې له منځه وړي. هغه د ځنګل د اور په شان ده چې لوګی یې هوا ته پورته کیږي. ۱۹ ځکه چې مطلق قادر څښتن په قهر دی، د هغه سزا د هغه اور په شان ده چې ټول وطن سوځوي او خلک تباه کوي او څوک په خپل ورور باندې زړه نه سوځوي. ۲۰ خلک د خوړلو دپاره هرڅه په لاس راوړي، خو وږي پاتې کیږي او نه مړیږي. د ډېرې لوږې له امله حتی هغوی خپل ماشومان هم خوري. ۲۱ د منسي او افرایم خلک په یو بل باندې حمله کوي او بیا دواړه یوځای کیږي او په ګډه په یهودا باندې حمله کوي. خو بیاهم د څښتن قهر لا نه دی سوړ شوی، د هغه لاس لا تر اوسه پورې د سزا ورکولو دپاره اوچت دی.