د اشعیا نبي کتاب

نهه ویشتم فصل

د اورشلیم کلابندي

۱ ای د قربانۍ لویه ځایه، ای د قربانۍ لویه ځایه، افسوس ستا په حال! هغه ښار چې داود کلابند کړې ؤ. کال په کال خپل جشنونه او اخترونه ولمانځئ، ۲ خو بیا به څښتن په هغه ښار چې د «خدای د قربانۍ د لوی ځای» په نوم یادیږي، مصیبت راولي. په ټول ښار کې به ژړا او انګولا وي او هغه به لکه د قربانۍ د ځای په شان وي. ۳ څښتن به په هغه ښار باندې حمله وکړي او له هرې خوا به یې کلابند او د کلابندۍ برجونه او په دېوالونو باندې به یې لاره جوړه کړي. ۴ اورشلیم به د ارواحګانو په ښار بدل شي او د خلکو د زګېرویو اواز به لکه د مړو د ارواحګانو د اواز په شان وي چې د ځمکې د لاندې څخه ښه نه اورېدل کیږي.

۵ نو ای اورشلیمه، ټول پردي قومونه چې په تا باندې حمله وکړي، هغوی به د دوړو په شان والوزي او بې رحمه لښکرې به د بوسو په شان په هوا کې لېرې یووړل شي. نو ناڅاپه او سمدلاسه به ۶ مطلق قادر څښتن به ستاسو د ژغورنې دپاره راشي. د هغه سره به تندر، برېښنا، زلزله، لوی شور، بوړبوړکۍ، توفان او تباه کوونکي اور وي. ۷ نو بیا ټول هغه قومونه چې د قربانۍ د لوی ځای یعنې اورشلیم او د هغه د لوړې کلا په ضد حمله کوي او ښار کلابندوي، هغوی به لکه د شپې د خوب د لیدلو او یا د رویا په شان له سترګو پناه شي. ۸ هغوی به لکه د یو داسې کس په شان وي چې د لوږې له لاسه مري او په خوب کې ویني چې خوراک کوي خو وږی راپاڅیږي، یا لکه څوک چې له تندې مري او په خوب کې ویني چې اوبه څښي، خو تږی راپاڅېږي او ستونی یې وچ وي. د هغو ټولو قومونو حالت به چې په اورشلیم د حملې دپاره راټول شوي دي، همداسې وي.

خبرداریو ته پاملرنه نه کول

۹ خپلې بې عقلۍ ته دوام ورکړئ او همداسې ړانده اوسئ. بې له شرابو نشه اوسئ. پرته د شرابو د څښلو نه په لاره زنګېږئ. ۱۰ ځکه څښتن تاسو په درانه خوب ویده کړي یئ. نبیان باید د خلکو سترګې اوسي، خو خدای د هغوی سترګې پټې کړې دي. ۱۱ ټوله رویا به درته لکه د یو مهر شوي کتاب په شان وي او نه شئ کولای په هغه پوه شئ، هغه که سواد لرونکي سړي ته هم ورکړئ چې هغه ولولي، وایي به: «زه یې نه شم لوستلی، ځکه چې هغه مهر شوی دی.» ۱۲ که هغه کتاب یو داسې کس ته ورکړئ چې سواد ونه لري او د هغه څخه وغواړئ چې هغه ولولئ، وبه وایي: «زه یې نه شم لوستلی.»

۱۳ څښتن وویل: «دا خلک تش په خبرو زما عبادت کوي، خو زړونه یې په کوم بل ځای کې دي. د هغوی عبادت یوازې د انساني حکمونو څخه الهام اخلي. ۱۴ په دې خاطر زه به یوځل بیا په خپلو عجیبه او فوق العاده کارونو هغوی ته ټکان ورکړم. څوک چې پوه وي هغه به ناپوه شي او د هغوی ټوله هوښیاري به له منځه لاړه شي.»

د راتلونکې دپاره هیلې

۱۵ افسوس د هغه چا په حال چې خپلې نقشې د څښتن څخه پټوي! هغوی خپلې نقشې په تیاره کې عملي کوي او وایي: «څوک کولای شي مونږ وویني؟ څوک پوهیږي چې مونږ څه کوو؟» ۱۶ هغوی سرچپه فکر کوي او د کلال او د منګي په فرق نه پوهیږي. ایا جوړ شوی شی خپل جوړوونکي ته ویلی شي: «تا زه نه یم جوړ کړی» یا ووایي: «ته په هېڅ هم نه پوهېږې»؟

۱۷ په ډېر لنډ وخت کې به د لبنان د ځنګل نه حاصلخیزه پټي جوړ شي او د پټیو نه به ځنګل جوړ شي. ۱۸ کله چې هغه ورځ راشي کوم کتاب چې په لوړ اواز سره لوستل کیږي نو کاڼه به یې اورېدلی شي او هغه ړانده چې په تیاره او تورتم کې ژوند تېروي، د هغوی سترګې به وغړیږي. ۱۹ څښتن به یوځل بیا مظلومان خوشحاله کړي او غریبان به د اسراییلو د سپېڅلي خدای له امله خوښي وکړي. ۲۰ د هغو خلکو ژوند به پای ته ورسیږي چې ظلم کوي او په خدای باندې ملنډې وهونکي به له منځه لاړ شي. هغه خلک به تباه شي چې بدې نقشې جوړوي. ۲۱ څښتن به هغه کسان له منځه یوسي چې د دروغو په ویلو سره یو بې ګناه انسان مجرم ګڼي، جنایت کوونکو ته د سزا د ورکولو مخنیوی کوي او په محکمه کې د بې ګناه خلکو حق خوري.

۲۲ نو په دې خاطر څښتن چې ابراهیم یې د کړاوونو څخه وژغوره، د یعقوب د اولادې په اړه داسې وایي: «د یعقوب قوم به نور نه بې عزته کیږي او د هغوی مخونه به نور له شرمه نه سره کیږي. ۲۳ کله چې زه هغوی ته اولادونه ورکړم او هغوی هغه وویني، نو بیا به دا ومني چې زه د اسراییلو سپېڅلی خدای یم. هغوی به له وېرې زما درناوی کوي. ۲۴ څوک چې بې لارې کیږي، هغوی به په حقیقت پوه شي او هغه کسان چې ګیله لري هغوی به تعلیم ومني.»