د اشعیا نبي کتاب

اتلسم فصل

د ایتوپیا په هکله پیغام

۱ افسوس د ایتوپیا په حال چې په سیندونو کې یې د کشتۍ ګانو د بادبان اواز اورېدل کیږي. ۲ هغه وطن خپل استازي د بحیرې له لارې په داسې کشتۍ ګانو کې لېږي چې د لوخو څخه جوړې شوې دي. ای چالاکو استازو، دا پیغام هغه قوم ته یوسئ چې قوي او جنګیالی دی، هغه چې لوړ قدونه او ښویه پوستکي لري او د ټولې نړۍ خلک ورڅخه وېریږي، د هغه وطن څخه چې په سیندونو باندې وېشل شوی دی.

۳ ای د ټولې نړۍ خلکو واورئ! کله چې بیرغ د نښې په توګه د غرونو په سرونو درول کیږي، وګورئ! د سورني هغه اواز ته چې د جګړې دپاره غږول کیږي، غوږ ونیسئ! ۴ ځکه چې څښتن ماته داسې وویل: «زه به د خپل استوګنځي څخه داسې په ارامۍ سره لاندې ګورم لکه څنګه چې پرخه د لو په وخت کې وریږي او لکه لمر چې د ورځې په ګرمۍ کې ځلیږي.» ۵ مخکې له دې چې انګور راټول شي، کله چې د ګل پاڼې راوغورځیږي او انګور پاخه شي، څښتن به د انګورو له تاکونو څخه نودې په چاقو او څانګې به یې په اره باندې پرې کړي او لېرې وغورځوي. ۶ هغه به ټول د غرونو ښکاري مرغانو او وحشي حیواناتو ته پراته وي. په اوړي کې به هغه د مرغانو خوراک وي او په ژمي کې به د حیواناتو خوراک وي.

۷ په هغه وخت کې به هغه قوي او جنګیالی قوم چې لوړ قدونه او ښویه پوستکي لري او د ټولې نړۍ خلک ورڅخه وېریږي، د هغه وطن څخه چې په سیندونو باندې وېشل شوی دی، د صهیون غره ته راشي، هغه ځای ته چې د مطلق قادر څښتن نوم په کې یادیږي او هغه ته به نذرانې او سوغاتونه راوړي.