د اشعیا نبي کتاب

دوه دېرشم فصل

عادل پاچا

۱ وګورئ، یو وخت به یو عادل پاچا په تخت کښېني او د هغه ټول مامورین به هم په انصاف او صداقت سره حکومت وکړي. ۲ هغوی هر یو به د باد او توفان څخه د پټېدلو د ځای په شان وي. هغوی به د داسې ویالو په شان وي چې په وچه ځمکه کې بهیږي او په شاړه ځمکه کې به د یو لوی ګټ د سیوري په شان وي. ۳ نو بیا به د هغوی سترګې د حقیقت د لیدلو دپاره بندې نه وي او غوږونه به یې د اورېدلو دپاره خلاص وي. ۴ هغوی به نور نه بې حوصلې کیږي، بلکې په هوښیارۍ سره به عمل کوي. د چا چې ژبه بندیږي هغوی به د خلکو سره په روانه ژبه خبرې وکړي. ۵ نور به هېڅوک بې عقله سړي ته شریف او رذیل سړي ته نېک ونه وایي. ۶ بې عقله سړی بې عقلې خبرې کوي او د بدو کارونو په اړه فکر کوي. هغه غواړي چې بد کارونه او د څښتن په خلاف غلطې ویناوې وکړي. له وږو خلکو سره مرسته نه کوي او تږو خلکو ته اوبه نه ورکوي. ۷ رذیل سړی بد سړی وي او بد کارونه کوي. هغه د دروغو په ویلو سره د غریبانو د تباه کولو دپاره دسیسې جوړوي او د دې مخه نیسي چې هغوی دې خپل حقونه تر لاسه کړي. ۸ خو شریف خلک د نېک کار نقشه جوړوي او په نېک کار باندې ټینګ ولاړ وي.

د اورشلیم ښځو ته خبرداری

۹ ای بې پروا ښځو، چې هوسا ژوند لرئ، زما خبرو ته غوږ ونیسئ. ای مېرمنو، چې په ځان باندې تکیه کوئ زما وینا ته پام وکړئ! ۱۰ اوس تاسو د خپل ژوند څخه راضي یئ، خو یو کال او څو ورځې وروسته به تاسو په لړزېدلو شئ، ځکه د انګورو او د نورو مېوو حاصلات به نه وي چې هغه راټول کړئ. ۱۱ ای ښځو، تاسو چې ارام او بې غمه ژوند لرئ، اوس له وېرې په لړزېدلو شئ! خپل کالي وباسئ، بربنډې شئ او د ویر کالي واغوندئ. ۱۲ له غمه خپلې سینې ووهئ، ځکه چې حاصلخېزه پټي او د انګورو تاکونه مو تباه شوي دي ۱۳ او د اغزیو او د کرکڼو بوټي زما د قوم په ځمکه کې راشنه شوي دي. هو، په دې خاطر هم غم وکړئ چې د هغو د کورونو او د ښار خوشحالي او خندا به پای ته ورسیږي. ۱۴ حتی پاچا به هم شاهي ماڼۍ پرېږدي او له ګڼه ګوڼې ډک پایتخت به له خلکو څخه بیخي خالي شي. هغه جنګي کلا او د هغه برجونه چې د هغو په وسیله به څارنه کېدله، هغه به وران او د تل دپاره به د حیواناتو استوګن ځای شي. ځنګلي خره به په کې هسې ګرځي او راګرځي او پسونه به په کې څریږي. ۱۵ تر هغه وخته به حالات همداسې وي، ترڅو چې د اسمان څخه په مونږ باندې د خدای روح نازل شي. دښته به په حاصلخیزه پټي بدله شي او دا پټی به ډېر حاصلخېزه وي. ۱۶ نو بیا به عدالت په دښته کې پیاده شي او انصاف به په حاصلخیزه پټي کې عملي شي. ۱۷ د انصاف نتیجه به تلپاتې سوله او امن وي. ۱۸ زما قوم به په امن ځایونو کې اوسیږي او کورونه به یې خوندي او ارام وي. ۱۹ حتی که ږلۍ ځنګلونه ویجاړ هم کړي او ښارونه د خاورو سره خاورې هم شي. ۲۰ بختور یئ تاسو چې د کروندو دپاره پرېمانه اوبه لرئ او د خرو او غویانو دپاره هر چېرته د څرېدلو ځایونه لرئ.