د اشعیا نبي کتاب

درویشتم فصل

د صور او صیدون په هکله پیغام

۱ دا پیغام د صور په هکله دی:

ای د بحیرې کشتۍ چلوونکو، د صور دپاره له غمه چیغې ووهئ! ستاسو د صور بندر وران شوی او کورونه مو په کنډوالو بدل شوي دي. څه چې تاسو په قبرس کې اورېدلي دي، هغه رښتیا دي. ۲ ای د بحیرې د غاړې اوسېدونکو! ای د صیدون سوداګرانو، ویر وکړئ! تاسو به له بحیرې څخه تېرېدلئ ۳ ترڅو د مصر څخه غلې دانې په بیه واخلئ او بیا یې په نورو خرڅې کړئ. په دې ډول تاسو د ټولو قومونو دپاره د سوداګرۍ مرکز وئ.

۴ ای د صیدون ښاره، ای د بحیرې د غاړې کلا، وشرمېږه! ځکه بحیره وایي: «ما هېڅکله د لنګون درد احساس نه کړ او زامن او لورګانې مې نه دي زېږولي. ما هېڅکله ماشومان نه دي لوی کړي.»

۵ کله چې د صور بد خبر مصر ته ورسیږي، د هغه ځای خلک به ټکان وخوري.

۶ ای د لېرې هېوادونو اوسېدونکو، له ډېره غمه چیغې ووهئ! کوښښ وکړئ چې هسپانیې ته وتښتئ! ۷ ایا دا هماغه د صور خوشحاله ښار دی چې ډېر پخوا ودان شوی ؤ؟ ایا دا هماغه ښار دی چې خپل اوسېدونکي یې لېرې هېوادونو ته لېږل چې هلته استوګن شي؟ ۸ چا دا نقشه درلودله چې په صور یعنې د پاچاهیو په جوړوونکي ښار باندې چې سوداګران یې شاهزاده ګان او د نړۍ عزتمن خلک وو، دا بلا او مصیبت راولي؟ ۹ مطلق قادر څښتن دا نقشه درلودله، ترڅو د هغوی شوکت او غرور له منځه لاړ شي او عزتمن خلک یې خوار او سپک شي.

۱۰ ای د هسپانیې خلکو، په خپل هېواد کې خواره واره شئ لکه څنګه چې د نیل سیند د غاړو څخه اوړي. اوس داسې څوک نشته چې ستاسو مخه ونیسي. ۱۱ څښتن خپل لاس په بحیرې باندې اوچت کړی دی او د نړۍ پاچاهۍ یې لړزولې دي. هغه حکم کړی چې د کنعان کلاګانې دې له منځه لاړې شي. ۱۲ هغه وویل: «ای د صیدون مظلومو خلکو، ستاسو خوشحالي پای ته ورسېدله. حتی که تاسو قبرس ته هم وتښتئ، هلته به هم هوسا او په امن کې ونه اوسئ.»

۱۳ د بابل هېواد وګورئ چې د خلکو څخه خالي شوی دی. اشوریانو بابل د وحشي حیواناتو د منډې وهلو ځای جوړ کړی دی. هغوی د کلابندۍ د برجونو زینې جوړې، د بابلیانو کلاګانې یې ورانې او ښار یې په کنډوالې بدل کړ.

۱۴ ای د بحیرې کشتۍ چلوونکو، له غمه وژاړئ! ځکه ستاسو د ښار کلا ورانه شوې ده.

۱۵ صور به د اویاو کالو دپاره چې د یو پاچا عمر دی هېر کړای شي. د دې کلونو د تېرېدلو نه وروسته به صور د یوې بدلمنې ښځې په شان وي چې په دې سندره کې یادیږي:

۱۶ ای هېره شوې بدلمنې

خپل رباب راواخله

او تاوه راتاوه شه د ښار نه

ښه ساز غږوه

او ډېرې سندرې ووایه

چې خلک دې بیا یاده کړي.

۱۷ د اویا کالو نه وروسته به څښتن اجازه ورکړي چې صور بیا پرمختګ وکړي. لکه یوه بدلمنه ښځه چې خپل بدن په هر چا باندې خرڅ کړي، نو د پخوا په شان به د نړۍ د نورو هېوادونو سره تجارتي اړیکې ټینګې کړي. ۱۸ خو د تجارت له لارې کومه ګټه چې هغوی لاسته راوړي هغه پیسې به ذخیره او پاسره نه شي، بلکې هغه به څښتن ته وقف شي. په دې پیسو باندې به د هغو خلکو دپاره چې د څښتن خدمت کوي، ډېر خواړه او ښایسته کالي واخلي.