کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د اشعیا نبي کتاب
څلور دېرشم فصل
د خدای دښمنانو ته سزا
۱ ای د ټولو قومونو خلکو، نژدې راشئ او غوږ ونیسئ. ای د نړۍ ټولو خلکو واورئ! ۲ ځکه څښتن په ټولو قومونو او د هغوی په لښکرو ډېر په قهر دی. هغوی به په مرګ محکوم او ټول به حلال کړي. ۳ د هغوی مړي به نه ښخیږي، د خوسا شویو مړو بوی به ټوله ځمکه ونیسي او د هغوی وینې به د غرونو نه جاري شي. ۴ لمر، سپوږمۍ او ستوري به خواره واره او فنا شي. اسمان به لکه د طومار په شان تاو او راتاو شي او ستوري به داسې راولویږي لکه څنګه چې د انګورو د تاک څخه وچې پاڼې او د انځرو د ونو څخه وچ انځر رالویږي.
۵ د څښتن تورې خپل کار په اسمان کې سر ته رسولی دی او اوس به د ادوم په خلکو ګوزار وکړي، یعنې هغه خلک چې څښتن په مرګ محکوم کړي دي. ۶ د هغه توره به په وینو رنګ او په وازګو کې پټه وي، یعنې د وریو او وزو په وینو او همدارنګه د پسونو د پښتورګو په وازګو کې. هو، څښتن به د ادوم د هېواد او د بصرې په ښار کې ډېر خلک لکه د قربانۍ په شان حلال کړي. ۷ حتی هغه خلک به هم مړه شي چې د ځنګلي غویانو او سخوندرانو په شان قوي دي. ځمکه به په وینو خړوبه او په وازګو به پټه شي.
۸ ځکه څښتن له دښمنانو څخه د بدل د اخیستلو ورځ او د صهیون د تاوان ورکولو دپاره یې کال ټاکلی دی. ۹ د ادوم سیندونه به د قیر څخه ډک او خاوره به یې په ګوګړو بدله شي او ټول وطن به د قیر په شان وسوځي. ۱۰ ادوم به شپه او ورځ سوځي او تل به ورڅخه لوګی پورته کیږي. هغه وطن به له یو نسل څخه تر بل نسل پورې وران وي او نور به هېڅوک له هغه ځایه تېر نه شي. ۱۱ بومان او کارغان به هغه هېواد ونیسي او هغوی به په کې واوسیږي، ځکه څښتن اراده لري چې ادوم له منځه یوسي او هغه شاړ او خالي پرېږدي. ۱۲ د اشرافو څخه به هېڅوک ژوندی پاتې نه شي، ترڅو پاچا شي او ټول مشران به له منځه لاړ شي. ۱۳ په ټولو ماڼیو او دېوال لرونکو ښارونو کې به د اغزيو بوټي راشنه شي او سورلنډیان او بومان به په کې اوسیږي. ۱۴ په ادوم کې به د صحرا حیوانات د لېوانو سره قدم وهي او د وزانو په شکل پېریان به په کې یو بل ته نارې وهي. همدارنګه د مرغۍ په شان دېوان به د شپې په وخت هلته ځي چې د ارام کولو دپاره ځای پیدا کړي. ۱۵ بومان به په ادوم کې خپلې ځالې جوړوي، هګۍ به په کې اچوي، بچي به ورنه وباسي او د خپلو بچیو ساتنه به کوي. هلته به د باښو جوړې هم راشي.
۱۶ د څښتن کلام ولټوئ او ولولئ، ترڅو پوه شئ چې د هغه ټولې پېشګویانې عملي کیږي. ټول وحشي حیوانات او مرغان به حاضر وي او هېڅ یو به بېجوړې نه وي. ځکه څښتن په خپله دا ویلي دي او د هغه روح به هغوی راټول کړي. ۱۷ دا څښتن دی چې د ادوم اندازه یې معلومه کړې ده او حیوانات او مرغان یې په کې وېشلي دي، ترڅو هغه هېواد تل د هغوی شي او نسل په نسل په هغه کې واوسیږي.