چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د اشعیا نبي کتاب
نهم فصل
راتلونکی پاچا
۱ خو هغه خلک چې په کړاو کې دي، دا تیاره د تل دپاره نه پاتې کیږي. پخوا څښتن د زبولون او نفتالي سیمې سپکې او رسوا کړې، خو په راتلونکې کې به دا سیمې د مدیترانې له بحیرې نیولې د اردن د سیند تر بلې غاړې او حتی جلیل پورې چې پردي قومونه په کې اوسیږي، د شان او شوکت خاوند کړي.
۲ هغه خلک چې تیارو کې ګرځېدل
هغوی ولیدله یوه لویه رڼا
چې اوسېدل توره تیاره ځمکه کې هغه خلک
په هغو خلکو اوس رڼا ځلیږي
۳ ای څښتنه، تا لوی کړی دی دا قوم
وربخښلې خوشحالي ده تا دې قوم ته
تا چې څه کړي دي هغوی پرې خوشحالي کوي
لکه کړي خلک خوشحالي چې د فصلونو
د رېبلو وخت کې
یا کله چې خلک وېشي د غنیمت مالونه
۴ دا یې دلیل ؤ د خوشحالۍ
چې تا مات کړلو د دوی د اوږو جغ
تا کړله ما ته هغه لښته چې وهلې یې اوږې د هغو
تا ورکړه ما ته هغه قوم ته
چې کاوه ظلم یې ستا په خلکو باندې
لکه لښکر د مدیانیانو چې مات کړی ؤ تا
۵ ښوروي چې بوټان ځمکه د لښکرو یرغلګرو
او چې کالي یې دي ککړ په وینو
هغه ټول به شي خاشاک د سوځېدو د اور دپاره
۶ زېږېدلی یو ماشوم زمونږ دپاره
مونږ ته یو زوی دی راکړل شوی
وي به بار د حکومت د هغه په اوږو
هغه یادیږي به په دې نومونو:
«عجیب مشاور»، «قادر خدای»
«ابدي پلار» او «شاهزاده د سولې»
۷ هغه به کښېني د داود په تخت
واک او قدرت د پاچاهۍ به یې
د وخت په تېرېدو زیاتیږي
پاچاهي به د هغه وي تل په امن
بنیاد به ټینګ د پاچاهۍ وي د هغه
په عدالت او انصاف
له همدااوس نه تر ابده پورې
مطلق قادر څښتن به وکړي دا کار
په خپل غیرت باندې
اسراییلو ته د څښتن سزا
۸ څښتن د اسراییلو قوم یعنې د یعقوب اولادې ته خبرداری ورکړ چې هغوی ته به سزا ورکړل شي. ۹ هغه ټول اسراییلیان او هغه ټول خلک چې د سامرې په ښار کې اوسیږي، هغوی به پوه شي چې دا کار هغه کړی دی، خو هغوی مغرور او کبرجن دي. هغوی وایي: ۱۰ «د خښتو ودانۍ راغورځېدلې دي، خو مونږ به د هغو په ځای له توږل شویو تیږو ودانۍ جوړې کړو. د انځرو د لرګیو کوم تیران چې مات شوي دي د هغو په ځای به د سبر د لرګیو تیران جوړ کړو.» ۱۱ په دې خاطر څښتن به د رزین دښمنان راوپاروي چې په اسراییلو باندې حمله وکړي. ۱۲ سوریې له ختیځې خوا او فلسطین له لوېدیځې خوا خپلې خولې خلاصې نیولې چې اسراییل ژوندي تېر کړي. خو بیاهم د څښتن قهر لا نه دی سوړ شوی او د هغه لاس لا تراوسه د سزا ورکولو دپاره اوچت دی.
۱۳ که څه هم مطلق قادر څښتن د اسراییلو خلک وهلي دي، خو هغوی لا هم توبه نه ده ویستلې او هغه ته یې بېرته رجوع نه ده کړې. ۱۴ په دې خاطر به څښتن په یوه ورځ کې د اسراییلو مشرانو او خلکو ته سزا ورکړي یعنې د هغوی سرونه او لکۍ به پرې کړي. د خرما څانګې چې د عزت نښه ده او لوخې چې د عاجزۍ نښه ده، دواړه به پرې کړي. ۱۵ سپینږیري او عزتمن خلک سر او هغه پیغمبران چې د دروغو تعلیم ورکوي، هغه لکۍ دي. ۱۶ د دې خلکو لارښوونکي هغوی بېلارې کړي دي او د تباهۍ خواته یې بېولي دي. ۱۷ نو څښتن به په ځوانانو، حتی په یتیمانو او کونډو باندې هم رحم ونه کړي، ځکه چې ټول خلک بېایمانه او بدکاره شوي دي او هغوی چې هر څه وایي هغه احمقانه دي. خو بیاهم د څښتن قهر لا نه دی سوړ شوی، د هغه لاس لا تراوسه د سزا ورکولو دپاره اوچت دی.
۱۸ د خلکو بده کړنه د هغه اور په شان بلیږي چې اغزي او کرکڼې له منځه وړي. هغه د ځنګل د اور په شان ده چې لوګی یې هوا ته پورته کیږي. ۱۹ ځکه چې مطلق قادر څښتن په قهر دی، د هغه سزا د هغه اور په شان ده چې ټول وطن سوځوي او خلک تباه کوي او څوک په خپل ورور باندې زړه نه سوځوي. ۲۰ خلک د خوړلو دپاره هر څه په لاس راوړي، خو وږي پاتې کیږي او نه مړیږي. د ډېرې لوږې له امله حتی هغوی خپل ماشومان هم خوري. ۲۱ د منسي او افرایم خلک په یو بل باندې حمله کوي او بیا دواړه یوځای کیږي او په ګډه په یهودا باندې حمله کوي. خو بیاهم د څښتن قهر لا نه دی سوړ شوی، د هغه لاس لا تراوسه پورې د سزا ورکولو دپاره اوچت دی.