کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د اشعیا نبي کتاب
پنځه څلوېښتم فصل
څښتن او د کوروش ټاکنه
۱ څښتن ټاکلی دی کوروش چې شي پاچا
او زور او واک یې دی ورکړی ورته
چې قومونه یې تابع شي
چې کړي لېرې پاچاهان له واکه
څښتن به خلاصې دروازې کړي د ښار
د هغه دپاره او نورې به نه بندیږي څښتن کوروش ته داسې وایي:
۲ زه به په خپله ځمه ستا نه مخکې
او هوار به کړمه غرونه
زه به برنجي دروازې ماتې کړمه
او اړمونه به یې د اوسپنې ټوټې ټوټې کړم
۳ زه به تا ته خزانې درکړم د تورو تیارو ځایونو
او هم به درکړم شتمني تا ته د پټو ځایو
بیا به ته پوه شې چې زه څښتن د اسراییلو خدای یم
څوک چې تا ته کړي په نوم اواز
۴ ته مې ټاکلی یې چې مرسته وکړې
زما د خدمتګار یعقوب
او مرسته وکړې زما د غوره شوي قوم اسراییلو سره
سره له دې چې ته ما نه پېژنې
زه په نوم اواز کومه تا ته
او درکومه لقب د عزت تا ته
۵ زه څښتن یم، نشته بل خدای پرته له ما
سره له دې چې ته ما نه پېژنې
زه به درکړمه توان تا ته
۶ د دې دپاره زه کوم دا کار
چې له ختیځه تر لوېدیځه پورې
ټول خلک پوه شي په دې
چې زه څښتن یم او بل خدای نشته
۷ زه خالق یم د تیارې او رڼا
زه راولمه مصیبت او سوله
زه څښتن یم او کوم دا ټول کارونه
۸ ای اسمانه، ای ورېځو راووروه
ته عدالت لکه باران په شان
ځمکه دې پرانیستل شي
ترڅو خلاصون او عدالت راشين شي
او په کې وغوړیږي د عدالت او د خلاصون غوټۍ
زه څښتن کوم دا ټول کارونه
د خلقت او تاریخ څښتن
۹ افسوس په حال د هغه چې کړي جګړه د خپل خالق سره
هغه دی داسې لکه منګی چې کړي کلال سره جګړه
ایا خټه کولای شي وکړي پوښتنه د کلال څخه
دا چې ته څه جوړوې؟
یا خټه ووایي کلال ته چې مهارت نه لرې؟
۱۰ افسوس په حال د هغه چا
چې ووایي خپل مور او پلار ته
تاسو ولې په دې شکل زېږولی یمه؟
۱۱ څښتن سپېڅلی خدای د اسراییلو
او خالق د هغوی داسې وایي
تاسو کولای شئ پوښتنه وکړئ ما نه
راتلونکي وخت په هکله
خو نه لرئ حق چې پوښتنه وکړئ ما نه
زما د اولادو په اړه
او یا راته ووایئ چې باید څه وکړم
۱۲ زه هغه ذات یم چې مې جوړه کړله ځمکه
او انسان مې خلق کړ چې په کې واوسیږي
اسمانونه مې خپاره کړل په خپل لاس
لمر سپوږمۍ او ستوري دي زما فرمان کې
۱۳ ما په خپله هڅولی دی کوروش
چې وکړي سم او د عدالت کارونه
په کومو لارو چې سفر کړي هغه
هغه به سمې کړمه
هغه به بېرته زما ښار اورشلیم ودان کړي
او زما خلک به کړي ازاد له اسارت نه
دا کار به وکړي کوروش په وړیا توګه
نه به پیسې واخلي او نه به سوغات
داسې وایي مطلق قادر څښتن
۱۴ څښتن اسراییلو ته داسې وایي:
مال شتمني د مصر او ایتوپیا به وي د ستاسو
او لوړ قدي خلک د سیبا به غلامان وي ستاسو
په زنځیرونو کې روان به وي هغوی تاسو پسې
تاسو ته ټیټ به خپل سرونه کړي او اقرار به وکړي
چې څښتن مل دی یوازې تاسو سره
نشته بل خدای بې له هغه نه
۱۵ ای د اسراییلو خدایه او ای ژغورونکیه
په رښتیا ته هغه خدای یې چې خپل ځان پټوي
۱۶ څوک چې بتان جوړوي
وبه وشرمیږي ټول او شي به رسوا
۱۷ خو څښتن به وژغوري اسراییل
او خلاصون به یې پایښت ومومي تل دپاره
د رسوایۍ سره به مخ نه شي د هغه قوم هېڅکله
۱۸ څښتن دی هغه خدای چې یې جوړ کړل اسمانونه
هغه جوړه کړله ځمکه هغه یې کړه ټینګه او کلکه
جوړه یې نه کړله خالي هغه
هغه یې جوړه کړه د دې دپاره
چې په کې واوسیږي خلک
دا هغه ذات دی چې داسې وایي
زه یم څښتن او نشته بل خدای
۱۹ ما نه دي کړې پټې خبرې
پټ مې ساتلی نه دی خپل مقصد
د یعقوب اولادې ته مې ویلي نه دي
چې ما لټوئ بېځایه
زه څښتن یم او رښتیا وایم
او اعلانوم زه حق
بتان او د نړۍ څښتن
۲۰ څښتن وایي:
ای له قومونو پاتې شویو ژوندي خلکو
شئ راټول او راشئ زما حضور ته
چې ګرځوي څوک د لرګیو بتان د خپل ځانه سره
دعا کوي هغو خدایانو ته چې دوی ژغورلی نه شي
هغوی جاهل دي او نه پوهیږي په هېڅ
۲۱ راشئ او وړاندې کړئ خپله دعوه په محکمه کې
خلک پرېږدئ چې وکړي مشوره یو د بله سره
چا وه کړې پېشګویي له ډېر پخوا نه چې څه به کیږي؟
ایا هغه څښتن زه نه وم؟
زه ژغورونکی او عادل خدای یم
زما نه پرته بل خدای نشته
۲۲ ای د ټولې نړۍ خلکو
راستانه شئ ما ته ترڅو وژغورل شئ
ځکه چې زه یوازېنی خدای یم
او زما نه پرته بل خدای نشته
۲۳ ما په خپل ذات باندې قسم خوړلی
زما وعده ده رښتیا او د باور وړ ده
او تل هغې ته وفادار یمه
هر یو راځي به او په ګونډو به شي زما په مخکې
او هره ژبه به قسم خوري زما په نوم
۲۴ خلک به وایي چې بری او توان
اړه لري یوازې د څښتن پورې
چې په قهر دي په ما باندې هرڅوک
هغوی به راشي زما حضور ته او وبه شرمیږي هغوی
۲۵ بریالی به شي ټول قوم د اسراییلو د څښتن په وسیله
او خوشحالي به هغوی وکړي د هغه په خاطر