د اشعیا نبي کتاب

دوهم فصل

ابدي سوله

(میکاه ۴‏: ۱‏ - ۳)

۱دا هغه پیغام دی چې خدای د یهودا او اورشلیم په هکله د آموص زوی اشعیا باندې نازل کړ:

۲راتلونکو ورځو کې به

په کوم غر چې دی جوړ شوی د څښتن کور

وي به نړۍ کې دا غر لوړ له ټولو غرونو څخه

هغه به لوړ وي ټولو غونډیو څخه

وي ټول قومونه ورروان به د سېلاب په شان

۳هغوی به راشي وبه وایي داسې:

«راځئ ورخېژو د څښتن غره ته مونږ

پورته شو کور ته د یعقوب د خدای

هلته به وښایي هغه مونږ ته خپلې لارې

او مونږ به وکړو هغه کار چې وي خوښ د هغه»

ځکه چې شریعت د څښتن به له صهیونه راشي

د ده کلام به راشي له اورشلیمه

۴څښتن به وکړي قضاوت د قومونو ترمنځ

د قاضي په شان به حل کړي د ډېرو خلکو شخړې

خپلو تورو نه خلک جوړې به کړي یوې

نېزې بدلې په لورونو به کړي

بیا به هېڅکله قومونه غوره نه کړي د جنګ لاره

بیا به هېڅکله دوی نه نیسي د جنګ تیاری

۵اوس ای د یعقوب اولادې، راځئ چې د څښتن په نور کې چې زمونږ لاره یې رڼا کړې ده، وګرځو.

د کبر او غرور له منځه تلل

۶ای خدایه، تا خپل قوم یعنې د یعقوب اولاده پریښې ده! دا وطن د ختیځ څخه نیولې په لوېدیځ کې تر فلسطینه پورې د جادوګرۍ نه ډک شوی دی. خلک د پردیو سره د یووالي تړون کوي. ۷د هغوی وطن د سرو او سپینو زرو نه ډک دی او د هغوی خزانې نه خلاصیږي. د هغوی وطن د اسونو څخه ډک دی او بې شمېره جنګي ګاډۍ لري. ۸د هغوی وطن د بتانو نه ډک دی او دوی هغو شیانو ته سجده کوي چې په خپلو لاسونو یې جوړ کړي دي.

۹هغوی به ټول ټیټ شي او وبه شرمیږي. ای څښتنه، هغوی مه بخښه! ۱۰په سمڅو کې ورننوځئ او د څښتن له وېرې او د هغه د شان او شوکت څخه ځان په خاورو کې پټ کړئ! ۱۱هغه ورځ به راشي چې د انسان غرور پای ته ورسیږي او د انسان لویي له منځه لاړه شي، بیا به یوازې د څښتن ستاینه کیږي. ۱۲مطلق قادر څښتن یوه ورځ ټاکلې ده چې کبرجنو او مغرورو خلکو ته سزا ورکړي او هغوی به سپک او ذلیل کړي. ۱۳په هغه ورځ به د لبنان د سبر ټولې لوړې لوړې ونې او د باشان د سیمې د څېړیو ټولې ونې له منځه یوسي. ۱۴په هغه ورځ به ټول لوړ لوړ غرونه او غونډۍ، ۱۵هر یو اوچت برج او د کلاګانو ټول ټینګ دېوالونه هوار کړي. ۱۶په هغه ورځ به حتی ډېرې غټې، ښکلې او د بحیرې کشتۍ ګانې ډوبې کړي. ۱۷‏-۱۸انساني غرور به پای ته ورسیږي او د انسان لویي به له منځه لاړه شي. بتان به بیخي له منځه ځي او په هغه ورځ به یوازې د څښتن ستاینه کیږي.

۱۹کله چې څښتن راشي او ځمکه ولړزوي، نو خلک به د هغه له وېرې څخه د غرونو په غارونو کې یا د ځمکې په سوریو کې ننوځي، ترڅو د څښتن د قهر نه وتښتي او د هغه د شان او شوکت نه پټ شي. ۲۰کله چې هغه ورځ راورسیږي، نو خلک به د سرو او سپینو زرو بتان چې خپله یې د عبادت دپاره جوړ کړي دي، لېرې وغورځوي او هغه به ناپاکو موږکانو او شوپرکانو ته پرېږدي. ۲۱کله چې هغه راشي او ځمکه ولړزوي، نو خلک به د هغه له وېرې د غرونو په ګټونو او غارونو کې ننوځي، ترڅو د څښتن د قهر څخه وتښتي او د هغه د شان او شوکت نه پټ شي.

۲۲په فاني انسانانو باندې نور توکل مه کوئ. د انسان نفس په پوزه کې دی او عمر یې ډېر لنډ دی. انسان هېڅ دی.