د اشعیا نبي کتاب

نولسم فصل

د مصر په هکله پیغام

۱ د مصر په هکله پیغام:

ګورئ، څښتن په تېزه ورېځ سپور او مصر ته راروان دی. د مصر بتان د هغه په حضور کې لړزیږي او د مصر خلک د وېرې له امله بې سده کیږي. ۲ څښتن وایي: «زه به په مصر کې کورنۍ جګړه رامنځته کړم او ورور به د ورور په وړاندې او ګاونډی به د ګاونډي په ضد راوپاروم. ښارونه به د یو بل په وړاندې او پاچاهۍ به د پاچاهۍ په ضد وجنګیږي. ۳ زه غواړم چې د مصریانو نقشې شنډې او د هغوی روحیه کمزورې کړم. هغوی به د خپلو بتانو څخه د مرستې غوښتنه وکړي او د جادوګرانو، فال کتونکو او د مړو د ارواحګانو څخه به مشوره واخلي. ۴ زه به مصریان یو ظالم او بې رحمه پاچا ته په لاس ورکړم چې په هغوی باندې پاچاهي وکړي. دا زه یعنې مطلق قادر څښتن داسې وایم.»

۵ د نیل د سیند اوبه به لږې شي او د وخت په تېرېدلو سره به وچې شي. ۶ د سیند ویالې به مخ په وچېدلو شي او بد بوی به ورڅخه پورته شي. لوخې او د نیل د سیند د غاړې واښه به مړاوي شي، ۷ د نیل د سیند د غاړې لوخې او ټول کرل شوي فصلونه به وچ شي او هوا ته به والوزي. ۸ ماهيګیران به چې د نیل په سیند کې په چنګک باندې ماهیان نیسي، ویر کوي. هغه څوک چې په جال باندې ماهیان نیسي، هغه به خپل همت له لاسه ورکړي. ۹ د کتان تیاروونکي به ناامیده شي او اوبدونکي به یې اندېښمن شي. ۱۰ ټول کتان جوړوونکي به سخت غمجن او ټول کارګران به خواشیني شي.

۱۱ د صوعن د ښار مشران ډېر بې عقله دي! د فرعون ډېر هوښیار مشاوران احمقانه مشوره ورکوي! نو هغوی څنګه کولای شي چې فرعون ته ووایي: «مونږ عالمان او د پخوانیو پاچاهانو اولاده یو.» ۱۲ ای فرعونه، ستا هغه هوښیار مشاوران چېرته دي؟ هغوی دې تاته ووایي چې مطلق قادر څښتن د مصر په وړاندې څه اراده لري. ۱۳ د صوعن او ممفیس مشران بې عقله دي او هغوی خپل ځانونه غولولي دي. د طایفو مشرانو د مصر خلک بې لارې کړي دي. ۱۴ څښتن د هغوی فکرونه مغشوش کړل چې ګډې وډې مشورې ورکړي. په نتیجه کې مصریان چې هرڅه کوي هغه غلط وي او داسې کاږه واږه ځي لکه کوم نشه سړی چې په خپلو کانګو ښوییږي. ۱۵ په مصر کې هېڅوک، که هغه شتمن وي یا غریب، که لوی یا کوچنی، نه شي کولای چې د خلکو سره مرسته وکړي.

مصریان او د څښتن عبادت

۱۶ په هغه ورځ کله چې مصریان وویني چې مطلق قادر څښتن خپل لاس هغوی ته د سزا ورکولو دپاره اوچت کړی دی، نو هغوی به د ښځو په شان له وېرې ولړزیږي. ۱۷ مصریان به د یهودا د خاورې د نوم په اورېدلو په وېره کې وي، دا په دې خاطر چې مطلق قادر څښتن د هغوی په وړاندې داسې اراده لري.

۱۸ په هغه ورځ به د مصر په پنځو ښارونو کې خلک په عبراني ژبه خبرې وکړي او د دې ځایونو خلک به د څښتن تعالی سره د وفادارۍ قسم وکړي. له دې ښارونو څخه یو به د «لمر د ښار» په نوم یاد شي.

۱۹ په هغه ورځ به د مصر د هېواد په منځنۍ برخه کې د قربانۍ ځای او د مصر په سرحد کې به یوه د تیږو یادګاري ستنه څښتن ته وقف شي. ۲۰ هغوی به په مصر کې د مطلق قادر څښتن د حضور نښې وي. کله چې د هغه ځای په خلکو ظلم کیږي او د مرستې دپاره څښتن ته زارۍ کوي نو څښتن به د مصریانو د دفاع او ژغورلو دپاره یو ژغورونکی ورولېږي. ۲۱ څښتن به خپل ځان د مصر خلکو ته ورښکاره کړي او بیا به مصریان هغه د خپل خدای په توګه وپېژني، د هغه عبادت به وکړي او هغه ته به قربانۍ او نذرانې وړاندې کړي. هغوی به د څښتن حضور ته د نذرونو وعده وکړي او خپلې وعدې به پوره کړي. ۲۲ څښتن به لومړی مصریانو ته سزا ورکړي، خو وروسته به بیا هغوی ته شفا ورکړي. هغوی به څښتن ته رجوع وکړي او هغه به د هغوی دعاګانې قبولې کړي او هغوی ته به روغتیا ورکړي.

۲۳ په هغه ورځ به د مصر او اشور ترمنځ یوه لویه لاره جوړه شي. د دواړو هېوادونو خلک به یو بل سره تګ او راتګ وکړي او دواړه هېوادونه به په ګډه د څښتن عبادت وکړي. ۲۴ په هغه ورځ به اسراییل له مصر او اشور سره ملګری شي او دا درې هېوادونه به د ټولې نړۍ دپاره د برکت سبب وګرځي. ۲۵ مطلق قادر څښتن به هغوی ته برکت ورکړي او وبه وایي: «ای زما خلکو مصریانو، ای زما مخلوقه اشوریانو او ای زما غوره شوی قومه اسراییله، زه تاسو ټولو ته برکت درکوم.»