۰:۰۰ / ۰:۰۰

د اشعیا نبي کتاب

شپږدېرشم فصل

په یهودا باندې د سناخاریب حمله

(دوهم پاچاهان ۱۸‏:‌۱۳‌‏-‌۲۷ او دوهم تواریخ ۳۲‏:‌۱‌‏-‌۱۹)

۱ د حزقیا د پاچاهۍ په څوارلسم کال د آشور پاچا سناخاریب د یهودا په ټولو قوي شویو ښارونو باندې حمله وکړه او هغه یې ونیول. ۲ د آشور پاچا یو لوی لښکر د خپل لوړ‌رتبه مامور سره د لاخیش څخه ولېږه چې په اورشلیم کې د حزقیا مخالفت وکړي. هغه د پاسني ډنډ د لښتي په غاړه چې د کالیو وینځونکو د پټي په لاره کې پرته ده، ودرېده. ۳ د حزقیا پاچا درې درباریان دباندې راووتل چې د هغوی سره لیدنه کتنه وکړي. هغه درباریان دا وو: د حلقیا زوی الیاقیم چې د ماڼۍ مسوول ؤ، شبنا د دربار منشي او د اساف زوی یوآخ چې د پېښو د ثبتولو مسوول ؤ. ۴ د آشور د منصبدارانو څخه یو تن هغوی ته وویل: «لوی پاچا غواړي په دې پوه شي چې حزقیا پاچا ولې دومره ډاډه دی؟ ۵ خپل پاچا ته ووایئ: ‹ایا ته فکر کوې چې یوازې خبرې کولای شي چې د عسکري پوهې او قدرت ځای ونیسي؟ ته په چا باندې تکیه کوې چې زما په وړاندې یاغي شوی یې؟ ۶ ګوره، ته په دې تمه یې چې مصر به درسره مرسته وکړي، خو هغه به د هغې کړکي په شان وي چې د امسا په توګه ورڅخه کار اخیستل کیږي. هغه به مات شي، ستا په لاس کې به ننوځي او تا به ټپي کړي. نو هرڅوک چې د مصر په پاچا باندې تکیه وکړي هغه به همداسې شي.

۷ کېدای شي ما ته ووایئ چې مونږ په خپل څښتن خدای باندې تکیه کوو. ایا دا هغه څوک نه دی چې حزقیا د هغه سیمه‌ییز عبادتځایونه او د قربانۍ ځایونه له منځه یووړل او د یهودا او اورشلیم خلکو ته یې وویل چې تاسو د دې قرباني ځای په وړاندې چې په اورشلیم کې دی، عبادت وکړئ؟ ۸ زه به ستاسو سره د خپل بادار، یعنې د آشور د پاچا په استازیتوب یو شرط کېږدم. زه به تاسو ته دوه زره اسونه درکړم، خو که چېرې تاسو وکولای شئ چې همدومره کسان پیدا کړئ چې په هغو باندې سپاره شي. ۹ تاسو د جنګي ګاډیو او سپرو عسکرو په خاطر په مصر باندې تکیه کوئ. نو څنګه کولای شئ چې تاسو زما د بادار د خدمتګارانو څخه حتی یو ډېر کمزوری منصبدار په شا وتمبوئ؟ ۱۰ ایا تاسو فکر کوئ چې ما د څښتن د مرستې څخه پرته ستاسو په وطن باندې حمله کړې ده چې هغه وران کړم؟ څښتن په خپله ما ته وویل چې په هغه باندې حمله وکړم او هغه له منځه یوسم.›»

۱۱ په دې وخت کې الیاقیم، شبنا او یوآخ هغه لوړ‌رتبه مامور ته وویل: «مهرباني وکړئ، زمونږ سره د آرامۍ په ژبه خبرې وکړئ، ځکه چې مونږ په هغې باندې پوهېږو. د یهودا په ژبه خبرې مه کوئ، ځکه هغه ټول خلک چې په دېوال باندې ناست دي ستاسو خبرو ته یې غوږ ایښی دی.» ۱۲ هغه ځواب ورکړ: «ایا تاسو فکر کوئ چې زما پاچا زه د دې دپاره رالېږلی یم چې دا ټولې خبرې یوازې تاسو او ستاسو پاچا ته وکړم؟ نه، زه د هغو خلکو سره هم خبرې کوم چې په دېوال باندې ناست دي. هغوی به هم ستاسو په شان خپل غایطه مواد وخوري او خپلې متیازې به وڅښي، په دې خاطر چې نور به د خوړلو او څښلو دپاره څه شی نه وي.»

۱۳ بیا هغه مامور ودرېده او په لوړ اواز یې د یهودا په ژبه وویل: «د آشوریانو د لوی پاچا پیغام واورئ! ۱۴ پاچا داسې وایي: ‹حزقیا مه پرېږدئ چې تاسو وغولوي. هغه نه شي کولای چې تاسو وژغوري. ۱۵ باور مه کوئ که هغه تاسو ته ووایي: په څښتن باندې تکیه وکړئ، هغه به تاسې وژغوري او دا ښار به د آشور پاچا ته په لاس ورنه کړل شي. ۱۶ د حزقیا خبرو ته غوږ مه نیسئ، ځکه چې د آشور پاچا داسې وایي: زما سره روغه جوړه وکړئ. راووځئ او ما ته تسلیم شئ. نو تاسو هر یو به د خپلو تاکونو انګور وخورئ، د خپلو ونو څخه به انځر وخورئ او د خپلو ذخیرو څخه به اوبه وڅښئ. ۱۷ وروسته زه راځم او تاسو به هغه هېواد ته بوځم چې ستاسو د وطن په شان دی. په هغه هېواد کې چې د شرابو د جوړولو دپاره د انګورو باغونه او د ډوډۍ دپاره غلې دانې دي. ۱۸ پام وکړئ داسې نه چې حزقیا تاسو بې‌لارې کړي او تاسو ته ووایي چې څښتن به تاسو وژغوري. ایا کله د کوم قوم خدایانو خپل وطن د آشور پاچا له لاسه ژغورلی دی؟ ۱۹ چېرته دي د حمات او ارفاد خدایان؟ چېرته دي د سفروایم خدایان؟ ایا هغوی سامره زما د لاسونو څخه وژغورله؟ ۲۰ د دې ټولو هېوادونو د خدایانو څخه کوم یو دا توان درلود چې خپل هېواد زما څخه وژغوري؟ نو څښتن به څنګه وکولای شي چې اورشلیم زما د لاسونو څخه خلاص کړي؟›»

۲۱ خو خلک غلي پاتې شول او په ځواب کې یې ورته هېڅ ونه ویل، ځکه چې حزقیا پاچا هغوی ته دا امر کړی ؤ چې ځواب ورنه کړي. ۲۲ نو الیاقیم، شبنا او یوآخ له غمه خپل کالي وشکول، حزقیا ته ورغلل او څه چې هغه مامور ورته ویلي وو، هغه یې ورته بیان کړل.