د اشعیا نبي کتاب

دوه ویشتم فصل

د اورشلیم په هکله پیغام

۱ دا پیغام د رویا د درې په هکله دی.

څه خبره ده؟ ولې د ښار ټول خلک بامونو ته ختلي او خوشحالي کوي؟ ۲ ټول ښار له غوغا، شورماشور او خوښۍ څخه ډک دی.

د دې ښار خلک ووژل شول، خو هغوی په توره یا په جګړه کې نه دي وژل شوي. ۳ ستاسو ټول مشران وتښتېدل او مخکې له دې چې حتی یو غشی هم ګوزار کړي هغوی ونیول شول. پروا نه لري چې څومره لېرې وتښتېدل، هغوی ټول ونیول شول او اسیران شول. ۴ اوس ما یوازې پرېږدئ چې د خپل قوم د بربادۍ په خاطر سخت وژاړم او ماته د تسلۍ راکولو کوښښ مه کوئ.

۵ په رښتیا مطلق قادر څښتن خدای هغه ورځ غوره کړې ده چې د رویا په دره کې خلک له ډار، ماتې او وارخطایۍ سره مخامخ شي. په هغه ورځ به د ښار دېوالونه راوغورځول شي او د ژړا او مرستې اوازونه به یې په غرونو کې واورېدل شي. ۶ د عیلام د هېواد عسکر چې په لیندو او غشو سمبال، په اسونو او جنګي ګاډیو باندې سپاره وو او د قیر د هېواد عسکر سپرونه په لاس تیار وو. ۷ ستاسو ډېرې ښې درې د دښمن له جنګي ګاډیو ډکې شوې دي او په اسونو باندې سپاره سرتېري د اورشلیم د ښار د دروازو په مخکې قطار ولاړ دي. ۸ څښتن د یهودا دفاعي قواوې له منځه یوړې.

په هغه ورځ، تاسو د وسلو د راوړلو دپاره سلاح کوټ ته لاړئ. ۹‏-۱۱ تاسو د اورشلیم د ښار د دېوالونو هغه ټول ځایونه ولیدل چې رغونې ته یې اړتیا لرله. تاسو د اورشلیم ټول کورونه وکتل او د هغو څخه مو ځینې د دې دپاره وران کړل چې د هغو د تیږو نه د ښار د دېوالونو په بیا جوړولو کې کار واخلئ. تاسو دننه په ښار کې یوه ذخیره جوړه کړه او د اوبو د بهېدلو لاره مو د زوړ ډنډ څخه دنننۍ ذخیرې ته واړوله. تاسو په ښکتني ډنډ کې هم د اوبو ذخیره جوړه کړه. خو تاسو خدای ته چې د دې ټولو حالاتو جوړوونکی دی، پاملرنه ونه کړه. په رښتیا هغه د پخوا نه د دې حالاتو نقشه جوړه کړې وه.

۱۲ په هغه ورځ مطلق قادر څښتن خدای تاسو ته بلنه درکړه چې وژاړئ او ویر وکړئ، خپل سرونه وخرایئ او د ویر کالي واغوندئ. ۱۳ خو د دې په ځای تاسو د خوښۍ جشن جوړ کړ. تاسو غویان او پسونه حلال کړل چې ویې خورئ او شراب مو وڅښل. تاسو وویل: «راځئ چې وخورو او وڅښو، ځکه چې سبا ته مړه کېږو.»

۱۴ مطلق قادر څښتن په خپله زما سره خبرې وکړې او ویې ویل: «ترڅو پورې چې تاسو ژوندي یئ په رښتیا به ستاسو دا ګناه ونه بخښل شي. دا زما یعنې مطلق قادر څښتن خدای خبره ده.»

د دربار د چارو مسوول شبنا ته خبرداری

۱۵ مطلق قادر څښتن خدای ماته داسې وویل چې شبنا ته چې د پاچا د دربار د چارو مسوول دی، ورشه او هغه ته ووایه: ۱۶ «ته دلته څه کوې؟ ته څه حق لرې چې د تیږو د غونډیو په اوچت ځای کې د خپل ځان دپاره قبر جوړوې؟ ۱۷ ګوره! که ته هرڅومره مهم سړی اوسې، خو څښتن به تا ټینګ راونیسي او لېرې به دې وغورځوي. ۱۸ هغه به تا د توپ په شان تاو او راتاو کړي او بیا به دې یو ډېر لېرې هېواد ته ګوزار کړي. ته به د خپلو هغو جنګي ګاډیو په څنګ کې چې تا ورباندې ویاړ کاوه، مړ شې. ته د خپل بادار د کورنۍ د رسوایۍ سبب یې. ۱۹ نو څښتن به ستا څخه دا دنده او لوړ مقام واخلي.»

۲۰ څښتن شبنا ته وویل: «نو زه به په هغه ورځ خپل خدمتګار د حلقیا زوی الیاقیم راوغواړم. ۲۱ زه به ستا چپنه هغه ته ورواغوندم، ستا کمربند به د هغه په ملا باندې وتړم او هغه ټول واک چې تا درلود هغه به الیاقیم ته ورکړم. هغه به د اورشلیم او یهودا خلکو ته د پلار په شان وي. ۲۲ زه به هغه ته د داود د پاچاهۍ د دربار کیلي ورکړم. هغه چې کومه دروازه خلاصه کړي، نو څوک نه شي کولای چې هغه وتړي او کومه دروازه چې هغه تړلې ده، هېڅوک به نه شي کولای چې هغه خلاصه کړي. ۲۳ زه به هغه لکه د مېخ په شان په خپل مقام کې ټینګ کړم او هغه به د خپل پلار د کورنۍ دپاره د سرلوړۍ سبب وګرځي.

۲۴ خو د هغه ټول خپلوان او اولاده به په هغه بار وي. هغوی به په ده باندې داسې راځوړند وي لکه لوښي، کاسې او کوزې چې په مېخ باندې ځوړندې وي. ۲۵ په هغه ورځ به هغه مېخ چې په خپل ځای باندې ټینګ ؤ هغه به سست شي او وبه غورځیږي. هرڅه چې په هغه باندې ځوړند وو، نو هغه به له منځه لاړ شي.» دا څښتن ویلي دي.